افغانستانسولې اړوند خبرونه

ترکیه: د استانبول ناسته له اختر وروسته جوړېږي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱غویی، ۱۴۰۰ل): د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت وایي، ددې هیواد په استانبول ښار کې د افغان سولې په تړاو رابلل کېدونکې ناسته ځنډېدلې او تر اختر وروسته ښایي جوړه شي.

دغه ناسته چې د امریکا په وړاندیز د ملګرو ملتونو په سرپرستۍ کې رابلل کېږي، د طالبانو او حکومت د استازو تر څنګ د سیمې یو شمېر هیوادونه هم ورته بلل شوي دي.

د ترکيې د بهرنیو چارو وزیر «مولود چاوش اوغلو» وایي، له قطر، ملګرو ملتونو او امریکا سره تر مشورو وروسته یې لازمه بللې چې د استانبول ناسته تر اختر وروسته راوبلل شي.

دغه ناسته وروسته له هغه ځنډېږي، چې طالبانو په یاده ناسته کې له ګډون انکار وکړ او ټینګار یې وکړ، چې د بهرنیو عسکرو په شتون کې د افغانستان په تړاو رابلل کېدونکو ناستو کې برخه نشي اخیستلای.

بل لور ته دغه ناسته داسې مهال له ځنډ سره مخ کېږي، چې د امریکا متحده ایالاتو او ناټو له طالبانو سره د کړې هوکړې خلاف په افغانستان کې خپل نظامي حضور غځولی او د روان میلادي کال د سپتمبر میاشتې یوولسمه نېټه يې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو وروستۍ نېټه اعلان کړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Adam Khan

No, no Talib is not attending it at all. Talib will attend it after the complete pull out of NATO troops
Hekmat Yar Saib Chaplos Yar Saib you are back on board.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x