نظــر

۱۲ګرامه ماغزه (۹)- د جنرال تڼي ناکامه کودتا

شهرت ننګيال

د جنرال شهنواز تني او ډاکتر نجیب الله تر منځ اختلاف د دافع هوا قوماندان جنرال ولي شاه تني پر سر را پورته شو. ولي شاه له حکمتیار سره اړیکي ټینګې کړې وې، اړیکې د ډگروال سید نعیم شاه په مټ غځېدلې. ډگروال سید نعیم د ولي شاه یو لیک حکمتیار ته وړی و، څرنگه چې حکمتیار پاکستاني مقاماتو ته پوځ کې د خپل اغېز او نفوذ په مټ د کودتا ټټر وهلی و، ځکه خو يې له I. S . I د ځانگړو شونتياوو غوښتنه کوله.

حکمتیار د جنرال ولي شاه لیک د خپلې مدعا د اثبات لپاره پاکستاني مقاماتو ته ورکړ. هغوی د خپلو چېنلونو له لارې د لیک کاپي د ډاکتر نجیب استخباراتو ته ورسوله، خاد د دغه ليک له مخې جنرال ولي شاه او ۳۶ پوځي افسران ونيول- د مرغومي لومړيو کې کابل راديو يوه اعلاميه خپره کړه چې د کودتا د هڅو په تور يې ۱۳۰ ملکي او پوځي مامورین نیولي دي.

ډاکتر نجیب الله په دې اړه خپله وینا کې وويل:دغه ډله له حکمتیار سره پېيلې وه، غوښتل يې دفاع وزیر شهنواز تڼی ووژني.
د دوی په وینا دغو کسانو کې ۴۸ تنه گوندیان هم برخوال وو.

جنرال تڼي له دې وړاندې نیوکه لرله چې دفاع وزارت منسوبین هغسې امتیازات نه لري چې د خاد کارکوونکي او گارد خاص افراد پرې نازولی شي. په داسې حال کې چې د جگړې بار د پوځ پر اوږو پروت دی، ده د لوړپوړيو افسرانو له ټاکنې او ترفيعاتو هم گیله لرله چې خوښه يې پاموړ نشي گڼل کېدی- دا ټول يې د خلقيانو پر ضد توطیه گڼله.

جنرال شهنواز تڼی په ټوله معنا يو عسکر و، پوځ كې د زورور، مسلکي او له فساد پاک جنرال په توگه پېژندل کېده – چې ټوله موده يې فیلډ یا د جگړې په لومړۍ کرښه کې تېره کړې وه، ده ځان د انقلاب رښتینی مدافع گاڼه او ځان ته يې حق ورکاوه چې خپلې مسلکي چارې د چا له مداخلې پرته ترسره کړی شي.
د جنرال تڼي او ډاکتر نجیب الله اختلاف میاشتې میاشتې دوام درلود. شوروي سفارت ظاهراً دوه واره هڅه وكړه د دوی تر منځ روغه وکړي، خو ونه توانېد.

شاهنواز تڼي ټینگار کاوه چې نجیب الله بې ځایه دفاع وزارت چارو کې لاسوهنه کوي. ده د جنرال ولي شاه تڼي خوشې کېدو غوښتنه کوله، خو نجيب ته خاد کره اسناد وړاندې کړي و چې له حزب سره يې د کودتا لپاره د جنرال ولی شاہ پېیلتیا ثابتوله.

د خاد تر څنگ اصف دلاور، نبي عظيمي او له احمد شاه مسعود سره پېيلو جنرالانو هڅه کوله د جنرال تڼي او ډاکټر نجيب الله تر منځ ترینگلتيا وغځوي. له همدې ځایه وه چې ډاکټر نجيب ويل پښتانه جنرالان ورسره په مخالفت ولاړ دي. خو عظیمي، دلاور او بابا جان يې ننگې ته درېدلی – پښتانه مجاهدین ورسره په جگړه بوخت دي، دوستم او مؤمن يې دفاع کوي.

پر دې سربېره د جنرال تڼي او ډاکتر نجیب الله تر منځ د منځگړيتوب هڅو د دوی تر منځ اختلاف په دښمنۍ واړاوه – عبدالحمید محتاط ((د صدارت مرستیال)) ډاکتر نجیب الله ته ډاډ ورکړ چې کولی شي جنرال تڼی سمې لارې ته را وگرځوي – نجيب الله ومنله – محتاط کور کې جنرال تڼی مېلمه کړ، خو د روغې او پوهاوي پر ځای يې د اختلاف پر لمبو تور تېل وپاشل، دی وتوانېد جنرال تڼی د نجیب الله او نجيب الله د تڼي پر خلاف ودروي او د پوهاوي دروازې کولپ کړي.

