
د صحت په جامو کې د استعمار زهر…!
ډاکټر احرار
نه پوهیږم د هیواد کوم ناورین ته و ژاړو، جنګ، اشغال، ړوند بمبار، اخلاقي او اقتصادي فساد که د تعلیم او تر بیې نشتون، پردي فرهنګ او پرديپال چارواکي، جغرافیایي ستونزې د همسایه ګانو له لوري د مهمو ستراتیژیکو سرحدي نقطو قبضه کول، د روغتیایي اسانتیاو نه لرل دا ټول هغه ناورینونه دي چې ولس مو له تیرو څلورو لسیزو ورڅخه کړیږي…
تر ټولو بده لا داده چې یادې ځینې ستونزې د مسلکي کدرونو د نشتون له کبله بلکل په ستونزو کې نه شمیرل کیږي او یا د پردیو د ګټو محافظین ورته پرتوګ ګنډي.
په ټوله کې د حل لاره د یو منظم اسلامي حکومت منځ ته راتلل دي چې ټول افغانان ورته سترګې په لاره دي.
د خپل مسلک له امله ځان مکلف ګڼم چې د هیواد ناروغ حالت له صحي اړخه وڅیړم او په پای کې ورته د حل لارې هڅه وکړو.
زموږ هیواد په وچه کې محصور هیواد ده، نړۍ ته نه لاس رسی او مسلسلو جنګونو له امله مو هرڅه له لاسه ورکړي دي، د تعلیم او تربیې، لوړو زدکړو ترڅنګ، تجارت، سیاست، صنعت هرڅه مو دریم لاس او په سوال دي، زما یاد دي د طالبانو د اسلامي امارت په لومړي کانکور کې مې برخه واخیسته معالجوی طب ته بریالی شوم، د پوهنتون اکثره استادان د هزاره تنظیمونو د واکمنۍ او پنجشیري زورواکو په عطایي ډول مقرر شوي و، علمي ځیراکت یې له نشت سره حساب و، چا روسيې او بل ایراني پخواني لکچر نوټونه دري ته په غیر معیاري ډول ژباړلي و مبتدا او خبر یې نه سره معلومیدل.
اکثره طبي قوانین اوس د نړیوال طب له قاموس نه وتلي یا تجدید شوي و ولې موږ یې بیاهم هغه زاړه او ناچله تشریحات لومړی پښتو ته ژباړل او بیا لوستل.
د امریکایی اشغال له کبله د سټاژ دوره یا hous job ما د پاکستان د کوټې ښار په بولان میډیکل کمپلکس ( BMC ) کې ترسره کړ، زما یاد دي د داخله شیف ډاکټر ظاهر خان مندوخیل په وارډ کې د داخل مریض سرته رانه د لو تبې یا typhoid diagnostic symptomse تشریح وغوښته یا د محرقې د تشخیص او علائمو په بیانولو کې یې ودرولم او ځیر ځیر یې راته وکتل. بلا فاصله یې د عمر او د فراغت کال راڅخه وپوښت.
په جواب ورکولو سره یې د مریض بستر پریښود او د چوکۍ طرف ته ولاړ، له لږ سوچ او فکر وروسته یې راته وویل ډاکټره دا د تشخیص میتود له نن نه ۱۲ کاله وړاندې رد شوی او نور قابل د عمل نه دی، ته د کومې زمانې درسونه تشریح کوې؟
ماته خو خپله ستونزه معلومه وه، د خجالت له امله مې جواب بله ورځ د هیواد د جنګي حالت او پردي زاړه لکچر نوټونو په ښودلو ورکړ چې زما تر فراغت یوه نیمه لسیزه وړاندې د نړیوال درسي سیستم نه وتلي وو؛ ولې موږ ته بیا هم ستمیانو او پنجشیریانو درس کړي وو.
