افغانستان

بدخشان کې د نښتې پرمهال ۱۴ دولتي عسکر وژل شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۳۱ وری، ۱۴۰۰ل): ځايي چارواکو د بدخشان ولایت په زیباک ولسوالۍ له طالبانو سره د نښتې پرمهال د ۱۴ دولتي عسکرو د وژلو خبر ورکړی دی.

د بدخشان د امنیه قومندانۍ ویاند ثناء الله روحاني وايي، طالبانو تیره شپه لس بجې د زیباک ولسوالۍ په «سرشخ» سیمه کې پر یوې امنیتي پوستې برید کړی، چې جګړې د سهار تر درې نیمو بجو پورې دوام کړی.

که څه هم د بدخشان امنیه قومندان په دغه نښته کې د ۸ عسکرو د وژلو خبره کوي؛ خو یوې بلې امنیتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط رسنیو ته ویلي، په دغې نښته کې ۱۴ عسکر وژل شوي او د سقوط شوې پوستې ټول مهمات هم طالبانو له ځانونو سره وړي دي.

د برید مسئولیت طالبانو په غاړه منلی. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، د زیباک ولسوالۍ په «سرای محمدجان» کې د دولتي عسکرو هغه دوه پوستې له منځه وړي چې د ملکي خلکو د ځور سبب وې.

باید وویل شي چې طالبانو تردې وړاندې د دولتي عسکرو په هغو پوستو او مرکزونو د بریدونو خبرداری ورکړی ؤ، چې د ملکي خلکو په کورونو او عامه تأسیساتو توپونه او هاوانونه ولي او د ملکي خلکو د ځور سبب ګرځېدلې  وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Adam Khan
TORRI WAHA BARRY BA MOOMI

KA BARRY NA WI TALIB TAL JANAT TA ZEENNAH


Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x