شعـــــرونه

ورکه لار/ عبدالباري جهاني

عبدالباري جهاني

خدایه اوس به چاته ورسو له هرچا څخه لار ورکه
ړوند به څوک له کوهي ژغوري له بینا څخه لار ورکه

په یوه ژبه ګړیږو یو له بله نه پوهیږو
له کاڼه څخه لار ورکه له شنوا څخه لار ورکه

یو مذهب دی یو کتاب دی ورک د هر قدم حساب دی
له امیانو څه ګیله ده له مُلا څخه لار ورکه

په تنور کي زېږېدلي په تنور کي به ښخیږي
ږغ یې نه ځي تر اسمانه له دُعا څخه لار ورکه

په ربات کي لا ویده دي سل او زر کاروانه تېر سول
د دې قام په نصیب شپې دي له سبا څخه لار ورکه

یو پرهار نه وي جوړ سوی شل زخمونه نوي راسي
د طبیب عقل کوټه سو مسیحا څخه لار ورکه

اوس به څنګه پر اغزیو تر منزل پوري رسیږي
د دې خلکو دي خدای مل سي له پاچا څخه لار ورکه

که پر سد که لېوني دي ټول په کاڼو سره ولي
لېوني به څوک پر لار کړي له دانا څخه لار ورکه

هغه ورځ به را ویښیږي چي د صور شپېلۍ ږغیږي
په محشر کي به پوهیږي چي له چا څخه لار ورکه

جهاني قلم دي مات سه چي د ویر افسانې لیکې
ستا د ساندو په دېوان کي له مُسکا څخه لار ورکه.

عبدالباري جهاني
د ۲۰۲۱ کال د اپرېل د میاشتي اووه لسمه، ویرجینیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد نعیم

جهاني صاحب، کور دي په ښادي سه. دا دي ځنګه خبره کړې ده؟ خدای پاک په قرآن کي بنده ته وایي چي ټولي دروازې درباندي وتړل سي نو ما ته رجوع وکړه. زه د دعاوو اوریدونکی او قبلونکی یم. زه د هر چا په مقابل کي د مرستي توان لرم او زما په مقابل کي هیڅ څوک چا ته مرسته نه سي رسولای. ته د خدایه ج څخه پوښتنه کوې چي چا ته ورسې؟ د خدای ج خپله تر ټولو ستر مرستندوی دی او ته د خدایه ج څخه د مرستندوی ادرس غواړې؟ اوس وخاندو او که وژاړو

Yousafzai

آفرين جهاني صاحب کچيرته موږ دشعر اصل او زړه ته وګورو نودر ډيره پر حقيقت دي او په دي خو هر سړی پوهيږي چې بيله دالله تعالی ماسيوا نور هيڅوک دچاسر مرسته نشي کولای هغه يوازې خداي پاک دي چي دچاسره مرسته وکړي او دچا سره يي ونه کړي مننه

محمد نعیم

اسلامي اصول پر ټولو مسلمانانو باندي د تطبیق وړ دي. شعر هم د نثر په څیر د وینا یو ډول دي چي د ویونکي د عقایدو او افکارو څرګندونه کوي. خو موږ شاعران لکه د کلي لیوني د ټولو اصولو څخه معاف ګرزولي دي چي دوئ اکثره د دې رخصت څخه سوء استفاده کوي (دا موضوع مو ښاغلي جهاني صاحب ته نه ده راجع کړې). اوس که په عادي خبرو کي څوک د ښځینه ښایست او شرابو یادونه کوي، خلګ دستي د هغه د اصلاح په فکر کي لویږي او د زنا و مسکراتو ته د میلان ګومان باندي کوي… نور لوستل »

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x