شعـــــرونه

الهي عشق/داد محمد بشارت

داد محمد بشارت

بې له عشقه مې دې کله هم سینه نۀ شي اللّٰه
د زړۀ کور کې مې دې تته دا ډيوه نۀ شي اللّٰه

تندی خو مې دې تا لره له ډېرو سجدو مات شي
وخت مۀ کړه چې دا تاته پۀ سجده نۀ شي اللّٰه

سجده چې وي د شپو پۀ حجابونو کې مستوره
نو به ولې لکه حوره ښايسته نۀ شي اللّٰه

جلوې د ستا د حسن به ښکاره شي په کې څنګه؟
غبار نه چې صفا د زړۀ آينه نۀ شي اللّٰه

کړۍ ، کړۍ تر تا در رسېدلی يې زنځير دی
لۀ لاسه مې دې خوشې دا حلقه نۀ شي اللّٰه

بس تا راته پۀ ياد کړي پۀ سلګيو دې نوم واخلم
بې درده د زړګي مې دې هېڅ شپه نۀ شي اللّٰه

دنوم د شاتو خوند به دې حس نۀ کاندي پۀ ژبه
چې تار ته د بڼو اوښکه تسپه نۀ شي اللّٰه

تر دار غاړې وتل اسانه نۀ دي « بشارته »…!
چې پورته پۀ سر ستا د عشق پياله نۀ شي اللّٰه

داد محمد بشارت

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x