د ایماني ژوند ځلانده بېلګې- لومړۍ برخه

لومړى بـاب

اســــــلام تـه بـــلنــه

پيغمبر او صحابه وو به څنګه داسلام له بلنې سره تر هرڅه زياته مينه لرله؟ څنګه به ديته ليوال وو چې ټول خلک په سمه لار روان او د خداى پاک درحمت ترسيوري لاندې راشي او په دې لاره کې يې هڅې څه ډول وې چې بندګان له خپل خداى سره يوځاى کړي؟
دا اوډېرنور په دې باب کې لوستلاى شو .

۱- له بـلنـې سـره مـيـنـه

دټولو خلکو مسلمانېدل دپيغمبر يوازنۍ هيله :
ابن عباس د (فَمِنْهُمْ شَقِيٌّ وَسَعِيدٌ) (نو بيا څوک بد مرغه وي څوک نيکمرغه) او ځينې نورو اياتونو په اړه وايي: پيغمبر به دې ته ډېر ليوال و چې ټول خلک ايمان راوړي او په سمه لار يې لاسنيوى وکړي؛ نو خداى پاک خبر ورکړ چې يوازې هغه خلک به د ايمان نيکمرغي تر لاسه کوي چې په اذل کې يې ايمان په برخه وي  او يواځې هغه به بې لارې کيږي چې په اذل کې بدبختي ورته ليکل شوې وي بيا يې ورته وفرمايل:
لَعَلَّكَ بَاخِعٌ نَّفْسَكَ أَلاَّ يَكُونُوا مُؤْمِنِينَ . إِن نَّشَأْ نُنَزِّلْ عَلَيْهِم مِّن السَّمَاء آيَةً فَظَلَّتْ أَعْنَاقُهُمْ لَهَا خَاضِعِينَ   (الشعراء ٣-٤)
ژباړه: ښايي ته (په دې ) خپل ځان تباه کونکى يې چې هغوى نه مؤمنان کيږي .که موږ وغواړو له اسمانه به يوه داسې نښانه ورباندې را کوزه کړو چې د هغوى ورميږونه به (حتماً) ورښکته شي( )
ابن عباس وايي: ابو طالب چې ناروغ شو دابوجهل په ګډون دقريشوټول مشران راغلل او ورته ويې ويل: اى ابو طالب! ستا وراره زمونږ خدايانو ته بد-رد وايي او داسې داسې کوي؛ نو که ته يې را وغواړې او له دې کاره يې منع کړې! ابو طالب سړى وليږه او پيغمبر راغى، دلته په کوټه کې د ابوطالب ترڅنګ د يو کس د ناستې ځاى و لعين ابوجهل فکر وکړ چې که پيغمبر د ابو طالب څنګ ته کښيني ښايي دابوطالب په زړه کې نرمي ورته راشي؛ نو ور ټوپ يې کړل هلته کښېناست، هغه چې را ننوت د کاکا تر څنګ يې ځاى ونه موند؛ نو له دروازې سره کښيناست، ابو طالب ورته وويل: اى زما وراره! دا خلک ولې له تانه سر ټکوي؟ وايي ته د دوى خدايانو ته بد وايې او داسې داسې خبرې کوې! په دې خبره ټول لګيا شول او شور يې جوړ کړ، پيغمبر وويل: کاکا ! زه له دې خلکو څخه يواځې يوه خبره غواړم، که دوى زما دا يوه خبره ومني ټول عرب به ددوى پيروان شي او عجم (کافران) به ماليه (جزيه) ورکوي، هغوى چې دا خبره واوريده ټول څک شول، يوه خبره؟! يوه نه! لس خبرې دې هم منو ته يې يواځې راپه ګوته کړه! ابوطالب هم وويل: کومه خبره ده؟ ورته ويې وايه! پيغمبر وفرمايل: دوى دې دا کلمه ووايي : لا اله الا الله.
په دې خبره ټول پريشانه شول جامې يې څنډ وهلې او پاڅيدل ويل: ايا له ټولو خدايانو يې يو خداى جوړ کړى؟ دا خو يقيني ډير عجيبه شى دى، ابن عباس  وايي: ددوى په ځواب کې خداى پاک دا اياتونه را نازل کړل:
وَعَجِبُوا أَن جَاءهُم مُّنذِرٌ مِّنْهُمْ وَقَالَ الْكَافِرُونَ هَذَا سَاحِرٌ كَذَّابٌ. أَجَعَلَ الآلِهَةَ إِلَهًا وَاحِدًا إِنَّ هَذَا لَشَيْءٌ عُجَابٌ . وَانطَلَقَ الْمَلأُ مِنْهُمْ أَنِ امْشُوا وَاصْبِرُوا عَلَى آلِهَتِكُمْ إِنَّ هَذَا لَشَيْءٌ يُرَادُ. مَا سَمِعْنَا بِهَذَا فِي الْمِلَّةِ الآخِرَةِ إِنْ هَذَا إِلاَّ اخْتِلاَقٌ . أَأُنزِلَ عَلَيْهِ الذِّكْرُ مِن بَيْنِنَا بَلْ هُمْ فِي شَكٍّ مِّن ذِكْرِي بَلْ لَمَّا يَذُوقُوا عَذَابِ  [ص ٤-٨] ژباړه: او دوى په دې حيران دي چې څنګه د دوى (له قوم) نه ويرونکى ورته راغى؟ او کافرانو وويل چې دا خويو ډير دروغجن کوډ ګر دى، ايا له ټولو خدايانو يې يو خداى جوړ کړى؟ دا خو يقيني ډير عجيبه شى دى، او سرداران يې په دې خبره ولاړل چې ځئ په خپلو خدايانو (ټينګ) صبر وکړئ، يقيناً دا يو شى دى چې (څه غرض  پکې) غوښتل کيږي، ايا زمونږ له منځه ايله په ده باندې دغه ذکر (قراٰن) را نازل شو؟ بلکې دوى زما له ذکر (وحى) نه په شک کې دي، خو په اصل کې دوى لا زما عذاب نه دى څکلى ( ).

