افغانستانسولې اړوند خبرونه

ترکیه کې د افغان سولې په تړاو جوړېدونکې ناسته وځنډېده

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۳۱ وری، ۱۴۰۰ل): د افغان سولې په تړاو د ترکیې په استانبول ښار کې جوړېدونکې ناسته چې تمه وه د روانې میلادي میاشتې په څلورویشتمه نېټه راوبلل شي،  ځنډېدلې.

دغه ناسته چې د امریکا د متحده ایالاتو په وړاندیز د ملګرو ملتونو تر سرپرستۍ لاندې د افغان سولې په تړاو رابلل کېږي، د طالبانو او حکومت تر څنګ د سیمې یو شمېر هیوادونه هم ورته بلل شوي دي.

د پخلاینې عالي شورا یوې سرچینې «الجزیره» ته ویلي، چې د استانبول ناسته له دې امله چې طالبانو پکې ګډون رد کړی دی، تر یوې مودې پورې ځنډېدلې.

که څه هم تر دې دمه د استانبول د ناستې نوې نېټه نه ده مشخصه شوې؛ خو ویل کېږي، طالبانو په دې ناسته کې د ګډون او یا نه ګډون د پرېکړې لپاره د سلا مشورو په موخه وخت غوښتی دی.

تر دې وړاندې طالبانو ویلي وو، تر هغه مهاله چې بهرني عسکر په افغانستان کې وي، دوی په هیڅ هغه کنفرانس کې برخه نه اخلي، چې د افغانستان په اړه پرېکړې پکې کېږي.

بل لور ته امریکا، ترکیې او ملګرو ملتونو په استانبول ناسته کې ګډون ته د طالبانو د چمتووالي په موخه له هغوی سره خبرې روانې ساتلې دي.

طالب ویاند «‌ذبیح الله مجاهد» ازادي راډیو ته ویلي «اوس هم خبرې روانې دي. تېره ورځ هم ناستې شوي او کېدای شي راتلونکې کې هم وشي. دوی هڅه کوي چې د راتلونکو ګامونو لپاره زموږ اندېښنې له‌منځه یوسي. دا معقوله خبره ده.»

دغه ناسته داسې مهال رابلل کېږي، چې د امریکا متحده ایالاتو د طالبانو او امریکا تر منځ د شوي توافق په خلاف په افغانستان کې د خپلو ځواکونو نظامي حضور غځولی او د مۍ میاشتې د لومړۍ نېټې په ځای یې د سپتمبر میاشتې پر یوولسمه نېټه د عسکرو د ایستلو هوډ څرګند کړی دی.

طالبان وایي، د دوحې لهه توافقنامې سره سم د بهرنیو عسکرو نه ایستل له توافقنامې څرګنده سرغړونه ده او د ناوړه پایلو مسئولیت به یې د امریکایي لوري په غاړه وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
6 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Adam Khan
Thank you Talib Jan for being determined and decisive. 
The credit goes to you. 
Talib Jan! No, don't attend these engineered conferences. 
The more you attend these engineered conferences, the more you 
lose the ground. It is for the benefits of Kabul Admin and West.
Hekmatyar Saib Chaplosyar Saib, you are not going to Istanbul. 
You are not gonna eat Shish Kebab. I am sorry for you.
طوطی

کنفرانس کی برخه نه اخیستل پدی معنی چی هیڅ بین المللی اصولو ته طالبان پابنده ندی. که داسی وی بیانو طالبان له سیاست څخه ډیر لری دی فکر نکوم چی آینده کی له دنیاوالو سره راشه ناسته وکړی شی چی د دوی دغسی عمل به د پسماندګی سبب شی او خوار مظلوم ملت به په کلونو کلونو نور همداسی بیوزله، مریض او در په دره پاتی وی.

طاهر ثابت

طوطی سیب بښنه غواړم که له تاسره مخالف یم. هیله ده خاطر دی خراب نسی. ستاسو استدلال په زړو مفکورو ولاړ دی. یووخت مسلمانانو فکر کاوو چه غربی نړی له مسلمانو نفرت نلری. اوس چه دطالبانو له راتګ سره مالومه سوه غرب به هیڅکله دمسلمانو سربلندی ونغواړی او دهغوی مړینه او بدبختی دهغوی اول هدف دی. مسلمانانو ته هغه دقران ایت ورپریادیدو ته ضرورت ده چه ویلی یی دی چه نصاری اویهود به هیڅکله له تاسو څخه راضی نسی ترڅو ددوی ملت ونمنی. تاسو داستعمار دغالبیدو او دمسلمانو دمغلوب پاتیدو مفکوره اوس هم لری. بین الملل دامریکا سازمان دی او… نور لوستل »

محمود

الحمد لله

ډیر ښه کار وشولو

الحاج استاذ بیانزی

ادم خان ورور ډیره مننه ، ستا د انګریزی تبصری کوچنی مګر پر ماهیته او پرکیفیته دی زما د زړه خبری پکی لیکی د ترکیی د کنفرانس په اړه چه مو حه لیکلی او څه دریز لری سل سلنه سم او زه هم ورته نظر او دریز لرم د ترکیی لوی تاوانونه خو ډیرو لیکلی او طالبان هم ورته انشالله متوجه دی مګر یو کوچنی تاوان یی دوستم ته هغه پرتوګ بیا اغوندی چه ملا فاضل صاحب تری ماسکو کی ویستلو او سامبولی یی له کنفرانس وویست او افغانستان ته سامبولی ولاړ اردګان ( دوهم اتاترک ) غواړی چه دوباره… نور لوستل »

حامد

همداسی دی
یقین وکه زما هم داسی ګمان وو
چه ترکیه خپل مصنوعی مارشال ته د دریشی ور اغوستلو پلان تطبیق کول غواړی

Back to top button
6
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x