تاریخي پيښي

د روژې په څلورمه او پنځمه رامنځته شوې، د اسلام د تاریخ ځینې مهمې پېښې

حمادافغان شیرزاد

موږ که د تاریخ اهمیت او ارزښت درک کړو، نو هرومرو به یې ولولو او عبرت به ترینه واخلو.

د هجرت په لومړي کال د روژې په څلورمه رسول الله ‎ﷺ د اسلام د تاریخ لومړنۍ سریه د حمزه رض په مشرۍ د مشرکینو سره مقابلې ته ولیږله.

پیښه داسې وه چې د کفارو قافلې به د مدینې له لارې شام ته تللې او هلته به یې تجارت کولو، رسول الله ‎ﷺ ته معلومه شوه چې د مشرکینو قافله راوتلې، نو حمزه رض یې د ۳۰ مهاجرینو په ګډون ولیږلو، مشرکینو سره ۳۰۰ مسلح کسان وه، خو د جګړې نه مخکې د جهینه قبیلې یو سردار دواړه له جګړې راوګرځول.

په همدې ورځ د اسلام لومړنۍ بیرغ هم اوچت شوې وو، د کوم چې سپین رنګ وو او وړونکی یې ابومرثد رض وو.

د ۲۶۲هجـ کال د روژې په څلورمه د فقیه ابوبکر حنفي او ابودقاق حنبلي په تحریض مسلمانانو د هبة الله ناصر الدولة په مشرۍ له رومیانو سره ستره معرکه وکړله او د هغوی یو مشر “دمستق” یې ژوندې د فتحې وروسته اسیر کړلو.

د ۶۶۶هجـ کال د روژې په څلورمه مسلمانانو د “ظاهر بیبرس” چې د مملوک سلطنت یو تکړه قومندان وو په لاس أنطاکیه د صلیبیانو له لاسونو یو ځل بیا واخیستله. دا ښار د ابو عبیده بن الجراح رض په لاس د عمر رض په خلافت کې فتحه شوې وو، چې په ۴۹۱هـ کې بیرته صلیبیانو ونیولو.

د ۹۲۷هـ کال د روژې په څلورمه عثماني ترکانو د د وسطي اروپا دروازه د “بلغراد” ستر ښار فتحه کړو.

د روژې پنځمه:
د ۱۱۳هـ کال د روژې په پنځمه په اندلس کې د اموي خلافت بنسټ ایښودونکی “عبدالرحمن الداخل زیږېدلی وو، کوم چې په ۱۳۸هـ کال کې د اندلس په ځمکه د أموي خلافت د تاریخ زرین باب پرانیسته وکړه.

د ۱۳۴۲هـ کال د روژې په پنځمه په لیبیا کې د عمر المختار او ایټالوي فوځیانو ستر معرکه د “معرکة بئر الغبي” په نوم ترسره شوه چې د مسلمانانو په کامیابۍ تمامه شوه.

د ۱۹۴۴م کال د روژې په څلورمه د عثماني خلافت وروستی خلیفه “عبدالحمید دوهم” وفات او مدینه کې خاورو ته وسپارل شو.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x