آبوطالب ته بلنه :

ابن عباس  وايي: د قريشو لوى-لوى ملکان، عتبه بن ربيعه، شيبه بن ربيعه، ابوجهل بن هشام، اميه بن خلف، ابوسفيان بن حرب او نور ډير، ابو طالب ته راغلل  ورته ويې ويل: اى ابو طالب! پوهيږې چې ته په مونږ کې کوم ځاى لرې؟ او کومه ناروغي چې تاته در پيښه ده هغه هم وينې، مونږ په تا ډاريږو ، ته خبر يې چې ستا له وراره سره زمونږ څه حال دى؟ ته هغه را وغواړه او ترمنځ مو سوله وکړه، له ځينو خبرو به مونږ تير شو او له ځينو دې دى تير شي، هغه دې زمونږ له دين سره کار نه لري او مونږ به د ده له دين سره کار نه لرو، ابو طالب سړى واستاوه پيغمبر يې را وغوښت او ورته ويې ويل: اى وراره! داستا دقوم ملکان راغلي  غواړي تاسره په خولا شي او له ځينو خبرو ته تير شې، له ځينو به دوى تير شي، پيغمبر ورته وفرمايل : سمه ده! دوى دې زما يواځې يوه خبره ومني نو د ټولو عربو واکمنان به شي او ټول عجم به يې پيروان شي! ابوجهل وويل: سمه ده!يوه نه، لس خبرې به دې هم ومنو، پيغمبر ورته وفرمايل: ټول وواياست چې له الله نه پرته بل خداى نشته او له هغه پرته موچې کوم خدايان نيولي دي، ټول پريږدئ!
په دې خبره ټولو لاسونه ومروړل او ويې ويل: اى محمده!() ته غواړې چې مونږ له ډيرو خدايانو نه يو خداى جوړکړو؟ دا خو ډيره عجيبه خبره ده!
بيا يې يو بل ته وکتل او ويې ويل: په خداى چې دا سړى ستاسو هيڅ غوښتنه نه مني، ځئ ترڅو مو چې خداى ترمنځ پريکړه كوي دخپل پلار- نيکه دين کلک کړئ او ټول ووتل.
ابن عباس وايي: هغوى چې ووتل ابوطالب پيغمبر  ته وويل: قسم دى تا خو له دوى نه هيڅ کومه بده غوښتنه ونه کړه، په دې خبره د پيغمبر په زړه کې هيله پيدا شوه نو ورته ويې ويل: کاکا جانه! نو ته خو دا کلمه ووايه چې بيا دې د قيامت په ورځ زه شفاعت وکړم! ابو طالب ورته وويل: کاکا دې جارشي! که زه  له دې خبرې څخه نه ويريدلاى چې زما له مرګه وروسته به قريش تا او ستا کورنۍ ته بد وايي او وايي به چې ابو طالب د مرګ له ډاره مسلمان شو؛ نو هرو مرو به مې ستا د خوښۍ له پاره ويلې وه ( ).
ابوهريره وايي: د ابو طالب چې ځنکدن و پيغمبر د اسلام بلنه ورکړه او ورته ويې ويل: کاکا! لا اله الا الله ووايه چې زه دې د قيامت په ورځ خداى ته شاهدي ووايم، هغه ورته وويل: که د قريشو دا پيغور نه واى چې: د مرګ له ډاره مسلمان شو، نو ما به دې هرو مرو سترګې يخې کړي وې او دا کار به مې يواځې ستا د خوښۍ له پاره کړى و، خداى پاک دا ايات را نازل کړ: إِنَّكَ لاَ تَهْدِي مَنْ أَحْبَبْتَ وَلَكِنَّ اللَّهَ يَهْدِي مَن يَشَاء وَهُوَ أَعْلَمُ بِالْمُهْتَدِينَ [القصص ٥٦] ژباړه: ته هغه چا ته هدايت نشې کولاى چې ستا خوښ وي خو چاته چې الله وغواړي هدايت ورته کوي او هماغه په لار موندونکو ښه عالم دى( ).

