نړۍ

د پاکستان پارلمان ته د فرانسوي سفير د شړلو لپاره قراداد وړاندې کيږي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۳۱ وری، ۱۴۰۰ل): د پاکستان د کورنيو چارو وزير شيخ رشيد احمد ويلي، چې د فرانسوي سفير د شړلو لپاره نن پارلمان ته قراداد وړاندې کيږي او په مقابل کې به يې تحريک لبیک ګوند په ټول هېواد کې پرلتونه او لاريونونه پای ته رسوي.

شيخ رشيد په خپل ټويټر حساب په خپره کړې ويډيو کې ويلي، چې د حکومت او تحريک لبيک ترمنځ له اوږدو خبرو وروسته دا پرېکړه وشوه، چې نن به پارلمان ته د فرانسوي سفير د شړلو قراداد وړاندې شي او تحريک لبیک به د لاهور سربېره په ټول هېواد کې خپل پرلتونه او احتجاجونه پای ته ورسوي.

د کورنيو چارو وزير زياته کړې، چې د خبرو اترو لړۍ به دوام کوي او د کومو خلکو پر خلاف، چې دوسيې رسمي شوي، هغه به ختميږي.

د پاکستان د کورنيو چارو وزير شيخ رشيد احمد او ورسره د مذهبي چارو وزير پير نور الحق قادري

نوموړي ويلي، چې د دې پرېکړې تفصیل به دی نن ماښام او يا سبا ماسپښين د يوه کنفرانس له لارې اعلان کړي.

د يادونې وړ ده، چې تېر کال د فرانسوي چارواکو او ځينو رسنيو له لوري د حضرت محمد صلی الله عليه وسلم په شان کې د توهين د هڅې په غبرګون کې د پاکستان تحريک لبیک ګوند په ټول هېواد کې د فرانسې پر خلاف لاريونونه پيل کړل او غوښتنه يې وکړه، چې حکومت دې د فرانسې سفير له هېواده وشړي او د دې غوښتنې د عملي کولو لپاره يې پلازمېنې اسلام اباد کې د پرلت وهلو اعلان وکړ، خو اسلام اباد ته نږدې فیض اباد سيمې ته په رسېدو د لاريونوالو او حکومت تر منځ مذاکرات وشول او تحريک لبیک په دې شرط خپل لاريون ختم کړی و، چې حکومت به د پارلمان له تاييد وروسته د فرانسې سفير له هېواده شړي، خو د تحريک لبیک ګوند پر حکومت تور پورې کړی و، چې په خپله ژمنه يې عمل ونه کړ او د فرانسوي سفير د شړلو لپاره يې د لاهور په ګډون په ټول هېواد کې لاريونونه پيل کړل.

له شپږو ورځو لاريونونو وروسته وړمه ورځ د پنجاب ايالت په مرکز لاهور ښار کې دغه لاريونونه په تاوتريخوالي واوښتل، د لاريونوالو او پوليسو تر منځ اخ و ډب کې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله واوښت.

لاريونوالو ويلي، چې پوليسو د دوی دوه تنه وژلي او شاوخوا پنځوس يې ټپيان کړي دي، خو حکومتي چارواکو د دغې ادعا پخلی نه دی کړی.

بل پلو حکومتي چارواکي وايي، چې لاريونوالو د يوه «ډي ايس پي» افسر په شمول ۱۵ پوليس يرغمل کړي وو.

تحريک لبیک وايي، حکومت د دوی پر مرکز چاپه ووهله، خو پوليس وايي، چې دوی د خپلو يرغمل شوو کسانو د خلاصون لپاره عمليات کړي دي.

د پاکستان جمعيت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن او د اهل سنت والجماعت «بريلوي فکر» ګوند سربېره ډېرو مذهبي ګوندونو د تحريک لبیک پر خلاف د پوليسو کړنه غندلې، دا يې دولتي ترهګري بللې او د تحريک لبيک د ملاتړ اعلان يې کړی و.

د پاکستان د رويت هلال کمېټې پخواني رئیس او د اهل سنت والجماعت ګوند مرکزي مشر مفتي منیب الرحمن تېره ورځ په ټول هېواد کې د لاريونونو اعلان وکړ او تېره ورځ په ځينو ځايونو کې د دې لاريونونو اغېز هم ښکاره شوی و.

خو دغه مهال د حکومت او تحريک لبیک د مشرانو تر منځ خبرې روانې وې او دواړو لوريو يوې هوکړې ته د رسېدو هيله ښکاره کړه.

تېره شپه د تحريک لبیک د مرکزي شورا غړي او له حکومت سره د مرکچي کمېټې مشر ډاکټر محمد شفيق اميني په يوه غږيز کليپ کې له خپلو پلويانو غوښتي وو، چې په ټول هېواد کې خپل پرلتونه ختم کړي او يوازې په لاهور کې په خپل مرکز «رحمت العالمين» جومات کې سوله‌ييز پرلت ته دوام ورکړي.

د لومړي وزير عمران خان دريځ

د پاکستان لومړي وزير عمران خان د تحريک لبیک له لوري د فرانسوي سفير د شړلو موضوع حيرانوونکې بللې او زياته کړې يې ده، چې له ۵۰ زيات اسلامي هېوادونه دي، هېڅ يوه يې د فرانسوي سفیر د شړلو غوښتنه نه ده کړې او نه هم په دې کار سره دا موضوع حل کېدای شي.

د پاکستان لومړی وزير عمران خان

داسې ښکاري، چې د حکومت او تحريک لبیک تر منځ به روانې خبرې بریالۍ شي او روان پرلتونه به ختم شي، خو غالب ګومان دا دی، چې د فرانسوي سفير شړل له اټکله وتلې خبره ده.

اوس هم پلازمېنې اسلام اباد او شاخوا سيمو کې امنيتي خنډونه او سلګونو پوليس ځای پر ځای شوي دي او د حالاتو د خرابيدو د مخنيوي لپاره د تیارسۍ په حالت کې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x