جنرال تڼی اوس هم د دې خبرې منلو ته نه شي چمتو کېدی چې گنې د ده کودتا د نظار شورا او جمعیت پلان و، خو حقيقت دا دی چې د شاهنواز له كودتا پوځ کې د تصفيې بانه را واوښته او نظار شورا سره تړلي جنرالان د پوځ پر اعصابو واکمن شول.

له دې یو کال وړاندې پاچاګل وفادار پېښور کې له حزب سره يو ځای شوی و- ده د حزب له شهادت جریدې سره مرکه کې ویلي: ((يا مرد باش، یا در پهلوی مرد…))
لکه د مخه مو نغوته وكړه د جنرال تڼي له كودتا وروسته پوځ کې د خلقيانو رول بیخي کمزوری کړی شو، د کابل گارنیزیون سياسي امر تورن جنرال امیر محمد او جنرال عبداللطيف (د ډاکتر عبدالله عبدالله ورور پوځ کې بارز رول تر لاسه کړ. جنرال تڼي له ناکامې کودتا وروسته په 17-MU چورلکه کې د برید جنرال غلام رسول په پېلوټۍ د ۱۳۶۸ لمريز کال د کب په ۱۷مه پاکستان ته واوښت. دی خپله د الوتکې دهشکې ته ناست و- كورنۍ، دوه یاوران ډگرمن احمدشاه (د جنرال تڼي باجه) ډگرمن احسان الله، نیاز محمد مومند او د کابل پوهنتون استاد جيلاني يفتلي په چورلکه کې ورسره سپاره وو-

جيلاني يفتلي ددغې کودتا مغز متفکر گڼل کېده، چورلکه د پښتونخوا جمرود کې کوزه شوه- دده مخې ته د پاکستان لوی درستیز جنرال میرزا اسلم بیگ او د ISI مشر، متقاعد جنرال شمس الرحمن کالو ورغلي وو.
له دوی د ملېشو يوه مېلمستون کې هرکلی وشو. لږ وروسته حکمتیار د مېلمستون پر وړاندې له موټره کوز شو.
جمعیت د کودتا له مسئولیت غاړه غړوله، خو حکمتیار د کودتا مسوولیت ومانه. په يوه بله 12- M . H الوتکه کې د تڼي کودتا نور ملگري جنرال عبد القادر اکا، برید جنرال میر حمزہ، جنرال خواجه محمد، د جگړن گلاب الدين په پېلوټۍ له کرښې واوښتل ددغې الوتکې کشاف محمد شفیع او انجنير حاجي سيف الدين و.

پاکستاني رسنيو په هغسې تلوسه د کودتا خبرونه ورکول چې پر بري به یې چا شک نه شوی کولی. د جنرال تڼي ملگري په دې اند دي چې بگرام هوايي ډگر شوروي الوتکو بمبار کړ – نجيب الله داسې انګېرله چې گنې د تڼي کودتا کې د شوروي اتحاد لاس و.

فقیر محمد ودان ((دشنه های سرخ)) کې د نیازمحمد مومند له خولې کاږي: کابل کې شوروي سفير زموږ غوښتنې او نېوکې معقولې او پر ځای بللې زموږ په كودتا کې د ده له ډاډ سترگې نه شي پټېدلی چې ورسره جوخت به د کارمل پلويان هم پر پوځي عمل لاس پورې کوي.

دواړه خبرې ښایي حقیقت ولري، شونې ده شوروي، جنرال تڼی کودتا ته هڅولی یا لږ تر لږه شنه اشاره ورکړې وي. دغسې يې د کودتا ناکامۍ کې خپل اغېز کارولی وي، چې د کودتا له ناکامۍ پوځ کې تصفيې ته مخه خلاصه او له پلان او پروگرام سره سمې پرمختياوې گړندۍ کړی شي، که څه هم په ظاهره شوروي سفارت د جنرال تڼي او ډاکټر نجیب الله تر منځ د روغې په نیت دواړه سفارت کې مېلمانه کړل – خو د زړونو خبرې دې کچې ته رسېدلې وو چې دارالامان کې له دفاع وزارت تر شوروي سفارت لار د جنرال تڼي گارد نیولې وه، جنرال تڼي له سفارته په ناوړه حالت راوړل شو. ډاکتر ولایت خان خوستی يې درملنې ته وغوښتل شو. ډاکتر نجیب الله ويل چې تڼي ته مې مېلمستيا وكړه – مېرمن مې سره له دې چې ناروغه وه اشک پاخه کړل- خو تڼي دې ته ونه کتل.
نجيب الله پر پرچم تکيې ته اړ شو. دا هغه څه و چې پرچم او ستم پر آسمان غوښتل خدای پر ځمکه وركړل. د جنرال تڼي ياور ډگرمن احسان الله چې د خاد افسر ډگروال حبيب الله وراره دی، د خاد او جنرال تڼي د اړیکو په ترینګلتیا کې رول درلود. دا خبره ما ته ډگرمن احسان الله خپله وكړه.