د بلنې له پريښوولو انکار :

عقيل بن ابي طالب  وايي: ځينې قريشو ابوطالب ته  دپيغمبر په هکله ګيله وکړه، ابوطالب پيغمبر  ته وويل: اى زماوراره! ته پوهيږې چې زه هر وخت ستا ناز وړم؛ خو نن ستا د قوم خلک په جرګه راغلي او وايي چې ته کعبې ته ورځې او دوى ته په مجلسونو کې داسې خبرې کوې چې په دوى ښه نه لګيږي او پرې خپه کيږي؛ نو که له دې خبرو لاس واخلې!! پيغمبر اسمان ته وکتل او ويې وفرمايل: څنګه چې تاسو د دې وس نه لرئ چې له لمرڅخه د اور يوبڅرکى راوړئ همداسې زه نشم کولاى چې د کوم کار له پاره را ليږل شوى يم، هغه پريږدم ( ).
جابر بن عبدالله وايي: يوه ورځ قريش را جمع شول او په دې هکله يې مشوره وکړه ويل يو داسې سړى وګورئ چې ترهرچاکلک کوډګر، ستور پوه او شاعر وي، چې ورشي او هغه چا سره پاکه خبره وکړي چې زمونږ ترمنځ يې پريکون راوستی، مونږ يې په ډلو ويشلي يو او زمونږ په دين کې عيبونه لټوي، ټولو خلکو وويل چې ددې کار له پاره له عتبه بن ربيعه پرته بل مناسب سړى نشته، عتبه ته يې دنده ورکړه چې ته به ورشې او محمد() سره به خبره خلاصه کړې چې دى څه غواړي؟

قريشوته  دپيغمبر ګواښنه:

مسور بن مخرمه او مروان وايي: پيغمبر له مدينې نه مکې ته د عمرې په موخه راراوان و؛ خو چې “حديبيه” سيمې ته را ورسيد مشرکانو يې مخه ډب کړه او پرې يې نه ښود چې مکې ته داخل شي، پيغمبر  له ګڼ شمير صحابه وو سره په حديبيه کې پړاو وکړ چې مشرکانو سره خبرې وکړي، د بنو خزاعه قبيلې -چې له پيغمبر  سره يې دتهامه سيمې د نورو قبيلو په نسبت ډيره خواخوږي لرله- يومشر “بُدَيل بن ورقاء” له څو كسانو سره راغى  پيغمبر  ته يې وويل: زه کعب بن لوى او عامر بن لوى را ليږلى يم ترڅو تاسو په دې خبرکړم چې هغوى د حديبيه د چينو په خواو شا کې پراته دي او د جنګ له پاره يې هر ډول تيارى کړى دى او تاسو نه پريږدي چې بيت الله ته داخل شئ، پيغمبر  ورته وفرمايل: مونږ جنګ ته نه؛ بلکې عمرې ته راغلي يو او جنګونو خو قريش ډير ستړي کړي او ډير تاوانونه يې ور اړولي دي که دوى غواړي زه ورسره ترڅه وخته پورې سولې ته تيار يم، دوى به په دې موده کې زما او نورو خلکو تر منځ لاس وهنه نه کوي، زه به له دوى پرته نور خلک خپل دين ته را بولم؛ نو که په خپله بلنه کې بريالى شوم بيا د قريشو خوښه ده چې -د نورو خلکو غوندې- زما دين مني او که څنګه، او که زه بريالى نه شوم بيا به نو دوى هم ارام ژوند کوي؛ خو دا واورئ ! که بيا په دوى کې هرڅوک زما له دين نه انکار وکړي؛ نو په هغه ذات مې دې قسم وي چې زما ژوند يې په لاس کې دى! زه به ترهغو ورسره جنګيږم چې سر مې له تنه جلاشي او د خداى پاک دين به هرو مرو تلپاته دين وي ( )

