نظــر

خپلمنځي جګرې يعنې څه؟

عبد الرقیب رقیب

کله چې له افغانستانه د امریکایانو او نورو یرغلګرو د ویستو خبره وشي نو له ځینو خولو د «خپلمنځي جګړو» اندیښنه څرګنده شي. له دې عنوان سره د عامو افغانانو ذهن د امارت جهاد ته ځي او فکر کوي چې همدغه جهاد خپلمنځي جګړه ده!.

نو راځئ حالاتو او حقائقو ته په کتو سره معلومه کړو چې له خپلمنځي جګړو نه د دوی هدف څه ده؟

لومړی به څو مقدماتي خبري وکړو:
د طالبانو لومړی تحریک د خپلمنځي جګړو او ملوک الطوائفي له مینځه وړلو لپاره وشو چې په هماغه مدعی کې ملت او نړۍ ته رښتونی ثابت شوو؛ د قدرت ټولې جزیرې یې محو کړلې او هیواد یې تر یو بیرغ لاندې یو موټی کړ.

د امارت دوهم جنګ د یرغلګرو او د هغوی د مزدورانو خلاف اعلان شو ترڅو خپل هیواد ته استقلال او هر اړخیزه ازادي ترلاسه کړي او مکمل اسلامي نظام ته لاره خلاصه کړي.

طالبانو په تېرو دوو لسیزو کې سخت او پیچلي جنګونه کړي او په دې خبره ایمان لري چې څو پورې یرغلګر دلته وي، دوی به جنګ ته دوام ورکوي.

پورتنیو ټکو ته په کتو، ویلای شو چې څوک د یرغلګرو له وتلو سره د خپلمنځي جګړو ویره اظهاروي نو هدف یې د یرغګرو او د هغوی د نوکرانو خلاف د امارت جهاد نه دی؛ ځکه جهاد خو د یرغلګرو په وتلو سره نه پیلیږي بلکې د هغوی د پاتیدو سره لا دوام کوي، لکه تیرې دوه لسیزې چې یې دوام وکړ؛ د یرغګرو په شتون کې جهاد یقیني او عملي دی اما د وتلو وروسته یې د توقف چانس شته. بله دا چې طالبانو ثابته کړې ده چې خپلمنځي‌ جګړې له مینځه وړلای شي، نه دا چې پیلوي یې او د یرغګرو خلاف جګړې که خپلمنځي وي نو خو د یرغلګرو له راتګ سره پیل شوي دي بیا یې څنګه د یرغلګرو وجود د مخنیوي سبب شي؟!

دا هم نشي کیدلی چې له هغې خپلمنځي جګړې نه دې د دوی هدف د امارت او کابل ادارې ترمنځ جګړه وي چې دوی یې د یرغګرو د وتو په صورت کې پیشبیني کوي؛ ځکه د امارت په مقابل کې د کابل اداره خو د جنګ لپاره ایجاد شوې او اکمال شوې ده، د کابل ادارې هدف د امارت په وړاندې سنګر نیول ده او دوه لسیزې یې په وړاندې جنګیدلې هم ده، زرګونه عسکر یې د واشنګټن او نیویارک د ساتنې په موخه د امارت سره په جنګ کې وژل شوي او مفکر جمهور رئیس یې په وژلو افتخاري وینا وکړه؛ نو څنګه به داسې ستر عملي حقیقت د اندیښنې په توګه یادېږي؟!

ښکاره خبره ده چې له خپلمنځي احتمالي جګړو نه د دوی هدف د جمهوریانو یا د ډیموکراسۍ د بنده‌ګانو ترمنځ جګړې دي؛ شنونکي باور لري چې د یرغګرو له وتو وروسته همدغه اجیران د هغوی پراشوټي قانون ته ژمنتیا نه ساتي، هر ټولګی به خپلې ګټې او خپل قدرت ته په کتو اقدام کوي؛ د دوی باور دی چې د یرغګرو له وتو وروسته به د یرغګرو اجیران د دوو لسیزو یرغلیزې خوارۍ په اوبو لاهو کړي او په پراشوټي ارزښتونو به پښه کیږدي لکه څنګه چې یې د یرغل په دوران کې د قدرت او پیسو لپاره اسلامي او افغاني ارزښتونه ترپښو لاندې کړل!.