دوی جنرال ته د خاد اجرأت د ده او ملگرو پر ضد توطيه ور پېژندل۔ دغسې يې د خاد له کړنو جنرال ته معلومات ورکول چې له امله يې د جنرال تڼي باور تر لاسه کړی و.

ډاکتر نجیب الله د امین پلويان ډاکتر محمود سوما، عبد الرشید جلیلي، جنرال محمد دوست او له زندان آزاد او يوه ملمستیا کې جنرال تڼي په ناځوانۍ او پاکستان ته په تېښته پړ او له دوی د همکارۍ په غوښتلو د تېر په هېر هیله وکړه. خو دوى نېوکو ته وروگرځېدل ، فضا ترېنگلې شوه، چې د لسو کالو زندان کړاوونو هغوی همکارۍ ته نه شوای چمتو کولی.

پاکستان ته د جنرال تڼي په اوښتو له جمعیت او نظار شورا سره احسان الله او احمد شاه نژدې اړیکې ساتلې، د احسان الله مستعار نوم احمدضيا و. دوی دواړو ته استاد رباني لویدیځ کې د سیاسي پناه لپاره پخپل لاسلیک مکتوبونه ورکړي و.

احمدشاه مسعود له يوې فرانسوۍ خپرونې سره مرکه کې منلې چې د جنرال تڼي له ناکامې کودتا وروسته يې پوځ کې د عملي او پراخ نفوذ او نفوس په موندلو نوي فرصتونه او چانسونه تر لاسه کړی شول.

جنرال تڼي د ۱۳۶۸ د كب پر ۲۳ مه له ناکامې کودتا اته ورځې وروسته له پېښوره چورلکه کې ترې منگل او له هغې د لوگر دوبندي کې د حزب يوه قوماندان انجنير احسان الله مرکز کې مطبوعاتي کنفرانس ورکړ- له ده سره جنرال عبدالقادر اکا، نیازمحمد مومند، برید جنرال غلام حضرت مله وو- ده وویل پاکستان ته نه دی تللی.

ډاډ یې ورکړ چې عملیات یې روان دي او د هېواد دننه د دغو عملياتو مشري پر غاړه لري)جنرال تڼي خبریالانو ته وویل: زموږ پاڅون په رڼا ورځ د کب پنځلسمه يوه بجه د لوړ پوړيو ملکي او پوځي کدرونو په ملتیا پیل شو – د پلان له مخې ښایي پلازمېنه او لويو ښارونو کې ملي قيام پيل شوی وي، په دې توگه به زموږ پلویان له ځايي مجاهدینو سره واک تر لاسه کړی وي.

دده په خبره له مجاهدينو سره يې د پاڅون گډ پلان نه درلود، خو د حکمتیار له پیغام په گټې اخیستو له هغو افسرانو سره چې له حزب سره پېیلي وو په اړيکه او تفاهم خپل پاڅون پیل کړ.

ښایي ووايو چې له میاشتو د جنرال تڼي د کودتا خبرې خوله په خوله گرځېدې نژدې دوې مياشتې دغه اوازې خپرې وې، تر دې چې جنرال تڼي وار له مخه د اضطراري حالت قومانداني ایجاد او کابل کې د سنگرونو په جوړولو کار کاوه. خو دا چې دغسې يوه افشا شوې کودتا وار له مخه څرنگه شنډه نه شوه د يوې پوښتنې په توگه پاتې ده.

بن بيلا د الجزائر ولسمشر و، ده ته يې د خپل ملگري حواري بومدين د کودتا راپور ورکړی و، د بن بلا زړه نه شوای منلې چې انقلابي ملگري دې پرې ور وغورځي. د يوې غونډې پای کې يې له جنرال بومدين په ټوکه وپوښتل د کودتا چارې کوم ځای ته ورسېدې – بومدين په خندا ځواب ورکړ روانې دي.
څو ورځې وروسته بومدين کودتا وکړه، خو بن بيلا يې په درناوي له هېواده رخصت کړ.

