افغانستان

اسټرالیا: د روان کال تر پایه خپل عسکر له افغانستانه وباسو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۳۱ وری، ۱۴۰۰ل): د اسټرالیا لومړی وزیر وایي، د روان میلادي کال تر پای ته رسېدو پورې خپل ټول عسکر له افغانستانه وباسي.

اسټرالیايي رسنیو د سکاټ موریسن له خولې ویلي، چې اسټرالیا به د روان میلادي کال تر پای ته رسېدو پورې ‌خپل پاتې اتیا تنه عسکر له افغانستانه وباسي‌ او په دې توګه به په افغانستان کې خپل نظامي حضور ته د پای ټکې کښېږدي.

دغه پریکړه یوه اوونۍ وروسته له هغه ده، چې د امریکا متحده ایالاتو او ناټو د روان میلادي‌ کال تر سپتمبر میاشتې پورې له افغانستانه د ټولو عسکرو د را ایستلو ګډ اعلان وکړ.

اسټرالیايي پوځیانو د ناټو سازمان تر چتر لاندې دوې لسیزې په افغانستان کې نظامي ماموریت ترسره کړ، چې زیاتره پوځیان یې د ولسي وګړو په وژنو او جنګي جرمونو کې ښکېل وبلل شول.

د اسټرالیایي رسنیو وروستۍ موندنې ښيي، چې د یاد هیواد ځانګړو ځواکونو په افغانستان کې د ماموریت په مهال څلوېښت تنه ولسي بې وسلې افغانان وژلي‌ دي.

اسټرالیا که څه هم د خپلو عسکرو د جنګي جرمونو له امله له افغانانو بښنه وغوښته او ژمنه یې وکړه، چې په جنګي جرمونو کې ښکېل عسکر به د عدالت مېز ته را کاږي، خو لا هم په دې برخه کې د پرمختګ خبر نه دی ورکړل شوی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندی

دا د خوګ په غوښو لوی شوي یرغلګر دومره ګیچ او سربداله دي چې له ټولې ماتې او افتضاح سره سره بیا هم د مې میاشت نه فهموي او د سپتامبر او ډیسامبر سازونه کوي.

د دوی په شناختو یادګاري خدای خبر څه به لیکي!
چې دا د کوم ملت په لاس دغه انجام ته رسي!؟

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x