
د کابل پر نړیوال هوايي ډګر پنځه ساعته برید پای ورسېد
نن ټکی آسیا(پنحشنبه،د چنګاښ۲۶مه،۱۳۹۳ل): هغه ډله یېز وسله وال برید چې نن له پېشلمي وروسته او سهار وختې په شاوخوا څلور بجې د کابل پر نړیوال هوايي ډګر ترسره شو، اوس له غرمې مخکې له پنځه ساعته مقاومت وروسته په څه باندې نهه بجې پای ته ورسېد.
د دفاع وزارت ویاند جنرال ظاهر اعظمي وویل،چې برید کوونکي څلور تنه ول ، چې له عسکرو سره یې نښتې ته دوام ورکاوه.
د کورنیو چارو وزارت ویاند هم د جګړې د پای ته رسېدا خبره ورکوي، خو وايي دوی ته هېڅ ځاني تلفات نه دي اوښتي.که څه هم د کورنیو چارو وزارت چارواکو په لومړیو کې ویلي وو، چې تر اوسه د دوی دوه عسکر ټپيان شوي دي.
بل پلو د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال ستر پاسوال ایوب سالنګي وویل، چې لومړی درې تنه برید کوونکي د دوی له لورې له منځه وړل شوي او یوه تن یې خپله ځان ته چاودنه ورکړې.
د برید مسؤلیت طالبانو پر غاړه واخیست.
د دوی ویاند ذبیح الله مجاهد زیاتوي، چې برید کوونکی څلور تنه ول.
د ښاغلي مجاهد په خبره :«بریدونه د۴ تنو قهرمانو فدايي مجاهدينو (صلاح الدين د کابل اوسیدونکي، عزت الله د ننګرهار اوسیدونکي، کرامت الله د کندز اوسیدونکي او هدايت الله د بغلان اوسیدونکي) لخوا چې په سپکو او درنو وسلو سمبال وو پيل شوي وو.»
نوموړي څرګنده کړه، چې لومړی د هوايي ډګر نظامي برخې سره جوخت د ټونس موټر په مټ دروند انفجار را منځته شو چې له امله يې د میدان موانع لري او څلور واړه فدايي مجاهدين ميدان ته داخل او خپلو ټاکل شوو اهدافوته ورسیدل.
وروسته د میدان په دننه کې په الوتکو، ډيپوګانو، نظامي تأسیساتو، د عسکرو خوب خونو، پيره دار خانو او د تيلو په زخیرو بریدونه پيل شول.
د جګړې په لړ کې په هغه راغلو پولیسو، عسکرو او په اصطلاح ګمانډوګانو هم حملې وشوې چې د بریدڅخه وروسته له خوبه راويښ او میدان ته را واستول شول.
نوموړي ادعا وکړه، چې د برید په پایله کې د ۱۱۱ فرقې د قوماندان په ګډون ګڼو عسکرو ته مرګ ژوبله واوښته.
مجاهد همداراز زیاتوي،چې د درنو ځاني تلفاتو ترڅنګ نظامي تأسیساتو، الوتکو او زخايروته هم درانه زیانونه واوښتل او ډير وسائط د اور خوراک شول.
بل پلو،د پېښي په سېمه کې عیني شاهدانو او د کابل په هوايي ډګر کې یو شمېر بندو مساپرو وویل، چې برید کوونکي تر پایه د هوايي ډګر په شمالي دروازه کې تم شول او د ایساف نظامي مرکز او د هغوی اړوند تجهیزات یې په نښه کول.
د یادونې وړ ده، چې د جګړې په اوږدو کې د کابل هوايي ډګر د داخلي او خارجي پروازونو پر مخ وتړل شو.