نظــر

د بهرنيو ځواکونو د وتلو ځنډېدل او پايلې يې«لومړۍ برخه»

بریال پاسنی
که څه هم مخکې له دې چې بایډن د سپټمبر تر یولسمې د قواو د خروج په باره کې خپله بې قید او شرطه پریکړه اعلان کړیده امریکا د لوی درستیز د خولې خبر چې د افغانستان څخه په مسؤلانه ډول خپلې قواوې په دریو هفتو کې ایستلای شي.
د لوژستیکي او تخنیکي ستونزو د دروغجنې ادعا په مقابل کې کافي دلیل بلل کیده، خو د بایډن تازه اعلان اوس تر لمر هم روښانه کړه چې د دوحې د تړون مطابق د امریکایي قواوو د خروج په باره کې د ده له خوا مطرح شوي لوژستیکي موانع، په حقیقت کې سیاسي، عقدوي، سمبولیک او په انانیت مبتني وه نه په ځمکنیو حقایقو لکه څرنګه چې ادعا کیږی.

بایډن په خپله دې نوې فیصله چې په راتلونکو څو میاشتو کې یعنې تر سپټمبره له افغانستان څخه خپلې قواوې خامخا باسي په خپله خوله خپل پخواني بې بنسټه او کاواکه استدلال دروغ او د مطلوب ځنډ له پاره محض یوه بهانه وبلله.

پوښتنه چې ذهن ته راځی هغه داده چې دی څرنګه کولای شي نن په څلورو میاشتو کې هغه کار کولو ته چمتو شي چې ده یې په څه د پاسه دریو میاشتو کې له اجرا څخه د لو‌ژستیکي موانعو له وجې عاجزي ښودله. د دغه تناقض حل او جواب پیدا کول دی چې مونږ دې ته راکاږي چې د بایډن د تعلل او ابهام رښتیني اسباب بل ځای یعنې د ده په سیاسي سلوک کې ولټوو.

په دې اسبابو ځان پوهول ځکه اړین بولو چې د افغانستان په مورد کې د امریکایایي پټې دپلوماسۍ او د بایډن د ادارې د اینده احتمالي چلندله يوې څنډې پرده پورته کولای شي.پو هیږو چې د قواو د خروج په مورد کې د بایډن پر دې یو طرفه بیان درې مهم نتایج مرتب کیدونکي دي چې دوه لومړني یې غالب حقوقي او دریم یې بارز سیاسي اړخ لري.

الف: د دوحې د تړون نقضول:
که څه هم ځینې شنونکي د غربي قواو د خروج په باره کې ځنډ چې څلور میاشتې او لس ورځې کیږي د تړون د نقض په معنی نه اخلي او استدلال کوي چې ځنډ له لومړۍ ورځې د دې تړون یوه بارزه مشخصه وه چې د توافقنامې په هره مرحله کې متاسفانه پیښ شوی دی.
استدلال کیږي که دا وروستی ځنډ د نقض په معنی واخيستل شي نو بیا خو د پنځه زره طالب بندیانو د خوشې کولو په مورد کې تقریبا شپږ میاشتنی ځنډ، د بین الافغاني مذاکراتو په مورد کې حلزوني پیشرفت او بالاخره په ټپه دریدل، په تور لست کې د طالب سیاسي شخصیتونو تر ننه پاتې کیدل، په کندهار کې په طالبانو مرګونې بمبارۍ او نور ټول د نقض په معنی اخستل په کار دي. نو په دې اساس ویل کیدای شي چې د دوحې تړون اوس نه بلکه له هماغه لمړنیو هفتو راهیسې یو ځل نه بلکه وار وار نقض شوی دی. ځنډ منځ ته راغلی، پیشرفت ټکنی شوی خو تر لږ ځنډ وروسته هر څه بیرته عادي حالت ته راګرځیدلي دي.

