افغانستان

کابل: د ملي امنیت پر عسکرو درنه چاودنه شوې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۳۱ وری، ۱۴۰۰ل): د کابل ښار د پنځلسمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې د ملي امنیت د عسکرو پر قطعې زوروه چاودنه شوې.

د کورنیو چارو زورات وايي، نن ماښام نهه نیمي بجې شاوخوا د پنځلسمې امنیتي حوزې اړوند «شهید څلور لارې» کې چاودنه شوي، خو د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه معلومات نشته.

امنیتي سرچینې وايي، چاودنه د ملي امنیت اړوند ۲۴۱ ریاست پر عسکرو داسې مهال شوې، چې موټریز کاروان یې د ملي امنیت د لوژستیک ریاست ودانۍ ته د ننوتلو په حال کې وو.

ویل کېږي، چاودنه ډېره زوروره وه چې غږ يې په لیري سیمو کې اورېدل شوی او د پېښې ځای ته دنږدې کورونو ښيښې یې ماتې کړې دي.

د چاودنې نوعیت لا هم څرګند نه دی او نه هم د پېښې مسئولیت چا په غاړه اخیستی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

کابل حکومت په زوره زندانونه ماته وی بندیان خوسی کوی، طالبان بیا د ځان وژنی په زور یو ناځوانمردانه برید کوی. دا څنګه جهاد دی او کچیری امریکایان په وتلو شروع وکړی بیا نو مشکله ده چی څوک د جهاد په نوم د جنګ میدان ته راسی.

پوپل

طوطی شاه نور به سه نه وایم خو د کابل واتونو کی یو متل ده چی وایی
بسته کو دیونایته هههههه د سیاسی چارو خه کارپوه خو یی دا می درسره ومنله جار سم

محمد نعیم

جهاد اصغر لکه چي په ختمیدو دی او جهاد اکبر په پیلیدو دی. تر اوسه خو چي بهرنیان دلې دي، په حکومت کي ولاړ هغه خلګ چي د مسلماني دعوه کوي، دا وایي چي زموږ واک پریښودل ګټه نه کوي. که کار پرېږدو، یو تر موږ بدتر مردارخور به مو پر ځای ودریږي. کله چي بهرنیان ووځي بیا به نو دوې خبري وي چي که دي پر خدای پاک و اخیرت و پیغمبرص و قرآن ایمان راوړی وي، د اسلامي شریعت د نفاذ غوښتونکو سره ودریږه او که کافر او دهري یې، نه خدای منې، نه رسول منې نه قرآن… نور لوستل »

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x