شعـــــرونه

د بېلتانۀ درد/ منصور درمان

منصور درمان

چې څۀ حالات ترخۀ ترخۀ شي، سړی وزوروي
یو څۀ چې درد د بېلتانۀ شي، سړی وزوروي

وه یوسف مخیه! وه ګل رنګه! تابه څنګه هېر کړم؟
چې ستا یادونه را پۀ زړۀ شي، سړی وزوروي

ستا ببر سر څيرې ګرېوان یتیمه! نشم زغمی
سوي آهونه دې پۀ خولۀ شي، سړی وزوروي

د یو چا ټول عمر صحبت سړی زغملی شي خو –
د چا چې یو نظر کاتۀ شي، سړی وزوروي

دا چې در خپل شي او در ګران شي د خپل ځان پۀ شان شي
او بیا جدا پۀ ژوندانۀ شي، سړي وزوروي

چې د شهید طالب مسکي انځور ته ؤګوري نو
د سړي زړۀ اوبۀ -اوبۀ شي، سړی وزوروي

چې خاطرې دې پۀ خطر واوړي منصور درمانه!
او سپېرې خاورې تور رانجۀ شي، سړی و زوروي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x