افغانستان

هلمند: له دریو ورځو راهیسې په څاه کې بند ماشوم ژوند بایللی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۳۰ وری، ۱۴۰۰ل): د هلمند ولایت په سنګین ولسوالۍ کې له تیرو درې ورځو راهیسې په یوې ژورې برمې څاه کې لویدلی ماشوم له ډیرو هڅو وروسته هم ونه ژغورل شو او ژوند یې بایلود.

ځايي سرچینې وايي، درې ورځې وړاندې (شنبه، ۲۸ وری، ۱۴۰۰ل) د سهار په اتو بجو په سنګین ولسوالۍ کې یو څلور کلن ماشوم چې د څو خویندو یوازینی ورور ؤ، د یوې ژورې برمې څاه ته ولویدو او د برمې په ۱۶ مترۍ کې بند پاتې شو، چې د نوموړي کورنۍ او د سیمې اوسېدونکي یې په ژغورلو کې ناتوانه شول او له مرکزي حکومت او ودانیزو شرکتونو څخه یې مرسته وغوښتله.

ویل کیږي چې تیره ورځ ناوخته د پریمیر ودانیز شرکت لخوا د درنو ماشن آلاتو په ذریعه لومړی په برمې د ماشوم د لاندې تللو مخنیوي لپاره موانع ایجاد شول او له ډیرو هڅو وروسته نن له غرمې وړاندې د ماشوم په را ایستلو بریالي شول.

د سیمې خلک وايي، له را ایستلو وروسته که څه هم ماشوم بیداره ؤ؛ خو داچې د بدن داخلي نظام یې سخت ځپل شوی ؤ، په روغتون کې یې د زیات وخت لپاره ژوند پاتې نه شو او وفات شو.

ځايي خلک له مرکزي حکومت څخه د شکایت په دود وايي، چې په تیرو ۷۲ ساعتونو کې د هلمند ولایت د بیړنیو چارو ریاست او نه هم له مرکز کابل څخه کوم چارواکي ددغه ماشوم د ژغورنې په موخه اقدامات ترسره نه کړل او نه یې هم هلته د ژغورنې کوم ټیم ورلیږلی، د کومې له امله چې په حکومت د خلکو باور نور هم کمزوری شوی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

تر هغو چی داسی یو جنګی حالت پدی ملک کی روان ټول بشری او انسانی ارزښتونه به د پښولاندی کیږی. خلکو ته به معمولی طبی اړتیاوې نه مهیا کیږی. مسؤل هم حکومت دی او هم طالبان چی خپلو منځو کی لکه ### جنګونه کوی او ټول خدمات په ټپه ولاړ دی. د نوری نړی خلک ژوند کوی مونږه مدافعین د اسلام یو خو ټول مریضان او وږی تږی. داسی ماشومان هر ورځ وژل کیږی لږ فکر پکار ده درست او منطقی. زه فکر کوم چی ژوند مهمه ده که مونږه انسانان نه یو دا دین او مذهب چی هر ورځ… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی

د غلامی او خپلواکی توپیر هم دا چه خپلواک هیواد کی خپلواک حکومت د ملت د مور او پلار حیثیت لری مور و پلار د ټولو ساتنه او څارنه کوی، زموږ هیواد د یوه په ځای ۴۸ ځناورو اشغال کړی غلامه اداره یی پری تپلی او هغه یی څو ځلی ویشلی او هر اړخ ته اشغلګرو دستور او قومانده ورکوی نو جیبو ډکولو په غم کی دی ، طالب مجاهدین یی په ضد جنګیږی چه خبلواکی ترلاسه او اسلامی حلکومت جوړ کړی له هغه وروسته ورته حکومت ویل کیږی اوس غلامه اداره ده که هغه وخت هم داسی بی غوری… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x