امریکا طالبانو ته ومنله چې افغانستان به په یو کال کې پریږدي؛ امریکا فکر کاوه چې په یاده موده کې خپل اجیران تر یو ځغ لاندي کتارولای شي، بیابه د امریکا له اهدافو نه دفاع ته کار ووایي. خو امریکا او ټول یرغلیز ملګري یې د خپلو نوکرانو له اجماع جوړولو عاجز شول؛ ځینې ورنه الوتکې ولې او ځینې نور ورباندي غورځنګونه کوي، ځینې د نظام یو څه بدلون غواړي او ځینې نور بیا بالکل د ټاکنو د سیستم لغو کیده‌ مني، آن له طالبانو سره د ناستې لپاره‌ هم په یوه طرحه ورټول نه‌شول، تردې چې ځينو یې د امریکا له ‌خوا ورکړل شوې کړنلاره هم کراس کړه او د هغوی طرحې ته انقیاد یې ونه‌ منل؛ ځکه د دوی باور شو چې امریکایي ډالر بندیږي، امریکایي بیرغ یې له سره کوزیږي؛ په دې حالت کې نو هریو کوشش کوي چې د مرګ په بدل ارګ ته سوړه وکړي او خپل قدرت ته دوام ثابت کړي، دغو موږکانو دوه‌ نیمې لسیزې مخکې هم کټ مټ همدغه خیانت ترسره کړ، د امریکا او روس له وتو وروسته یې په افغان ملت خوله ولګوله، هیواد یې ټوټه ټوټه کړ، ولس یې ترستوني کړ، عزتونه او مالونه یې لوټ کړل، هره دره پاټګ وه او هر پاټک له بشري سپیو او خبیثو شادوګانو ډک و!.

کله چې د امریکا فرضیه باطله شوه نو له تړونه شاته شوه، اوس کوشش کوي چې د وتو وخت وغځوي ترڅو د خپلو اجیرانو لپاره یو داسې حالت تثبیت کړي چې تپل شوی نظام او پراشوټي قانون ته ژمن وه‌ اوسي؛ امریکا طالبانو ته تسلیم کړې وه چې راتلونکی نظام دې اسلامي شي او دوی پکې مداخلت نه کوي، یعنې منلې یې وه چې د کلسټرو په زور راغلی نظام اسلامي نه دی، افغانان کولی شي خپل نظام په خپله خوښه جوړ کړي؛ خو دا چې امریکا د دې نظام لپاره لسیزې خوارۍ او مصارف کړي دي په دومره سادګۍ ورنه لاس نه اخلي، امریکا نه غواړي چې په افغانستان کې د دوی پلان شوی قانون او تپل شوی نظام سقوط شي او ځای یې سوچه اسلامي نظام ونیسي؛ نو یې د پردې شاته خپلو اجیرانو ته وظیفه ورکړې وه چې د افغانانو په نوم به له طالبانو سره (په یوه خوله) ډغرې وهي او له امریکایي نظام نه به دفاع کوي؛ اوس د اجیرانو له حالاتو امریکا او ټولو د نظر څښتنانو معلومه کړه چې د امریکا له وتلو وروسته د دې جوګه نه دي چې له امریکایي نظام نه په ګډه دفاع وکړي، نه په سنګر کې متحد پاتیدلی شي او نه د میز پر سر یوه خوله لري؛ نو امریکا بیا مجبوریت احساس کړ چې د خپل نظام د ساتلو په خاطر سپین‌سترګي وکړي، تعهد مات کړي او مات شوي یرغل ته دوام ورکړي.

خو حقیقت دا دی چې طالبانو له دې مخکې د امریکا نورې فرضیې هم باطلې کړې دي، امریکا د یرغل په لومړیو کې افغانستان خوږه ګوله وبلله، غوښتل یې ترسینه یې لاندې کړي او د ټول وخت لپاره یې مستعمره کړي، خو طالبانو ورته طالباني سوک ورکړ، افغان خاوره یې ورته ډبه‌یز ماین کړه؛ هغه وه چې امریکا خپله سینه لږ پورته کړه.

امریکا په دوهم قدم کې غوښتل د طالبانو ترمنځ په درز پیدا کولو سره هغوی ضعیف کړي او بیا خپل اشغال ته دوام ورکړي، خو طالبانو یې هغه کره هم په پرښه کړه. بیا امریکا د داعش شاته تکیه شوه، هغوی ته یې ټیله ورکړه ترڅو طالباني سرخوږی ورباندې محو کړي، خو طالبانو داعش ته هم داسې درس ورکړ چې بیابه د افغانستان نوم وانه‌خلي.

