افغانستان

د امریکا ملي امنیت شورا: د عسکرو تر را ایستلو وروسته د افغانستان د حالت په وړاندوینه نشي کېدای

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۳۰ وری، ۱۴۰۰ل): له افغانستانه د امریکایي او ناټو عسکرو د ایستلو له پرېکړې سره هم مهاله د امریکا د ملي امنیت شورا سلاکار ویلي، چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته د یاد هیواد د حالت په اړه وړاندوینه نشي کېدای.

جیک سیلوان له سي اېن اېن تلویزون سره په خپله تازه مرکه کې ددې پوښتنې په جواب کې چې د بهرنیانو تر وتلو وروسته به طالبان د بشپړ افغانستان په نیولو وتوانېږي که نه؟ ویلي، چې له افغانستانه د امریکايي او ناټو ځواکونو تر وتلو وروسته د یاد هیواد د حالت په اړه هیڅ ډول وړاندوینه نشي کېدای او دا ویل کېدای نشي چې طالبان به د بشپړ افغانستان په نیولو ونه توانېږي.

نوموړي وړاندې زیاته کړې، چې امریکا او ناټو په افغانستان کې دولتي عسکرو ته په ښه ډول روزنه ورکړې او نږدې اووه کاله وړاندې یې له افغانستان څخه د دفاع مسئولیت هغوی ته سپارلی دی، چې په راتلونکې کې به هم مرستې ورسره دوام وکړي.

دده به خبره، د سپتمبر میاشتې له یوولسمې نېټې وروسته به امریکا په افغانستان کې نظامي حضور ونه لري؛‌ ځکه دده په اند، په افغانستان کې د امریکا له لوري غوره شوي اهداف پوره شوي‌ او د اسامه د وژل کېدو تر څنګ القاعده هم‌ په افغانستان کې ځپل شوې ده.

د امریکا د ملي امنیت شورا سلاکار پورتنۍ څرګندونې یوه اوونۍ وروسته له هغه دي، چې امریکا او ناټو له افغانستانه د سپتمبر میاشتې تر یوولسمې نېټې د ټولو عسکرو د ایستلو اعلان وکړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Adam Khan
Looks like you are running away forever.  Are you running away forever?  
No, please don't do that, please. You could stay 20 more years with us.  
You could enjoy Shinwary Balti, Nann, Korma, Qabli, Mantho, and the best
of all Chapli Kebabs with GANDANAH. I miss my Shinwari Balti so much.
الحاج استاذ بیانزی

د امریکا اصلی هدف په افغانستان کی د اسلامی نظام مخنیوی وو، هو دا شل کاله هیواد د امریکا او ناتو مستعمره وو اسلامی نظام څه چه د هغوی دموکراتیک یا بل هر نظام پکی نه وو ، د فساد، ګډ‌وډیو، د نشه توکو تولید ، او قاچاق، بی حیایی ، غلا ، دروغو او درغلیو نظام حاکم وو ، مستعمری سره دا هر څه او تر دی هم زیات ملتیا لری غیر عادی خبره نه ده د دوی دا خبره چه دوی له خپلو موخو د بریاوو سره هیواد ته ګرځی او هغه موځی یی د القاعده مشر وژل… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x