شعـــــرونه

عمل دې سم کړه مسلمانه وروره/ زهاد

تپاند زهاد

عمل دې سم کړه مسلمانه وروره
ګناه نور پرېږده قدردانه وروره

ځان په سنتو برابر کړه ګرانه
کړه پيروي د پاک قرآنه وروره

مرګ دی راتلونکی بيا ارمان به کوې
پاتې له تانه دا جهانه وروره

د قبر تورې تيارې کړه در په ياد
د غفلت خوب پرېږده نادانه ورور

د پيغمبر په مسير سم شه روان
کړه بنده ګي د پاک سبحانه وروره

فسق و فجور څخه ځان لرې ساته
ځان دې ساته له لوی شيطانه وروره

سر په سجده شه مغفرت وغواړه
رب دی بخښونکی مهربانه وروره

تپاند زهاد درته کوم دا منت
زارۍ مې واوره په ما ګرانه وروره

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x