بیا امریکا وغوښتل چې افغانستان تجزیه کړي؛ د افغاني پرګنو ترمنځ یې د نفاق لکۍ ووهله او بیایې موازي حکومتونه ورته جوړ کړل ترڅو افغانستان په شمالي او جنوبي افغانستان وویشي او بیا د خپل سوک لپاره نوک ځای کړي، مګر طالبانو د افغان مؤمن ولس خصوصًا د دري ‌زبانو وروڼو په مټ همدغه حربه هم شنډه کړه، امارتي قواوې یې شمالي ته واړولې آن هغو ولایتونو ته یې هم خپل تعرضونه ورسول او فتوحات یې ترسره کړل چې د امارت په لومړۍ دوره کې هم ورته نه و رسیدلي، دا هرڅه د شمالي وروڼو په مټ وشوه، هلته دوه ځلې کندوز فتح شو، په پنجشیر کې بریدونه او فتوحات وشول، د هزاره قوم نه امارتي ګروپونو رسمي او ډاګیز فعالیت پیل کړ او داسې نور…

امریکا په دغه پلان کې هم خپله ناکامي احساس کړه نو یې وغوښتل چې ځان وباسي خو خپله وظیفه اجیرو ګوندونو ته وسپاري، اوس نو هرچاته ثابته شوه چې ګوندونه د ټینګې نه دي د دې ترڅنګ چې د طالبانو سره د مخامخ‌کیدو توان نه لري دا هم یقیني ده چې خپل‌منځي جګړې به هم سره وکړي نو امریکا بیرته یو قدم شاته لاړه، غواړي چې د تعهد خلاف یوڅه وخت دلته پاتي شي، پلمه دا کوي چې افغانان له خپل‌منځي جګړو ساتي یا د اجیرانو په تعبیر غواړي مسؤلانه ووځي، لکن هدف یې دا دی چې دلته یوه بله لوبه ترسره کړي یا اقلًا خپل نوکران په یوه رسۍ سره وتړي.

ان شاء الله چې ایماني ګوزار به همدغه سلاسل هم سره پاشي او مؤمن افغانستان به خالص اسلامي نظام او سپیڅلي قراني قانون ته تسلیموي.

وما ذلک علی الله بعزیز.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحد اڅګزۍ

مه بیریږۍ له انسانانووبیریږۍ دالله ۚ فَلَا تَخۡشَوُا النَّاسَ وَاخۡشَوۡنِ وَلَا تَشۡتَرُوۡا بِاٰيٰتِىۡ ثَمَنًا قَلِيۡلًا​ ؕ وَمَنۡ لَّمۡ يَحۡكُمۡ بِمَاۤ اَنۡزَلَ اللّٰهُ فَاُولٰٓـئِكَ هُمُ الۡكٰفِرُوۡنَ.سوره المائده آیات.۴۴.معنی:مه ویریږۍ تاسودخلکونه اووویریږۍ له مانه اومه اخلۍ په بدله زمادآیاتوکی قیمت لږ اوځوک چه فیصله ونکړی په هغه څه چه نازل کړی دی الله همدغ خلک کافران دی. وروڼواوخوندو:که موږځانوته مسلمانان وایونوبایدپرقرآنکریم چه الله ج زموږپرپیغمبر‏نازل کړۍ دۍ عمل وکولکه چه په پورته آیات شریف کی الله فمایی وبیریږۍ له مانه دامریکایانومه بیریږی تاسوپه دی ښه پوهیږۍ چه داموجوده زموږحکو مت کمونسټ کافردۍ موږپه هیڅ صورت له دوی سره نسوجوړیدای نودڅشی دپاردصلح اوروغی… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی

رقیب صاحب ! الله ج دی اجرونه درکړی شکلی لیکنه او شکولو ټکو ته دی ګوته نیولی او هغه دی په ډیر شکلی انداز او ښو دلایلو تشریح کړی زه به هم یو څو ټکی ورسره زیات کړم : تر پرونه د روس او انګریزانو دوه استعماری قدرتو شتون درلود روسی استعمار سره افغان مجاهدینو جنګ کی انګریزان ( امریکایان ) د مجاهدینو تر شا ولی په منافقانه دول ودریدل، په داسی دول چه په مجاهدینو روسان مات او بیا مجاهدین هم مات کړی یعنی د اسلامی حکومت جوړونی مخه ونیسی. د روسانو له ماتی وروسته د روسانو سره په… نور لوستل »

طوطی

خالص اسلامی نظام: مونږه خو امارت ولید که هغسی خالص اسلامی نظام وی نو بیا دی تاسو ته مبارک وی. اسلام د تندې، لوږی او بیوزلی دین ندی. تر څو به د اسلام په نام خلک غولوی.

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x