ټولنیزه برخه

‏انقلاب او مدرسه

حبيب حقيار

په اسلامي نړۍ خصوصاً افغانستان کې د بدلون او تغير مهمه سرچينه مدرسه ده او د ټولولو مذهبي بدلونونو او انقلابونو منبع ګڼل کيږي.

انقلاب که د جهاد او خپلواکۍ ده او که انقلاب د دعوت تبلیغ ده دواړه مدرسې راوستل.

مدرسې امت ته ملا، قاري، مبلغ، شيخ الحديث، شيخ القرآن، مجاهد، ملا عمر او نورې انقلابي هستۍ ورکړې او ورکوي يې.

مدرسې امت ته مولانا محمد الياس او مولانا عبدالوهاب ورکړل او د دعوت تبليغ انقلاب هم مدرسې راوست.

که مدرسه وي قرآن، حديث، ايمان، شريعت، رسالت، تبليغ، لمونځ، زکات، حج، ميراث، روزه، دعوت تبلیغ، سخاوت او جهاد به وي.

خلک په ځمکو، ډيرانونو، ځنګلونو، پولو او پټيو ځانونه وژنې خو د اسلام، قرآن او مدرسې لپاره ملتونه قرباني ورکوي.

يو عالم وايي: چې يوه ورځ چا راته وويل ملا نه منم! ما ترې پوښتنه وکړه چې ملا په دوه ډوله ده.

يو ويده ملا دی يو ويښ ملا چې ته کوم يو نه منې؟

ويده خو هغه عالم ده چې تبليغيان په څلورو مياشتو او کلونو کې هر وخت دا خبره کوي چې د عام انسان د عبادت څخه د عالم خوب بهتره دَى.

نو چې د ويده عالم دا مقام دی نو د ويښ انقلابي او رباني عالم مقام به څومره لوړ وی. والله عالم.

بادام دوه عادي قسمونه لري:
1. مټکور بادام چې په پخه ځمکه تيږه ورته ونيسي هم په آسانه نه ماتیږي.

2. هغه بادام چې خوله يې خلاصه وي او په نرخ کې هم ګران بيه وي. د عالم مثال د خوله خلاصي بادام ده چې امت ته انقلاب او خپلواکي ورکوي.
همدغه عالم امت ته مدرسه ورکوي.

يوه جالبه واقعه!
يوه ورځ يوې مدرسې ته چنده کيده، نو د کلي يو ملک خپله څپلۍ د چندې په کټ کى واچوله.
هغه طالب چې چندې ته ولاړ وه په نا اميده او مات زړه خپل عالم يا د جماعت ملا ته ورغى او ورته يې وويل چې فلاني ملک داسې کار وکړ او زمونږ د مدرسې بي عزتي يې وکړه.

عالم ورته وويل چى دا څپلۍ واخله او موچي ته ولاړ سه، په موچى څپلۍ پرزه پرزه کړه او بيا يې پرى خرڅه کړه.

بعد له هغې پري يو ګيلاس واخله او زمونږ د چندې د کټ ترموز سره يې کيږده چې خلک پکې اوبه و څښي او اجر يې ملک ته ورسي.

که دا څپلۍ د پوليسو موټر او يا يوه دفتر ته وغورځول شي نو د الله په کرم به ژوندۍ پاتې شوه.

نو مدرسه ملت ته داسې علما ورکوي چې هغه ستا څپلۍ او بې عزتي هم قبلوي او ستا د نجات او مغفرت غم خوري.

لنډه دا چې انقلاب د مدرسې برکت دی کنه نن به خپلواکي او غلامي سره مساوي ول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x