د روژې مبارکه میاشت

په روژه ماتي کې تلوار کول د احادیثو په رڼا کې!

همایون عیسی خېل

له حضرت سهل بن سعد رضي الله عنه څخه روايت هغه وايي چې:
1:عَنْ سَهْلِ بْنِ سَعْدٍ: أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، قَالَ: «لاَ يَزَالُ النَّاسُ بِخَيْرٍ مَا عَجَّلُوا الفِطْرَ) متفق عليه
ژباړه: رسول الله صلی الله علیه وسلم وایي: ترڅو چې خلک په روژه ماتي کې تلوار کوي، تر هغه به په خیر کې وي.
یعنې ترڅو چې مسلمانان په روژه ماتي کې تلوار کوي، دوی به په خیر کې وي، له شر څخه به لېرې وي.

2: عَنْ أَبِي عَطِيَّةَ، قَالَ: دَخَلْتُ أَنَا وَمَسْرُوقٌ، عَلَى عَائِشَةَ رَضِيَ اللهُ عَنْهَا، فَقَالَ لَهَا مَسْرُوقٌ: رَجُلَانِ مِنْ أَصْحَابِ مُحَمَّدٍ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، كِلَاهُمَا لَا يَأْلُو عَنِ الْخَيْرِ، أَحَدُهُمَا «يُعَجِّلُ الْمَغْرِبَ وَالْإِفْطَارَ»، وَالْآخَرُ يُؤَخِّرُ الْمَغْرِبَ وَالْإِفْطَارَ، فَقَالَتْ: مَنْ يُعَجِّلُ الْمَغْرِبَ وَالْإِفْطَارَ؟ قَالَ: عَبْدُ اللهِ، فَقَالَتْ: «هَكَذَا كَانَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَصْنَعُ» رواه مسلم
ژباړه: ابو عطیه وایي: زه او مسروق عایشې رضي الله عنها ته ورغلو، نو مسروق ورته وویل: ( د رسول الله صلی الله علیه وسلم دوه صاحبه دي، چې دواړه د نیکۍ په کارو کې سستي نه کوي، یو یې( د ماښام په لمانځه او روژه ماتي کې تلوار کوي) او بل یې: د ماښام لمونځ او په روژه ماتي کې وروستوالی کوي. نو(عایشې رضي الله عنها) ترې وپوښتل: څوک د ماښام په لمانځه او روژه ماتي کې تلوار کوي؟ ده ورته وویل: عبد الله(ابن مسعود) رضي الله عنه. نو هغې وویل:( همداغسې به رسول الله صلی الله علیه وسلم کول.
علماء وایي: هغه بل صحابي چې، په روژه ماتي او د ماښام په لمانځه کې یې وروستوالی کاوه، ابو موسی اشعري رضي الله عنه و.

سره له دې چې نوموړی جلیل القدر صحابي دی، بیا یې هم داغسې عمل کاوه، دا ولې؟
علماء په ځواب کې وایي:

= نوموړي به دغه عمل د جواز لپاره کړی وی( یعنې دا خبره یې په ډاګه کوله چې، که څه هم په روژه ماتي کې تلوار غوره دی؛ خو وروستوالی هم جواز لري.

= ښایي د څه عذر له کبله به یې داسې کړي وی.

= ښایي د څه مصلحت په اساس یې داسې کړي وي.

= ښایي عادت یې دا نه و؛ خو یو څو ځلې به یې داسې کړي وي، نو مسروق به عایشې رضي الله عنها ته ویلي وی.

3: عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: قَالَ اللَّهُ عَزَّ وَجَلَّ: إِنَّ أَحَبَّ عِبَادِي إِلَيَّ أَعْجَلُهُمْ فِطْرًا. رواه الترمذي
ژباړه: د ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې، رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: الله جل جلاله وایي: یعنې دغه حدیث قدسي دی)( ماته ډېره ګران هغه بندګان دي، څوک په روژه ماتي کې تلوار کوي.

4: عن عمر بن الخطاب رضي الله عنه قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «إِذَا أَقْبَلَ اللَّيْلُ مِنْ هَا هُنَا، وَأَدْبَرَ النَّهَارُ مِنْ هَا هُنَا، وَغَرَبَتِ الشَّمْسُ فَقَدْ أَفْطَرَ الصَّائِمُ» متفق عليه
ژباړه: د عمر بن خطاب رضي الله عنه څخه روایت دی چې، رسول الله صلی الله علیه وسلم وایي: ( کله چې شپه(تیاره) له دې خوا راشي، ورځ(رڼا) له دې خوا لاړه شي او لمر ډوب شي؛ نو روژه دار روژه ماته کړه.

یعنې کله چې ماښام شي او لمر ډوب شي، نو د روژې ماتي وخت پوره شو، باید روژه دار روژه ماته کړي.

له دې ټولو احادیثو معلومیږي چې:
= په روژه ماتي کې تلوار سنت دی.
= په روژه ماتي کې تلوار کول د خیر او برکت ذریعه ده.
= په روژه ماتي کې تلوار کوونکی، الله جل جلاله ته ګران بنده وي.

مرجع: روضة الصالحین شرح ریاض الصالحین.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x