د روژې مبارکه میاشت

ولې مسلمانان په خرما روژه ماتوي؟

عبدالغفار جبير

دا چې خرما د عربو تولید و نو ځکه د اسلام پېغمبر ﷺ ورته بازار پیدا کاوه.

د یوه ملحد پر نبي کریم ﷺ اعتراض او د هغه ځواب:

ما په تعلیم الاسلام راډیو ویب پاڼه کې د خرما پر ازښت باندې لیکنه خپره کړې وه، چي خرما په قرآن کریم او احادیثو کي څومره ارزښت لري، نو یوه ملحد ورته لیکلي وه:

(خرما د عربو یواځنۍ مېوه وه نو ځکه د اسلام پېغمبر غوښتل چې بازار ورته پیدا کړي او صفت یې کاوه.)

ځواب: عبدالغفار جبير

خرما یواځي د نبي کریم ﷺ په وخت کي نه بلکې دا د ۶۰۰۰ کلونو راهیسي انسانان ورسره بلد او استفاده کوي، نبي کریم ﷺ فرمايي چي تاسي روژه په اوبو ماته کړئ او په خرما یې ماته کړئ، نو اوس اوبه صرف په جزیرة العرب کي وې او بل ځای نه وې؟

اوبه او خرما یې یو ځای ذکر کړیدي، په اوبو باندي شرمېدلې نو ځکه دي پر خرما باندي اعتراض وکړ او هغه اوسنۍ ساینسي څېړنې چي شویدي هغه ټولې غیر مسلمانانو کړیدي، چي تاسي لاندي لنکونه کتلای شئ:

http://naturalsociety.com/health-benefits-of-dates-7-reasons-eat-date-fruit/

مایک باریټ لیکي: د۶۰۰۰ قبل المیلاد راهیسي دغه ښکلې مېوه انسانان استعمالوي، دغه میوه د اعصابو، هضمي نظام، د زړه د صحت لپاره، د ویني د فشار لپاره، د زړه د حملې لپاره، د حمل لپاره او داسي نورو ناوړو ناروغیو لپاره درملنه ده.

12 Proven Health Benefits of Dates

د پورتنیو ګټو څخه علاوه، خرما د قبض لپاره، د کم خونۍ لپاره، د معدې د سرطان لپاره، د ویټا منو د کمښت لپاره، د اوسپنې، مس، مګنیزیم او نورو معدني موادو د کمښت لپاره، د هډوکو د ټینګوالی لپاره ، د بدن د غیر منظمتوب لپاره، د الرجي (حساسیت ) لپاره، د جنسي توان لپاره، د شپې د شب کُرۍ لپاره، د نشې لپاره، د اطراحیې نظام لپاره او داسي نورو ناروغیو لپاره  خرما پوره علاج او درملنه ده.

http://www.nutrition-and-you.com/dates.html

https://www.healthbenefitstimes.com/health-benefits-of-dates/

http://kaheel7.com/eng/index.php/health-a-medicine/78-healing-by-dates-

همداسې په زرهاوو کتابونه ورباندې لیکل شویدي چې خُرما د انسان ژوند ده، د انسان صحت ده، دا چې نبي کریم ﷺ د خرما صفت کاوه، دی الهي رالېږل شوي پېغمبر و، نو ځکه د الله له لوري دی خبر وو چي په خرما کي دومرې ګټې نغښتي دي.

یادونه: د خرما د نورو ګټو لپاره تاسي کولای شئ چي زما په فېسبوک پاڼه کي نور معلومات درسره وګورئ او یا هم زما چاپ شوی کتاب (اسلام او نوي ساینسي څېړنې لومړی ټوک) درسره مطالعه کړئ.

https://www.facebook.com/%D8%A7%D8%B3%D9%84%D8%A7%D9%85-%D8%A7%D9%88%D8%B3%D8%A7%DB%8C%D9%86%D8%B3-767026703339129/

د خرما په هغه اندازه ګټې دي چي که زر ټوکه کتاب ورباندي وليکل شي ناشونې ده چي ټولې ګټې یې راغونډي کړل شي.

همدغسی نبي کریم ﷺ د عسلو، د زیتونو او داسي نورو ډېرو شیانو صفتونه کړیدي، ایا دا ټول د بازار د پیداکيدو لپاره وه، العیاذبالله،؟

نه هیڅکله نه، ایا د عسلو د ګټو څخه یو څوک سترګې پټولای شي؟ نه هیڅکله نه. زه چي کله د ملحدینو سوالونه لولم په شرمېږم، و ماته هغه مبارک ایات راپه یاد شي چي الله پاک وايي چي دغه کسان تر حیواناتو لا بدتر دي، هغه ادراک او پوهه چي الله رب العزت و حیوان ته ورکړېده د هغه څخه حیوان کار اخلي خو ملحدین یې نه اخلي. روښتیا هم چي دوی هم کاڼه دي او هم ړانده دي.

الله رب العزت فرمايي: صم بکم عمی فهم لایعقلون.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x