شعـــــرونه

بېلتانۀ دې رانه توري دي ورک کړي/ خدرخېل

جانان خدرخېل

بېلتانۀ دې رانه توري دي ورک کړي
نۀ پوهېږم درد دې څۀ رنګه انځور کړم
څنګه ولیکمه ستا د فراق کړیکې
ښه نو څنګه رابهر مې د زړۀ شور کړم

ستا د تللو په شېبه به مړې نشي
که د خدای د ټول مخلوق سترګې زما شي
سمندر به زما اوښکو ته بس نشي
او شیبې د باران هم پرې ورسېوا شي

بېلتانۀ دې راته ژبه ګونګه کړې
څنګه ووایم چې څنګه یار مې ورک دی
غم لا دا چې په ژړا هم پابندي ده
د زړۀ سره زړۀ مې بل رقم ته ډک دی

بېلتانۀ دې په بلا غمو ککړ کړم
لېونی یم له خپل ځان سره مې جنګ دی
له تا وروسته زندګي هغسې نه ده
نۀ هغه روغ زړۀ راپاتې او نۀ رنګ دی

تۀ په حقه لاره تللی یې جانانه
خو په تلو دې د دښمن خندا خوند نکړي
مرګی حق دی د بسمل ملا خبره
خو تربور چې دې ژوندی وي دا خوند نکړي

له تا وروسته په دې ټول کلي ماتم دی
بس غمونه، اندېښنې دي ورېدلي
په هر مخ له درده خړ ګردونه ښکاري
تۀ به وایې که ایرې دي ورېدلي

غم دې دومره زورور دی په والله چې
تک تور شوی دی زما د مخ پوستکی
“خدرخېل” درپسې نیم نۀ یمه پاتې
افف شهیده یاره ټکی، ټکی، ټکی

جانان خدرخېل

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x