
د روژې په دریمه رامنځته شوې، د اسلام د تاریخ مهمې پېښې
حماد افغان شېرزاد
تاریخ موږ له ډېرو کیسو خبروي، د ځنځیر په څېر مو د لومړي او ورپسې قرنونو پورې تړي. موږ باید تاریخ ولولو او پکې د پرتو درسونو او تجربو څخه ګټه واخلو.
د روژې په دریمه زموږ په تاریخ کې ډیرې پېښې رامنځته شوې دي، ځینې په لاندې ډول مختصرا ولولئ.
د ۲هجـ کال د روژې په دریمه د اسلام ستر پیغمبر محمد د خپل لښکر سره د مدینې منورې نه د بدر تاریخي پر لور روان شو، تر څو هلته د اسلام د تاریخ لومړنۍ معرکه پخپل قیادت کې پر مخ بوځي.
د ۱۱هجـ کال د روژې په دریمه د محمد عربي لور مبارکه فاطمة الزهراء رضي الله عنها د دارالفناء څخه د دارالبقاء پر لور رحلت وکړ، فاطمة رض د علي ابن ابي طالب رض بي بي او د حسنین مور وه.
د ۳۷هجـ کال د روژې په دریمه د مسلمانانو د خپل منځي اختلاف خاتمه وشوه، کوم اختلاف چې د عثمان رض د شهادت وروسته د علي او معاویة رضي الله عنهما تر مینځ پیدا شوې وو او تر څنګ یې د خوارجو د اقبحې او لعینې فتنې، چې اسلام او مسلمانانو ته یې د تاریخ په اوږدو کې ډېر لوې او ستر زیانونه واړول ظهور هم وشو.
علي رض د خپل طرف نه ابوموسی اشعري او معاویه رض د خپل طرف نه عمرو بن العاص ثالثین وټاکل او دوی بیا فیصله وکړه او اختلاف ختم شو.
د ۳۵۰هجـ کال د روژې په دریمه د اندلس د اموي خلافت په مسند د خلیفه عبدالرحمن الناصر ځوې الحکم چې په مستنصربالله سره مشهور وو کیناستلو، د نوموړي په دوره کې مسلمانانو هلته ستر اجتماعي کارونه ترسره کړل، سترې سترې جامعې جوړې چې تقریبا ۲۷ ته یې عدر رسیږي، نوموړي د ۳۶۶هجـ کال د ۶۳کلونو په عمر وفات شو.
د ۵۸۶هجـ کال د روژې په دریمه صلیبیانو د فلسطین د عکه ښار محاصره کړو، چې پخپله د دوی په ماتې تمام شو.
دا لړۍ دوام لري..