ټولنیزه برخه

په انټرنيټ دعوت (وروستۍ برخه)

طاهر جان

د دعوت او خپلې مبارزې مؤثر کول:
څنګه کولای شو چې په انټرنيټ باندې خپل دعوت مؤثر کړو او مبارزه مو رنګ راوړي؟

د دې لپاره مختلفې لارې چارې شته دي چې په انټرنيټ دعوت مؤثر کوي او په مبارزه کې تاثير پيدا کيږي ، خو دلته يې څو لارې بيانوو چې ان شاءالله زیاتې تاثير لرونکې به وي:

۱ـ کلک عزم
پخه اراده او کلک عزم په هر کار کې ضرور وي او د کار د کاميابي ذريعه وي ، خو د دعوت په لاره کې پخه اراده او کلک عزم تر نورو ډېر لازم وي، الله تعالی چې څومره انبياء عليهم السلام رالېږلي هغه ټول د پخو ارادو او کلکو عزمونو خاوندان وو لکه الله تعالی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم ته په خطاب کې فرمايي: (فاصبر… کما صبر اولوا العزم من الرسل ) دا امر ځکه ورته کيږي چې د نبوت لومړی کار له دعوت څخه شروع کيږي او د دعوت ثقل حتماً پخې ارادې او کلک عزم ته ضرورت لري ؛ نو د انبياوو علیهم السلام په څېر مسلمان داعي هم بايد د پخې ارادې او کلک عزم خاوند وي ، په انټرنيټ باندې دعوت که څه هم کوم فزيکي بوج او بار اوچتول نه دي او نه د ځمکې پرې کول او يا کومه مسافه طی کول دي ، بلکه ذهني بوج او فشار په انسان راولي او کله کله داعي له مايوسي سره مخ کيږي خو که پخه اراده او کلک عزم نه وي نو دعوت پاته کيږي.

۲ـ هماهنګي:
د دعاتو (دعوت کونکو) ترمنځ هماهنګي او يو له بل سره همکاري هم د دعوت د کاميابۍ او مؤثر کېدو له عمده اسبابو څخه ده ، که دعوت کونکي په تنها ځان هرڅومره تکړه شي هومره يې کار مؤثر نه وي لکه څو کسان يا څو ډلې چې په اتفاق يو کار په مخه واخلي ، د مثال په توګه که د يو انځور نشرول او مشهوره کول مقصود وي نو که يو تن يې نشر کړي عکس هم ښه جالب وي او ښه جالب ليکل هم ورسره وکړي نو دومره به مؤثر نه وي او نه به دومره مشهور شي لکه همدا انځور چې ډېر جالب هم نه وي او جالب لیکل هم ورسره ونه شي خو زیات کسان يې بيا بيا نشر کړي او هر کس يوه معمولي جمله ورسره وليکي نو دا انځور ډېرو خلکو ته رسيږي او حتماً تاثير پيدا کوي.

۳ـ کار ته ترتيب ورکول:
ترتيب په هرڅه کې مهم دی ، د الله تعالی په کائناتو کې هيڅ شی هم بې ترتيبه نه دي ، بندګانو ته هم د ترتيب اصل وړاندې شوی دی ، نو که چېرې څوک زيات شمېر کارونه په ترتيب په مخه روان کړي يو وخت همدا زيات کارونه سرته رسولای شي خو که چېرې دوه کاره بې ترتيبه روان کړي نو دواړه به ترې پاته وي او سرګردانه به هم وي ، په انټرنيټ دعوت هم که په نظم او ترتيب وشي ، کار د ملګرو ترمنځ تقسيم شي ، د کار لپاره څه اصول وټاکل شي نو په ډېرو لږو امکاناتو او کمو کسانو به ډېر لوی کار ترسره کړي او ښه نتيجه به هم پرې ترلاسه کړي.

۴ـ يوه جالبه موضوع (يا هشتاګ )ټاکل او د هغې په اړه په ګډه مواد برابرول او نشرول:

دا هم د دعوت په مؤثريت کې پوره دخل لري چې په يوه جالبه موضوع باندې ښه کافي مواد برابر کړل شي او بيا د دعوت کونکو په هماهنګي نشر ته وسپارل شي نو د خلکو توجه راجلب کیږي او په عموم کې په دعوت باندې ښه پوره اثر غورځوي ، مطبوعاتي ادارې او چينلونه تل په همدې کوښښ کې وي چې جالب مواد پیدا کړي او د خپلې استفادې مطابق يې نشر کړي که څه هم هغه مواد د اړوند ادارې له مقاصدو څخه نه وي.

۵ـ د ټاکلې موضوع مواد په مختلفو ژبو ليکل او ژباړل:
د دعوت يا خپلې مدعی په مؤثره کولو کې يوه مهمه خبره داده چې خپله مدعی زياتو قومونو او ولسونو ته ورسول شي ، د دې لپاره لازمه ده چې د ټاکلې موضوع مواد په مختلفو ژبو وژباړل شي او په دې توګه تر مختلفو قومونو او ولسونو پورې ورسول شي.

۶ـ په مختلفو موضوعاتو جالبې ويډيوګانې او عکسونه جوړول او نشرول:
د اوسنۍ نړۍ زياته توجه تصوير ته اوښتې ده ، تصوير له حده زیات اهميت پيدا کړی دی ، حتی چې د کتاب ځای هم تصوير او انځور نيولی دی او لنډه داچې هرڅه په تصوير کې خلاصه کيږي ځکه خو د دعوت په بهير کې هم په اړونده موضوعاتو په جالب انداز او ښه کيفيت کې تصوير جوړول او نشرول زيات تاثير لري ، هغه که ژوندی تصوير يا ويډيو وي او که خاموش تصوير وي.

په اسلامي ټولنه کې له انځور څخه اوس هم کرکه کيږي او زيات علماء په دې نظر دي چې دا ټول حرام دي ، د تصوير په حرمت کې خبره نشته خو د برقي الاتو په شيشه باندې د ښکاره کېدونکي تصوير په اړه د علماء کرامو اختلاف دی چې آيا دا تصوير ګڼل کيږي کنه ؟ ، که تصوير وبلل شي هم خو بنا بر ضرورت او د هغو ګټو له امله چې په اوس وخت کې يې اسلام او مسلمانانو ته لري دا ضرور ده چې دغه برخه ښه غني کړل شي او د باطل د مخنيوي لپاره په خلاص لاس وړاندې کړل شي.

۷ـ د وخت او حالاتو د جريان مطابق ښه مواد خپرول:
وروستۍ خبره زما په ذهن هغه داده چې د وخت او حالاتو د جريان مطابق نوي او تازه مواد په ښه توګه راټول او نشر کړل شي چې په دې سره د دعوت کونکو په دعوت کې ښه پوره اثر لويږي ، نړيوال د روانو حالاتو مطابق نويو موادو ته سترګې په لار وي او زيات يې خوښوي ، ژر تاثر هم ترې اخلي نو ځکه خو اسلامپاله دعوتګرانو ته ضرور ده چې د خپل دعوت د مؤثر کېدو لپاره روان جريان د خپل مقصد مطابق نړۍ ته وړاندې کړي او اعظمي استفاده ترې وکړي.

والسلام

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x