ورزش

د فوټبال جلا «اروپایي سوپر لیګ» او پر وړاندې یې د نړیوالو سخت غبرګونونه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۳۱ وری، ۱۴۰۰ل): د نړۍ یو شمېر مشهور کلبونه له تېرو دوه کالونو راهیسې غواړي د اروپا اتلانو لیګ (UEFA) پر وړاندې د فوټبال داسې لیګ وړاندې کړي چې ددې څخه ترلاسه شوې زیاتې پيسې یې کلبونو ته ولاړې شي.

د «اروپایي سوپر لیګ» مشر تازه اعلان کړی چې یاد لیګ کې د نړۍ ستر مشهور کلبونه ګډون کوي او دا به د فوټبال نړۍ ته نوی روح ورکړي.

په دې تړاو د نړۍ مشهورو ۱۲ کلبونو په سوپر لیګ (European super league) کې د ګډون پریکړه کړې ده، په دې کې د هسپانیا درې کلبونه (ریال مدرید، برسلونا او اتلاتیکو مدرید) شاملې دي. دغه راز د ایټالیا درې کلبونه (ای سي میلان، انټر میلان او یوونتوس) لوبډلې، او د انګلستان شپږ لوبډلې (ارسنل، لیورپول، مانچسټر سیټي، مانچسټر یونیټډ، چیلسي او هاټسپر ټوتنهام) ګډون کوي.

تر دې دمه په دې لیګ کې د بایرن مونشن او پاریس سان جرمان په ګډون هیڅ یوې المانۍ او فرانسوي لوبډلې د ګډون پریکړه نه ده کړې. خو په یاد لیګ کې درې نورو سترو کلبونو ته اړتیا ده او ۵ کلبونه به د وړتیا له لارې لار مومي، چې په ټولیز ډول به ۲۰ کلبونه ګډون کوي.

د یاد نوي لیګ اداره باور لري چې سوپر لیګ به د سیالیو پرمهال لوبډلو ته د لا زیاتو لوبو زمینه برابره کړي، په داسې حال کې چې چمپينز لیګ کې لوبډلې یوازې محدودې لوبې ترسره کوي، او ډیر په سخته یوه لوبډله کولی شي دوهم پړاو ته لار ومومي.

خو بالعکس د اروپا اتلانو لیګ (چمپینز لیګ) ادارې دغه ګام سپکونکی بللی او ګواښ یې کړی، هر هغه لوبډلې او لوبغاړي چې په یاد لیګ کې ګډون کوي، د چمپینز لیګ او په نړیوال فوټبال (فیفا نړیوال جام او نورې نړیوالې سیالۍ) کې له خپلې ملي لوبډلې له لوبېدو منع شي، او وبه نشي کړی د خپل هېواد استازیتوب وکړي.

نږدې یوه ورځ وروسته له هغې چې په سوپر لیګ کې د نړۍ ۱۲ سترو کلبونو د ګډون اعلان وکړ، د اروپا اتلانو لیګ ادارې عاجله ناسته کړې، چې په پایله کې نوی لیګ په سپورتي او سیاسي کچه وغندل شو.

د چمپینز لیګ مشر وایي، موږ لا هم د خپل قانوني ټيم سره ارزونه کوو، خو په دې تړاو به چې موږ څومره وکولی شو بندیزونه ولګوو، «زما نظر دادی هر څومره ژر چې امکان لري هر هغه لوبډلې او لوبغاړي چې په دغه لیګ کې ګډون کوي زموږ په سیالیو کې له بندیزونو سره مخ شي».

نوموړی وایي: «اړوند کلبونه به په کورني، اروپایي او نړیواله کچه په نورو سیالیو کې د لوبې کولو څخه منع شي، او د دوی لوبغاړي د خپلو ملي لوبډلو له استازیتوب څخه هم منع کیدی شي».

د چمپینز لیګ اداره باور لري چې یادې لوبډلې د لالچ له امله نوي لیګ کې د ګډون په موخه هڅول شوي دي، «دغه اداره د هغه سپکاوي او د ځان خدمت کولو وړاندیز پر وړاندې متحد ولاړه ده».

پر اروپا اتلانو لیګ له اوږدې مودې راهیسې تور پورې کېده چې سترو لوبډلو لپاره هر کال ځایونه تضمین کړي او د لوبو تعداد زیات کړي، د چمپینز لیګ ادارې اوس منلې چې دوی به له ۳۲ څخه لوبډلې ۳۶ ته پورته کړي او هره لوبډله به وکولی شي په ګروپي سیالیو کې لس-لس لوبې وکړي، دغه راز به د شپاړسم پړاو څخه وړاندې د پلی آف پړاو هم زیات کړي.

د راپورونو له مخې په اروپا کې د فوټبال چارواکي، سیاسیون او د مینوالو سازمانونو له لوري د یاد لیګ پر وړاندې سخت غبرګون ښودل شوی او وایي چې دوی د کوچنیو کلبونو شتمني او ځواک ساتي، په دې تړاو د انګلستان لومړي وزیر بوریس جونسن او د فرانسې ولسمشر ایمانویل ماکرون هم یاده پریکړه غندلې ده.

سترو لوبډلو ته په یاد لیګ کې د ګډون یوه ځانګړتیا دا هم ده چې په مسلسل ډول به دغه لیګ کې هر کال خپل ځایونه تضمینوي، خو برعکس چمپینز لیګ کې لوبډلې په کورنیو لیګونو د وړتیا له لارې دغه لیګ کې ګډون لپاره لار مومي.

په یاد لیګ کې شاملې لوبډلې به (۴.۱۹ ملیارده ډالره) په زیربنایي پروژو او د کوویډ-۱۹ ناروغۍ اغیزې سره د مقابلې لپاره ولګوي، دغه پيسې په لوبغاړو د مصرف کولو لپاره مختص شوي نه دي.

داسې ویل کیږي چې د اروپا اتلانو لیګ سږکال سیالیو نیمه پایلوبو ته لار موندنې لوبډلې ریال مدرید، پاریس سان جرمان او چیلسي په سوپر لیګ کې د ګډون له کبله له یادو سیالیو بهر شي، خو په دې اړه به رسمي پریکړه وروسته کیږي.

د فوټبال نړیوال فدراسیون د سوپر لیګ پېل او د اروپا اتلانو لیګ د غبرګون په اړه څه نه دي ویلي، خو پخوا یې داسې څرګندونې کړي چې لوبغاړي حق لري په هر ډول لیګ کې ولوبیږي او ددې سربېره نړیوالې لوبې هم ترسره کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x