چې لیکنه مو اوږده نشي مقصود ته راګرځم زموږ د هیواد د روغتیایي چارو ټول سیسټم ناقص او له کاره لوېدلی دی، نه Qualified یا مستند ډاکټر لرو، نه یې دوا لرو، که متخصص ډاکټر ولرو پتالوجیسټ یا تشخیص د رنځ معلومونکی نلرو که دا هم ولرو رنځ تشخیص کړو متخصص دوایي ورته انتخاب کړي بیا په مارکیټ کې مطلوبه درمل نلرو، دا هغه ناخوالې دي چې په اړه یې باید د هیواد چارسمبالي ځان غرغړه کړي. تجار باید تجارت ته د عبادت په سترګه وګوري او هیواد ته د درملو په نوم زهر وارد نکړي. سیاسیون دې دغه موضوع له هم سرحده هیوادونو سره شریکه کړي او تقلبي یا غیر معیاري درمل دې د هغه هیواد په ډیپلوماتانو په زورہ وخوري تر څو مو د هیواد والو له روغتیا سره څوک لوبې ونکړي.
د ولس مشران ، علماکرام او ځوانان دې هم لاس په کار شي، له واکمن سره دې محاسبه وکړي ترڅو به مو مریضان د تورخم او چمن پل صراط په ګامو کوي او د زړه په وینو او خولو ګټلي له اولاد نه سپمولې روپۍ د هیواد غل تجار، کورسکي ډاکټر، د پنجاب پولیس او درملتون وال را څخه وړي او رنځ به مو رغیږي هم نه.
دا یو حقیقت دی چې افغانستان د نړۍ په کچه لومړی فاسد هیواد دی، ولې پاکستان او هند هم د پرمختللیو هیوادونو لست ته نه دی، رسېدلی، په اقتصادي او تجارتي چارو کې پاکستان، هند او بنګله دېش په فساد ککړ هیوادونه دي، بیاهم خپل ولس ته د نړیوال معیار سره سم درمل او خوراکي توکي برابروي، دوی هر یو یې د Dru quality contr اداره لري او د Drug law and legal defination قوانین لري چې له مخې یې سرغړونکو ته لازمه سزا ورکوي، یوازې زموږ بیچاره او بې سرپرسته هیواد دی چې نه خپل کوم لابراتوار لري او نه د قانون پیاده کونکي چې بنګله دیش هم د یو سیاسي فتوی په مقابل کې د خپلو ناقصو کمپنیو دوا زموږ هیواد ته رالیږي، پاکستان خو تل خپله ګوله زموږ له وجوده بیله کړې ده او زموږ نا اهله تجاران په کم کیفیت درمل لاهور کې جوړوي بیا یې هیواد ته راوړي.
د هیواد د روغتیا سیستم مو څلویښت کاله زوړ او له فعالیته لوېدلی دی، په غټو ښارو کې مو د نفوسو تناسب په نظر کې نده نیول شوی، هغه زړه د داؤد خان د وخت احصائیې مطابق روغتونونه دي چې د هغه وخت دوه چنده مراجعین ورته اړ دي.
د وسائلو به څه ووایم، د پاکستان د یوې ولسوالۍ په کچه د روغتون وسائل موږ په مرکز کې نلرو د ډیرو عادي معایناتو لپاره مو ولس مجبور ده چې د ویزې لپاره جلا مبارزه وکړي او بیا هلته د تللو بودیجه پیداکړي او بیا د الله تعالی په کرم بیرته هیواد ته ځان رارسوي.
