شعـــــرونه

جنجال راته جوړ نکې/ شکن خروټی

شکن خروټی

ځه نه یې غواړم، نه کنه، رومال راته جوړ نکې
په چم کې به رسوا شمه جنجال راته جوړ نکې

هو، زه پردی سړی یم، نوم مې مه لیکه په رغوي
ګناه راته ونه ګورې، وبال راته جوړ نکې

قربان بلۍ دې ړنګه ده ضرور سترګې در اوړي
تر هغو به ګناه کړم چې دېوال راته جوړ نکې

اوږده اوږده باڼه له کبره مه نیسه اسمان ته
ستا کبر به مې خواره کړي، زوال راته جوړ نکې

قربان ابراهیمي مینه مې نشې ازمویلی
چې اور دې راته بل نه وي او ټال راته جوړ نکې

شکنه ښاپېرۍ یم د الهام نیوای مې نشې
چې څو د غزل دام د غزل جال راته جوړ نکې

شکن خروټی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x