په جواب کې استدلال کیږي چې دا وروستنۍ تخطي د اهمیت په لحاظ په ښکاره ډول تر نورو سرغړونو ډیر فرق لري. ځکه د قواو وتل د تړون مرکزي نقطه ده چې د توافقاتو نور ټول مواد په همدې نقطه راڅرخي. له بلې خوا دا هم په یاد ساتل په کار دي چې کیدای شي چې امارت تیرې تخطیانې د قرارداد د همدغې مهمې او مرکزي نقطې د بچولو په نیت زغملې وي او یایې فکر کړی وي چې ځینې جنګ طلبه کړۍ هڅه کوي چې دوی یعنې طالبان د پلان له مخې د قرارداد د نقض غلطۍ ته وهڅوي.

دا هم باید له یاده ونه باسو چې په کندهار کې د وروستیو بمباریو په مقابل کې څو ورځې وړاندې داسې رپوټونه مخې ته راغلل چې طالبانو د ناټو د هوایي حملو د تکرار په صورت کې خپلو جنګیالیو ته د جوابي کاروایو په باره کې لازم هدایات صادر کړي وه. نو بناء ښکاره احتمال موجود دی چې دا وروستۍ تخطي چې د تړون جوهر ګواښي د طالبانو سخت غبرګون را منځته کړی.

د بایډن بیان د دوحې د تړون نقض دی، بې له کوم شک او تردیده صریح او عمدي نقض دی. دا نتیجه په دې استدلال متکي ده چې د قواو نه خروج یو طرفه او د ښکاره سیاسي بې تصمیمۍ مستقیمه نتیجه ده نه د کوم ډول Force Majeure چې مقابله او پیشبیني یې د انساني ادراک او توان له محوطې وتلې وي.
وخت مهم دی هغه څه چې په خپل وخت انجام نه شي د نه انجام په معنی دي. د توجه وړ نقطه داده چې دا نقض په عین حال کې داسې انجنیري شوی دی چې د جګړې د بیا پیلیدو څخه د بایډن دروني ترس او ویره په کې له لرې ښکاري.

د قواو خروج مشروط نه دي او د بیان مطابق په هغه ورځ شروع کیږي په کومه چې باید ټولې خارجي قواوې یې له دی هیواده وتلې وای. داسې فکر کیږي چې بایډن له دې نوې او یو طرفه مهالویشه او په ټوله کې د تړون د نقض څخه څلور لاندینۍ موخې درلودلای شي:

1. امریکایان د خپلو محاسباتو له مخې افغانستان پریږدي. داسې مجبره قوه نشته چې دوی دې د افغانستان څخه وتلو ته اړ کړي. دی په دې وسیله غواړي چې د طالبانو د سرښندنو تاثیرات په خپله سیاسي تصمیم ګیرۍ کې کم رنګه ښکاره کړي.
په داسې حال کې چې دی په دې ښه پوهیږي چې ټول هغه څه چې دی یې د خپلې تصمیم ګیرۍ په پروسه کې مؤثر بولي په واضح ډول د طالبانو د سرښندنو مستقیمه نتیجه ده. مالي او ځاني خسارات چې امریکایانو ته اوښتي بې له شکه دده په محاسباتو کې ټاکونکی عنصر دی، دا و حتی په همدې بیان کې یې په خپله ذکر کړی دی. حقیقت دادی چې د دنیا ستر طاقت ته دا منل ګران دي چې د یو خوار او بې دفاع ملت د بچېانو له لاسه دې وتلو ته مجبور شي.