د هرې ورځې په تېرېدو د اقلیمي بدلون، د جنګي حالت څخه زېږیدونکي عصبي او قلبي امراض، نړیوال متحرک وایرسونه د war injuries له کبله رامنځ ته شوي معیوبین، د ناسمې غذا له کبله د مور او ماشوم ستونزې، رواني حالت مو ورځ تر بلې ناروغان او د هغوی اړتیاوې زیاتوي او هیڅ بندوبست ورته نلرو، په کوردننه هم د غلو او متقلیبینو دوا خورو، که له هیواده د وتلو توان ولرو بیا هم هغو غلو ته رسد لرو، د کابل چارواکي د استعمار د لاس اله ګرځیدلي او د هغوی ورکړه نعمت ګڼي او هغوی د درمل په نوم زهر ورکوي تر څو د تل لپاره د استعمار رحم او کرم ته محتاج پاتې شو او زموږ روپۍ او د دوی اوږده جیبونه وي چې د ډکېدو نوم هم نه اخلي. استعمارګر همسایه هیوادونه مو تل مجبور ساتي چې تر څو هیواد ته په ورتلو او هلته په علاج کولو مو جلا جلا حلال کړي.
څه باید وشې؟
زموږ د ګوډاګي دولت شل کلنه دوره ټوله په اقتصادي او اخلاقي فساد کې تیره شوه، هیڅ یو نوی روغتون یې جوړ نکړ، پخواني روغتونونه داسې یو حالت ته رسیدلي چې د اپریشن کیټ سامان الات پخپله ډاکټران اخلي بیا علاج پرې کوي، دولت ته خو هیڅ امید نلرو، د ډالرو په باران کې یې څه ونکړل اوس په وچکالۍ کې خو خپله خیټه نشې مړولای یوازې ولس او طالبان دي چې د څه کولو وړتیا لري.
زما نظر داده چې طالبان دې چې اوس یې نظامي کمیسون د هیواد ۷۰ په سل کې خاوره تر خپل حاکمیت لاندې لري او د هیواد د ټولو سرحداتو نظارت کولای شي. د نظامي طب یا Mulitry medicin اداره دې فعاله کړي، د هیواد په داخل کې د دوا پروشانو او واردونکو سره دې د اشغالګرو او اربکیانو په څېر برخورد وکړي، سم دم قیودات دې ورته وضعه کړي، په سرحدونو کې دې د لابراتور وجود لازمي کړي، که دولت یې راوړي، که تجاران ترڅو هیواد ته د داخلیدونکي هر قلم دوا کیفیت معلوم کړي، د پس پاته هیوادونو د دوا پر واردولو دې پابندي ولګوي.
د پاکستان، هند او نورو هیوادو څخه دې یوازې company Multi national یا کثیرالملیتي کمپنیو دواو په تضمین وارد کړي. د لوړو زدکړو کمیسون دې د صحت په مختلفو شعبو لکه دوا سازۍ، معالجوي او تشخیصوي برخو کې دې کدرونه وروزي، طالبان دې په نړیوالو کانفرنسونو کې یادې ستونزې ته اولیت ورکړي او علمي بورسونه یا سکالرشیپونه دې پیدا او بیا مستحیقینو ته ورکړي.
همدا راز دې د نړیوالو په مرستو د زون په کچه روغتونونه جوړ او مجهز کړي تر څو د علاج ترڅنګ د روزنې مراکز هم و اوسي، د هم سرحده هیوادونو سفیران دې وګواښل شي تر څو یې له هیواه خیانت ونشي او په هیواد کې دې د جعلي دواو کاروباريانو ته سخته سزا ورکړل شي. د دغه ستر خدمت په ترسره کولو به مو هیوادوال له یوه سخت امتحان څخه ژغورلي وي.
