نړۍ

ملګرو ملتونه: په روان کال کی دپناه غوښتونکو شمیر ۱۷٪ زیات شوی دی

(نن ټکی اسیا اکتوبر۲۰۱۱/۱۹) دملګرو ملتونو دګډوالو نړیوالي ټولنی (UNHCR) دلوري په خپاره شوي راپورکی راغلي دی چی په روان کال  کي  وصناعتي هیوادونوته دپناه غوښتونکو شمیره دنوروکلنوپه پرتله ۱۷٪ په سلوکی زیاته شوی ده.

راپور وړاندی لیکي چی دروان کال دپناه غوښتونکو دزیاتوالي لامل دعربي نړي خوځښت او به دغه سیمه کی دځینو هیوادونو انقلابونه نه دي، ځکه کوم هیوادونه چی وګړي یی وبهرته دپناه اخیستلو په تمه کورونه پریږدي هغه هیوادونه دی کوم چی له ډیره وخته څخه دارنګه تاریخ لري ، لکه افغانستان او د چین هیوادونه.

افغانستان او چین اوس هم دنړی په کچه هغه هیوادونه دی چی ډیر خلګ یی نورو صناعتی هیوادونوکی دپناه اخیستلو په تمه ځي.

دملګرو ملتونو اداره وایی دروان کال دجنوري له میاشتی څخه بیا دجون تر ۳۰ نیټي پوري (۱۹۸۳۰۰ پناه غوښتونکو دپناه اخسیتني غوښتنه کړي ده. او له ۲۰۱۰ کال څخه بیا تراوسه پوري ۱۶۹۳۰۰۰ کسانو دپناه غوښتنه کړی ده، او ددغه کال تراخیره پوري به ۴۲۰ زره نور پناه اخیستونکی دپناه غوښتنه وکړی، چی دابه په تیرو اتو کلنوکی ترټولو لوړه شیمره وي.

دملګروملتونو دبی ځایه شویو خلګو دنړیوالي ټولني مشر انټونیو جوټیرس وایی زما دمسؤلیت په دوره کی ۲۰۱۱ کال داسي کال دی چی دبی ځایه شویو او پناه غوښتونکو په اړه ډیري پیښي له ځانه سره لری.

نوموړي زیاته کړه افغانستان دنړی په کچه لومړي هیواد دي چی دپناه غوښتونکو شمیره یی زیاته ده اوپه دوهم قدم کی دچین هیواد ځای لري، له افغانستان څخه دروان کال په اوږدو کی ۱۵۳۰۰ خلګو په نورو هیوادونو کی دپناه اخیستلو غوښتنه کړي ده اوهمدارنګه له چین څخه تراوسه پوري ۱۱۷۰۰ داسي کسان دی چی په نورو هیوادونوکی یی دپناه اخیستلوغوښتنه کړی ده.

اوهمدارنګه دریم قدم دصربیی او کوسو هیوادونه ده چی ۱۰۳۰۰ وګړویی نورو هیوادونوکی دپناه اخیستلو غوښتني کړی دي، په څلورم نمبر کی عراق دی چی ۱۰۱۰۰کسان یی نورو هیوادونو ته دپناه اخیستلو لپاره تللی، ایران پنځم هیواد دی چي ۷۶۰۰ پناه غوښتونکی یی نورو هیوادونو ته تللی دی.

ملګري ملتونه په خپل راپورکی لیکی، ترټولو زیاتو خلګو دامریکي په متحده ایالاتو کی دپناه اخیستلو غوښتنه کړی ده چی شمیره یی و۳۶۴۰۰ ته رسیږی، په  دوهم قدم کی فرانسه داسي هیواد چی ډیر پناه غوښتونکي غواړی دغه هیواد کی پناه واخلي، چی شمیر ۲۶۲۰۰ ته رسیږي، دریم د المان هیواد دی چي پناه غوښتونکي ورته زړه ښه کوی چی شمیر یی ۲۰۱۰۰ کسانو ته رسیږي.

برطانیه پنځم او اخیري هیواد دي چی پناه غوښتونکی ورته دپناه اخیستلو وړاندیزونه کوي چی شمیر یی ۱۲۲۰۰ ته رسیږي.

ملګری ملتونه وایی  داسټرالیا او نیوزلنډا هیوادونه هم مخکی داسي هیوادونه وو، چی زیات شمیر پناه غوښتونکي په ورته دپناه غوښتلو په اړه زړه ښه کاوه، خو په دی وروستیو کی دغو دواړو هیوادونوته دپناه غوښتونکو تلل کم شوی دي.

بخت الرحمن بخت

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x