افغانستان

دفاع وزارت په هلمند کې د طالبانو له زندانه د ۲۸ تنو د خلاصون دعوه کړې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۳۱ وری، ۱۴۰۰ل): دفاع وزارت وايي، د هلمند ولایت په موسی کلا ولسوالۍ کې د طالبانو یو زندان څخه ۲۸ تنه آزاد کړي دي.

له دغه وزارت نه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ځانګړو ځواکونو تیره شپه د هلمند په موسی کلا ولسوالۍ کې د طالبانو یو زندان په نښه کړی، چې د زندان د ماتولو ترڅنګ په نښته کې۶ طالبان هم وژل شوي دي.

په هلمند کې د ۲۱۵ میوند قول اردو مطبوعاتي مسئول جګړن عبدالقدیر هم ددې خبر په تایید سره ویلي، چې آزاد شوي کسان اوس په یو نظامي مرکز کې ساتل کیږي چې وروسته به خپلو کورونو ته واستول شي.

دا په داسې حال کې ده دوه ورځې وړاندې هم میوند قول  اردو د نیمروز ولایت په خاشرود ولسوالۍ کې د طالبانو د یو زندان د ماتولو پرمهال د ۲۰ دولتي عسکرو د آزادولو ادعا کړې وه.

طالبانو تراوسه ددې پېښې په هکله رسنیو ته څه ویلي نه دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Adam Khan

You wish Gahni Jan. Afghans are smart and understand that you idiot is confusing the Muslim nation.

طاهر ثابت

که عکس ريشتیا دطالبانو د زندان نه د ازادسوی بندیانو وی نو بیا یی ولی لاسونه لاترشا ورتړلی دی.رما له مالوماتو سره سم زمونږ په منطقه کی عادی بندیان دکلیو میلمانه وی او په جوماتو کی وی. طالبان خو همش دوی نه تړی. داسی ښکاری عسکرو دکلیو خلګ بندیان کړی او نوم یی بل باندی ایشی وی.
نن سبا دنابغه حکومت نادری کوی.

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x