د ټول ولس او طالب چارواکو څخه د لازمې پاملرنې په هیله
ڈاکٹر صاحب ستا ہرہ خبرہ د سروزرو پہ اوبو او د
زڑہ پہ وینو باید ولیکل سى،
او بیا د سترگو پر لیمو کشیژدل سى،
خو افسوس دلتہ ہر سڑئ د زان د گٹو سیاسون دئ،
کہ د زان پر زائ خبرہ د قوم او خاورى سوہ،
بیا بہ نہ پہ وچہ کى گیر پاتہ سے،
نہ بہ د جنگ ڈگر پاتہ سے،
بیا بہ احمد شاہى ہم وى،
امپراتورى بہ ہم وى،
د سیالانو د سیالئ او پیاوڑئ اقتصاد بہ ہم وى۔
احرار سیب خیر یوسی. زما اته کلنه غصه لا نده سړه سوی. زه هم لا دا خیال لرم چه که یو اسلامی او منظم حکومت راسی نو اول باید ډاکتران محاکمه کړی. هغوی دمرض تشخیص نسی کولای او هسی دعامو خلکو روپی غلا کوی. ایکسری او سکنونه کوی خو بیا هم د هغه څخه نتیجی نسی اخیستلای او له هغه سره سمه دوا نسی ورکولای. زه خو وایم چه که تالبان وکړی نو معیاری کلینیکونه دی دسمو ډاکترانو په لاس جوړ کړی. دا به نه تنها دکلیو خلک وژغوری بلکه په دښارونو کی به هم خلک دغلو ډاکترانو په ځای… نور لوستل »
سلامونه او ښی چاری محترم ډاکټر صاحب د هیواد و ستری فاجعی ته دی اشاره کړی ده هم دی له مسلکي اړخه او ورسره سیاسي اړخ روښانه کړی یقینا هیوادوال مو له سخت بشري ناورین سره مخ دي. غم داده چاته یې لیکی دولت خو کافر ده ففاسد او غل ده طالب کله په چاباور درلود اپریشن هم خپله کوې جنازه هم دی ورکوي د سنګین د ماشووم قضیه بوږنونکي ده چې دوی مسلکي انجینر نه درلود یایې وسائل نه درلودل په بل چایی باور نه درلود طالبان خپله مسلکي طبي پرسونل نلري که احیانا نادر کوم ډاکټر ولري اعتماد… نور لوستل »
احمدزی سیب، دخبرو له مخی لوی ماشینونه راوستل سوی وو چه طالبان یی مالکان نه ول. له دولت نه خلک سرخوږوی.
ماشاءالله ډیر خوندور لیکنه ډیر پام وړ موضوع ته دی کتنه کړی ده کاش چی ستا په شان دسوچ وړ ډاکټران لا نور هم زیات شی خوافسوس چی ډیر کم دی محترم ډاکټر صیب دا خبره په خلکو کې مشهوره ده چی ډاکټر اوملا دخلګو مور او پلار دی چی خلګ یې بلا تکلف هر څه و سره شریک کوی زنانه ستر تری نه کوی دپلار درجه ورکوی خو افسوس هغه ډاکټر چې معاشره ورته دپلار درجه ورکوی قصاب دی دخلګو وینی څښی دونمبره درمل ورکوې دمرض علاج به یو یا دوه قسمه ټبلیټ وي خو ډاکټر صیب یا فارمیسی… نور لوستل »
ثاقب صاحب ! ستاسی په دی خبره چه ملا او داکتر معاشره کی د مور او پلار حیثیت لرلو باندی لږه نوره رڼا اجوم چه اسلامی معاشره کی ولی د مورو پلار حیثیت لری او درناوی ورته کیږی: انسان له مادی او معنوی اصلیتو جوړ شوی ، مادی اصلیت یی د هغه ټول بدن دی دغه بدن د عبادت یا د معنویاتو د ترسره کولو او پوره کولو د پاره خلق شوی یعنی بدن یو الهی امانت دی د عبادت د پاره ورته ورکړ شوی د دغه امانت روغ ساتنه د هغه مسولیت دی که غفلت وکړی پوښتنه تری کیږی… نور لوستل »
ډیره مننه الحاج استاد بیانزی صیب چی ړڼا مو پری اچولی ده الله ج دی نور هم توفیق درکړی البته مانه نیمګړی پاتې شوی وو دپیشلمی وخت وو ځکه ښه مفصله می بیان نه کړه تاسو نه مننه