2. چې بایډن د سپتمبر په یوولسمه وکولای شي خلکو ته ووایي چې هغه جګړه چې شل کاله دمخه بوش شروع کړې وه، بالاخره په خپله په خپل حساب او د ملت د ګټو په خاطر ختمه کړه. څرنګه چې د جنجالونو فیصله کول او بل ته نه پریښودل د لیډرشپ خصلت دی نو دی په دې ډول غواړي ځان تر پخوانیو رییس جمهورانو ډیر ښه وځلوي او ځان ولس ته د یو ښه لیډر په حیث معرفي کړي.
د سپټمبر په یولسمه د جګړې د ختم اعلان سمبولیک اړخ هم لري. دا ډول مکاني او زماني سمبولیزمونه په غربي دپلوماتیکه نړۍ کې خورا باب دي. نمونه یې له هماغه اتاقه د دې بیان صادرول وه له کوم چې بوش په افغانستان د لښکرکشۍ اعلان کړی وه. د دپلوماسۍ د مسلک شاګردان په بین المللي معاهداتو کې زماني او مکاني ظروفو ته توجه کوي او په اهمیت یې پوهیږي.

3: بایډن په دې وسیله غواړي چې د معضلې په اختتام خپل مهر ولګوي او د ځان او دیموکرات پارټۍ له پاره په امریکایي عامه ذهنیت کې د ټرمپ د ادارې ګټلی کریډت تر لاسه کړي. سیکولر سیاستوال هر وخت کامیاب دي. بوش د خپل عظیم جنګي ماشين په څیر غریده، کله یې چې په افغانستان د حملې اعلان وکړ او بایډن اوس د شکست په حال کې ځان د دې شل کلنې اوږدې جګړې د ختمولو قهرمان معرفي کول غواړي. بوش یې د خرپ قهرمان او دی یې د ترپ.

4. له طالبانو په ضمنی او غیر صریح ډول غواړي چې جګړې ته بیرته ورونه ګرځي. ځکه په هماغه ورځ چې احتمالا دوی ته د طالبانو مخ ورګرځي دوی د تګ هوډ اعلانوي. دی په دې وسیله غواړی د جګړې د بیا شروع کولو په مورد کې د طالبانو په سیاسي او نظامی کرښو کې د جګړې د بې معنی ښکاره کولو له لارې یو ډول تذبذب، تردد او دو دلي رامنځ ته کړي.
د مۍ د میاشتې لومړۍ نیټه چې د خروج ورځ ټاکل شوې ده کنایتاً دا پیغام لري چې هغه څه چې بې له جګړې لاس ته راتللای شي په جګړه نه ارزی. نو جګړې ته مه را ګرځئ. پوهیږو چې د دښمن په صفوفو کې د اذهانو مغشوشول، تردد او تذبذب خلقو په ننیو جګړو کې یو مهم او خورا کارنده عنصر دی.

دی که په دې بیان کې صراحتاً خپل شکست نه مني خو خپل موفقیت هم نه اعلانوي. خپلو وطنوالو او خصوصاً هغوی ته چې د جګړې د دوام غوښتونکی دی په خپل بیان کې د باټو پر ځای خپله ناتواني په څرګندو ټکو بیانوي.
په ښکاره وایي چې امریکایان تر دې زیات نور څه نه شي کولای او نه نور دلته پاتې کیدای شي. نه نور میلیاردونه میلیاردونه ډالر مصرفولای شي او نه د خروج له پاره ایډیال شرایط برابرولای شي. دا ډول اظهارات تر شکستDefeat بدتر یعنې Defeatism افاده کوي.
Defeatیعنې شکست له مقابلې او مقاومت څخه وروسته رامنځ ته کیږي، په داسې حال کې چې Defeatism مخکې له عمل څخه د شکست منل دي.
Defeatismذهني حالت دی چې خاص سلوک رامنځ ته کوي او هاغه دښمن ته مخکې له دې چې تورې ته لاس کړي تسلیمي ده.

د یادولو ده چې امریکایان به هیڅکله هم د مۍ په لومړۍ نیټه د عسکرو په خروج پیل ونه کړي تر څو دا اطمیناني نه کړي چې د دوی خروج په منظم او بې له کوم جدي ګواښه تر سره کیدای شي. واضح ده چې امریکایان دا لوژستیکي وړتیا لري چې خپل عسکر حتی په لسو ورځو کې دننه دننه وباسي.

نوربيا…..

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x