افغانستان

د زابل د ولایتي شورا پر رییس چاودنه شوې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۳۱ وری، ۱۴۰۰ل): د زابل ولایت په مرکز «قلات ښار» کې ددې ولایت د ولایتي شورا پر رییس «عطاء جان حق بیان» چاودنه شوې.

د زابل ولایت مقام پېښه تاییدوي‌ او زیاتوي چې چاودنه د ولایت مقام دننه د والي له دفتر سره نږدې شوې چې له امله یې حق بیان ټپي شوی او روغتون ته انتقال شوی.

د حق بیان د کورنۍ غړي وایي، د حق بیان ټپونه سطحي‌ دي او روغتیایی وضعیت یې‌ د ډاډ وړ دی.

که څه هم تر دې دمه د چاودنې نوعیت څرګند نه دی؛ ویل کېږي، چاودنه ډېره زوروره وه او له امله يې ښایي نوره مرګ ژوبله هم اوښتې وي، مګر دقیقه شمېره یې څرګنده نه ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x