په خيبر غزاکې حضرت علي ته دبلنې لارښوونه :

سهل بن سعد وايي: د خيبر غزا نه يوه ورځ وړاندې پيغمبر اعلان وکړ چې سبا به دا جنډه داسې چاته ورکوم چې په خداى او رسول مين وي او د خداى او رسول هم ورسره مينه وي او د همدغه کس په لاس به خداى پاک خيبر فتح کوي، شپه چې تيره شوه سهار ټول صحابه پيغمبر ته راغونډ شول او هر يوه يې هيله لرله چې د مسلمانانو جنډه ورکړل شي؛ خو پيغمبر پوښتنه وکړه چې علي بن ابي طالب چيرته دى؟ صحابه وو ورته وويل: هغه ناروغه دى سترګې يې خوږيږي، پيغمبر  وفرمايل: تاسو يې تر ماپورې راولئ! يو صحابي ورغى حضرت علي يې راوست پيغمبر  يې سترګې ور دم کړې او د روغتيا دعا يې ورته وکړه؛ نو د حضرت علي د سترګو درد داسې ورک شو تا به ويل له سره نا روغ نه و بيا يې جنډه په لاس ورکړه، حضرت علي پوښتنه وکړه! يارسول الله! ايا زه له دې خلکو سره په دې موخه وجنګيږم چې دوى هم زمونږ په ډول شي؟ پيغمبر  ورته وفرمايل: ښه ډاډمن ورځه او چې ور ميدان ته شوې لومړى د اسلام بلنه ورکړه او د خداى پاک حقوق ورته وړاندې کړه؛ نو که خداى پاک ستا په لاس يو تن هم په سمه لار روان کړ په خداى قسم چې دا ستا له پاره تر سرو اوښانو هم غور دى ( ).

حکم بن کيسان ته داسلام راوړلو له پاره موکه ورکول :

مقداد بن عمرو  وايي: په يوه غزا کې ما حکم بن کيسان کلابند کړ او ژوندى مې ونيو، زمونږ قوماندان غوښتل چې نوموړى ووژني؛ خو ما ورته وويل: پيغمبر ته به يې ورولو هغوى چې بيا هرڅه پرېکړه کوله، حکم مې پيغمبر ته را وست هغه  له ځان سره کښيناوه او تر ډيره وخته يې دمسلمانيدا په اړه خبرې ورته کولې، حضرت عمر وويل: يارسول الله! په کومه هيله  تاسو ده ته دومره ډيرې خبرې کوئ؟ چې نه مسلمانيږي ماته اجازه راکړئ چې سر يې ووهم او جهنم ته يې واستوم، خو پيغمبر د حضرت عمر خبرو ته غوږ ونه نيو او خپلو خبرو ته يې دوام ورکړ تردې چې حکم مسلمان شو، په يو روايت کې حضرت عمر  وايي: ما چې حکم مسلمان وليد پخواني او اوسني فکرونه را په زړه شول؛ نو ځان سره مې وويل: زه ولې دهغه کار په اړه خبره وکړم چې پيغمبر تر ماښه پرې پوهيږي؟ خو بيا مې فکر وکړ چې خيرده دا خبره خو مې د خداى او رسول له پاره کړې وه، دى وايي: حکم يو ډير کلک مسلمان شو او د خداى  په لاره کې يې جهاد پيل کړ تر دې چې د “بئرمعونه” په غزا کې شهيد شو او جنت ته ولاړ، پيغمبر له نوموړي نه ډير خوښ و ( ).

وحشي بن حرب داسلام راوړلو کيسه :

