ورزش

ویلیمسن او وارنر هم له افغان لوبغاړو سره روژه نېولې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۳۰ وری، ۱۴۰۰ل): د هند غوره لیګ سیالیو پرمهال د سنرایزرز حیدر اباد لوبډلې مخکښ لوبغاړو کین ویلیمسن او دیوید وارنر له افغان لوبغاړو سره یوځای روژه نېولې وه.

راشد خان د ټولنیزو رسنیو پر مشهورې شبکې انسټاګرام یوه ویدیو خپره کړې، چې نوموړی وایي دوه نامتو لوبغاړو له دوی سره نن روژه نېولې وه.

نوموړی په دغه ویدیو کې د سنرایزر لوبډلې له لوبډلمشر دیوید وارنر د روژې په اړه پوښتنه کوي، هغه یې په ځواب کې وایي: «روژه ښه تېره شوه خو ډیر وږی او تږی وم او حلق مې وچ شوی و».

راشد خان په یاده ویدیو کې کین ویلیمسن هم د روژې د حالت په اړه پوښتي، چې هغه هم خوښي څرګندوي.

راشد خان چې دغه ویدیو یې د خپل انسټاګرام حساب پر سټوري خپره کړې وایي، نن دوه افسانوي لوبغاړو له موږ سره روژه ونېوله او ددوی سره روژه ماتي کولو ښه خوند وکړ.

باید وویل شي، په هند غوره لیګ سیالیو کې محمد نبي، راشد خان او مجیب الرحمن د سنرایزرز حیدر اباد لوبډلې له لوري لوبیږي، چې تر اوسه یې یوه لوبه هم نه ده ګټلې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عظيمی

دوی روژه نه وه نيوله بلکه د خوراک او څښاک يي ځان لري ساتلی وو۔

الحاج استاذ بیانزی

عظیمی صاحب ! غوشتل می چه ستاسی نظر زه هم ولیکم ستا تبصره تاییدوم او زیاتوم چه : روژه نه خوراک او نه څښاک ته نه وایی له روژی نیولو د مسلمانیدو اړه ده او له مسلمانیدو وروسته د روژی نیولو لفظی او عملی نیت اړه ده هغه مسلمان باید د روژی نیولو په ماهیت پوه شی چه روژه څه مادی او معنوی ګټی لری. مګر دغه ویدیو کی همدا زیاته ویل کیږی چه موږ ډیر وږی، تږی او حلقونه مو وچ شوی وو ډیره سخته وه نور کفار که دا اوری او عملی بڼه کی وینی د روژی له… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x