روغتیا

تېره میاشت افغانستان کې د کرونا مثبتې پېښې دوه چنده زیاتې شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۳۱ وری، ۱۴۰۰ل): د روغتیا وزارت چارواکي وایي چې په تېره میاشت کې د کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۵۰ سلنه لوړ شوی دی.

د روغتیا وزارت مرستیال ویاند میرویس علیزي رسنیو ته ویلي چې په تېره میاشت کې په کابل، ننګرهار، هلمند او یو شمېر نورو ولایتونو کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې ډيرې شوي دي.

د ښاغلي علیزي په وینا، تېره میاشت هره ورځ د کرونا شاوخوا ۳۰ کسان په کرونا اخته کېدل، چې دغه شمېره روانه میاشت ۶۰ او له دې زیاتو کسانو ته لوړه شوې ده.

د عامې روغتیا وزارت مرستیال ویاند وایي، که څه هم په هېواد کې د کرونا پېښې زیاتې شوي خو ښاریان د وزارت لارښوونې او غوښتنې په پام کې نه نیسي، کوم چې د ماسک کارول، په صابون او اوبو د لاسونو پریمنځل او نورې سپارښتنې دي.

دا په داسې حال کې چې د نړۍ په کچه په ځانګړي ډول په هندوستان کې د کرونا ویروس مثبتو پېښو اندېښمنونکی حالت رامنځته کړی او روغتونونه د ناروغانو د ساتلو له کمښت سره مخ شوي دي.

دغه راز په ګاونډي هېواد پاکستان کې هم په ورځني ډول له ۵۰۰۰ زیاتې پېښې ثبتیږي او شاوخوا ۱۰۰ کسان خپل ژوند له لاسه ورکوي، د یاد هېواد د روغتیا وزارت په وینا په تېرو څلورویشت ساعتونو کې ۵۱۵۲ مثبې پېښې ثبت او ۷۳ کسان مړه شوي دي.

په افغانستان کې تېره ورځ یو زرو ۸۷۴ مشکوکې پېښې معاینه شوي چې له کبله یې ۱۰۵ کسان په کرونا اخته شوي، ۶ ناروغان مړه شوي دي، او ۵۲ نور بېرته ښه شوي دي.

د رسمي شمېره له مخې په دې سره د مثبتو پېښو شمېر ۵۷ زره ۸۹۸ ته رسېدلی، په داسې حال کې چې ۲ زره ۴۵۴ ناروغانو خپل ژوند له لاسه ورکړی، او ۵۲ زره ۱۶۸ بېرته روغ شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x