ابن عباس وايي: پيغمبر د حضرت حمزه قاتل (وحشي بن حرب) ته پيغام واستاوه او د اسلام بلنه يې ورکړه، وحشي په ځواب کې وويل: تاسو واياست چې قاتل، مشرک او زناکار به دوزخ ته ځي او د قيامت په ورځ به په سخت عذاب کې وي او ما دغه ټولې ګناوې کړي دي؛ نو څنګه زه کولاى شم چې مسلمان شم؟ ايا بيا به زما ګناوې وبخښل شي؟ خداى پاک دا ايت را نازل کړ :
إِلاَّ مَن تَابَ وَآمَنَ وَعَمِلَ عَمَلاً صَالِحًا فَأُوْلَئِكَ يُبَدِّلُ اللَّهُ سَيِّئَاتِهِمْ حَسَنَاتٍ وَكَانَ اللَّهُ غَفُورًا   رَّحِيمًا [الفرقان ۷۰] ژباړه:پرته له هغه چې توبه وباسي ، ايمان راوړي اوعمل وکړي،نېک عمل ؛نوداخلک چې دي الله به يې بدۍ په نېکيوبدلې کړي اوالله بخښونکى مهربان دى .
وحشي چې دا ايات واوريد ويې ويل: په دې كې خو د توبې، ايمان او نيکۍ شرطونه دي او دا شرطونه ګران دي ښايي زه يې پوره نشم کړاى؛ نو خداى پاک دا ايت نازل کړ:
إِنَّ اللّهَ لاَ يَغْفِرُ أَن يُشْرَكَ بِهِ وَيَغْفِرُ مَا دُونَ ذَلِكَ لِمَن يَشَاء وَمَن يُشْرِكْ بِاللّهِ فَقَدِ افْتَرَى إِثْمًا   عَظِيمًا [النساء ٤٨] ژباړه:يقيناً الله شرک نه بخښي اوله دې پرته (نورګناهونه) چاته چې وغواړي بخښي يې اوڅوک چې الله سره شرک کوي نوبې شکه چې هغه لوى دروغ پورې کړل .
وحشي وويل: په دې کې خو بخښنه د خداى پاک په خوښې پورې تړلې ده او دا معلومه نه ده چې خداى پاک به ما وبخښي او که نه، ايا له دې پرته نور ځاى نشته؟ خداى پاک دا ايت نازل کړ:
قُلْ يَا عِبَادِيَ الَّذِينَ أَسْرَفُوا عَلَى أَنفُسِهِمْ لاَ تَقْنَطُوا مِن رَّحْمَةِ اللَّهِ إِنَّ اللَّهَ يَغْفِرُ الذُّنُوبَ جَمِيعًا إِنَّهُ هُوَ الْغَفُورُ الرَّحِيمُ   [الزمر ٥٣] ژباړه:ورته وايه! اې زماهغوبندګانوچې پرخپلوځانويې ‌ظلم کړى دالله له رحمته مه ناهيلي کيږئ ، يقيناً الله ټول ګناهونه بخښي بې شکه هماغه ډېربخښونکى مهربان دى .
وحشي چې دا واوريدل ويل همدا سهي ده او مسلمان شو، ځيني صحابه چې له دې پيښې خبر شول پيغمبر  ته يې عرض وکړ:  يارسول الله! مونږ هم پخوا د وحشي په ډول ګناوې کړي دي نو ايا دا ايت زمونږ له پاره هم دى؟ پيغمبر  وفرمايل:  هو!  دا  ايات د ټولو مسلمانانو  له پاره دى ( )
دپيغمبر اوښتي رنګ ته په کتلو دفاطمې ژړا :
ابوثعلبه خشني وايي: د پيغمبر عادت و چې له سفر نه به را ستون شو لومړى به جومات ته ولاړ دوه رکعته لمونځ به يې وکړ بيا به د حضرت فاطمې  کورته ورغى پوښتنه به يې پرې وکړه او بيا به خپلو بيبيانو ته ورغى، يو ځل له يوې غزا نه را ستون شو او له خپل عادت سره سم لومړى جومات ته ولاړ دوه رکعته لمونځ يې وکړ بيا چې دحضرت فاطمې کورته ورغى هغه يې په دروازه کې هرکلي ته ولاړ وه د پيغمبر مخ او سترګې يې ښکل کړل او په ژړا شوه، پيغمبر ورته  کړل: لورې! ولې ژاړې؟ هغې وويل: ګرانه پلاره! ستا شکيدلى رنګ او زړې جامې مې ژړوي، پيغمبر ورته وفرمايل: فاطمې! مه ژاړه! ستا پلار ته خداى پاک داسې دين ورکړى چې دځمکې پر مخ هر پوخ او خام کور او د وړيو هرې خيمې ته به رسيږي، که څوک اسلام ته راشي د عزت ژوند به بيامومي او که څوک يې ونه مني هغه به ذليل وي او دا دين به د ځمکې ترهغې برخې پورې خپريږي تر کوم ځايه چې شپه خپريږي ( ).

نور بیا…

لیکوال: مولنا محمد یوسف کاندهلوي

ژباړن: مولوي عبدالحق حماد

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د