د جنرال تڼي کودتا اوازې په همدې کچه خپرې شوې وې په دومره توپیر چې د بومدين هغه بریالۍ را ووته او د جنرال تڼي ناكامه.
ددې لپاره چې جنرال تڼي په حتمي توگه د کودتا پلان پلی کړي دوې ورځې وړاندې اوازه شوه چې گنې نجيب الله د جنرال تڼي د گوښه کېدو پرېکړه کړې، ويل کېدل نجيب الله غواړي ده ته د ستر جنرالۍ ترفیع په ورکولو د سياسي بیرو پر اصلي غړيتوب د جمهوري ریاست مرستیالي هم ورکړي. لوستونکي ښايي دا پوښتنه پاموړ وگڼي چې که د جنرال تڼي کودتا د جمعیت د پلان له مخې غځېدلې بيا څرنگه د دغه ناکامې کودتا مسئوولیت حکمتیار ومانه؟

د دغې پوښتنې په ځواب کې ویل کېدی شي چې حکمتیار پوځ كې د خپل نفوذ او اغېز ادعا په زبات رسولې شوای او له بلې خوا یې د خوست په نیولو کې د جنرال تڼي رول ته سترگې اوښتې.

حکمتیار د امریکا مخالفت د شوروي اتحاد لپاره اړين باله- ده داسې گڼله چې د امریکا شدید مخالفت به روسان دېته ور مات کړي چې واک لپاره یې پاموړ وگڼي.

د تڼي له ناکامې کودتا وروسته نجيب الله د پښتنو ټکولو ته ور وگرځېد- ده د شمالي له خلکو مننه وکړه، شمال یې وستایه په دې ټکو چې: شمال در سراسر تاریخ کشور ازین خاک مردانه دفاع کرده .. دغسې یې له پیرنگي سره دريو جگړو کې د شمالي مېړانه یاده کړه.

ددغې ناکامه کودتا له لارې پرچم او ستم وکړی شول نجیب الله ته د خوب گولیو په ورکولو خپلو موخو ته د رسېدو لار تېره کړي، د جنرال تڼي له كودتا، د حکمتیار د ننگې او ملاتړ له امله حزب کې د لوړې کچې مخالفت رامنځته او د اجرائیه شورا يو شمېر غړو لکه قاضي نجي الله، ډاکتر انور، مزمل، فيضان، رحمانیار او ډاکتر حنیف… په دغه پلمه له حزب سره پرې کړه.

راتلونکی عنوان:
د قومندانانو سرتاسري شورا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالروف

دا برخه لیکنه دې مکمل دروغ او تاریخې پیښې مسخه کول دې . نور هیله مند یم چې همدلته ٗ لیکنه ختمه کرې او دروغ او ببولالی دې بندی کړي . کودتا د جمعیت او شورای نظار نه وو او دا سوچه د حزب له خوا وو او په دی تړاو څه د پاڅه دوسوه و پنځوس تنه د پوخ لوړ پوړې خلقیان د پلچرخې پنځم بلاک کې بندیان شول ٗ چې زه هم په دی بلاک کې بندې وم او دا ټول ما په سترګو لیدلې .

محمد نعیم

د پورته لیکني او د عبدالروف ورور د کمنټ څخه معلومیږي چي د کابل په سطحه واقعي جګړه د محدود اندازه پښتنو او غیر پښتون اقلیتي دولتي ټیکنونکراټانو تر منځ د واک او امتیاز پر سر وه او د دې واقعي جګړې د مخفي ساتلو لپاره یوه بله پراخه کاذبه جګړه په لاره اچول سوې وه چي د قدرت مدعیان ډیر نه سي.. او د دې کاذبي جګړې په دواړو خواوو کي پښتانه بې دریغه وژل کیدل. چي په پایله کي یې کابل تاجکو، ازبکو او هزاره وو ته ورپآته سو. ننګرهار شاړو اشغال کړ او د پښتنو ښارونه او… نور لوستل »

احمد

ننگیال صیب . سلام علیکم.
د تنی کودتا او د حکمتیار صاحب په رابطه سیاسی معلومات دیر ناقص دی. زه پخپله په دغه ورز کی د کودتا د شروع تر پایه په جریان کی وم.
لطفا د حقدی نه پرته لیکن وکی ، که نه د ناسو اعتماد ته به زیان ورسیژی

عبدالرووف لیوال

دنن ټکی آسیا درنووروڼواوښاغلی ننګیال ته سلامونه اوروژه موقبول شه ! بیاهم دتیر په څیر دلیکنې په مینځ پانګه کې (د۱۳۶۸کال دکب ۳۳) زه ګنګس کړی یم . په درنښت
=======
اداره:##مننه اصلاح كيږي ##

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x