نړۍ

د لاهور لس ساعته جګړه پای ته ورسېده

نن ټکی آسیا (پنجشنبه، چنګاښ ۲۶مه ۱۳۹۳): د پاکستان په مهم ښار لاهور کې د نواز شریف کور سره په یو نیم کیلومترۍ کې د امنیتي ځواکونو او وسلوالو تر منځ د لسو ساعتونو راهیسې جګړه روانه وه، چې لږه شېبه مخکې پای ته ورسېده.

امنیتي  چارواکي وايي چې په دغه لس ساعته جګړه کې دوه امنیتي عسکر وژل شوي او ۷ نور ټپیان دي.

د دوی په وینا په برید کې يې ۲ وسلوال وژلي او یو يې په ټپي حالت کې نیولی دی.

د لاهور د پولیسو یو مشر نواز مروت وايي چې دشپې مهال دوی ته راپور ورکړل شو چې په یوه کور کې څو تنه وسله وال پټ دي، دوی چې سیمې ته د دوی نیولو پسې ولاړل، د سخت مقاومت سره مخ شول.

د مروت په وینا د وسلوالو د مقاومت وروسته دوی نور ځواکونه راوغوښتل. مروت زیاتوي چې وسله وال په سپکو او درنو وسلو سمبال وه. دوی په امنیتي ځواکونو ۳ راکټه هم وویشتل.

تر دې مهاله د برید مسئولیت چا په غاړه نه دی اخیستی.

د یادونې وړ ده چې د برید ځای سره په یو نیم کیلومترۍ  کې د پاکستان د لومړي وزیر نواز شریف او د پنجاب اعلی وزیر شهباز شریف او نورو لوړ پوړو چارواکو کورونو دي.

دغه بریدونو په داسې حال کې کیږي چې پاکستان په شمالي وزیرستان کې پوځي عملیات ورځ تر بلې غزوي.

د شمالي وزیرستان د عملیاتو له امله تقریبا یو میلیون پښتانه بېځایه شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x