افغانستان

پکتیا: د ولسمشر په ځانګړیو ساتونکو برید شوی دی

نن ټکی آسیا(پنجشنبه، چنګاښ ۲۶مه، ۱۳۹۳): نن له غرمې مخکې د پکتیا ولایت په مربوطاتو کې د ولسمشر په ځانګړیو ساتونکو برید شوی دی.
دغه برید چې نن د پکتیا ولایت په زرمت ولسوالي کې شوی دی، د پکتیا امنیتي چارواکو يې پخلی کړی دی او يلي يې دي چې برید د ولسمشر په ځانګړیو ساتونکو شوی دی.
د سرچینې په قول د ولسمشر ساتونکي پکتیکا ته لاره وو چې په له ورته پېښې سره مخ شول.
د پکتیا امنیتي مسوولین وايي چې په دې برید کې څلور تنه ساتونکي مرګوني ټپیان شوي دي. ویل کېږي چې دوی د پکتیکا اورګون ته د هغې پېښې د څېړلو په موخه په روان وو، چې لسګونه عام وګړي پکې ووژل شول. یاده دې وي چې د اورګون دپېښې اړوند مبصرین په دې اند دي چې دا یوه استخباراتي پلان شوې پېښه وه، تر څو د خلکو ذهنیت مغشوش کړي.
د برید مسوولیت تراوسه کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

وروستي جزیيات:

د پورته برید مسوولیت شېبه وړاندې طالبانو پخپلبه غاړه واخیست او ويلي يې دي چې دوی دغه برید د پکتیا ولایت په زرمت ولسوالي کې ترسره کړی دی.

د طالبانو له خوا خپره شوې خبرپاڼه وايي چې دوی د پکتیا د زرمت په هیبت خېلو کې د ولسمشر په ځانګړو ساتونکو بریدکړی دی او ګڼ شمېر يې وژلي دي. پر دې سربېره يې څوتنه ژوندي هم نیولي دي.

خبرپاڼه کاږي: « دګوډاګۍ ادارې مشر حامد کرزي دپکتیکا د ارګون ولسوالۍ ته سفر درلود دامنیت ساتونکوعسکرو کاروان یې دنوموړي دامنیت ساتلو په موخه مخکې لیږل شوی وو ترڅو دسیمې امنیت وساتي.او دکرزي سفر ته زمینه برابره کړي.»

ویل کېږي چې ښايي د ولسمشر ساتونکي به د هغه د سفر د خوندیتوب په خاطر دلته راغلي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x