افغانستان

کندهار کې ۳۵ دولتي عسکر طالبانو ته تسلیم شوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱ غوايي، ۱۴۰۰ل): طالبانو ته د تسلیمېدونکو دولتي عسکرو په لړ کې تازه په کندهار ولایت کې ۳۵ دولتي عسکر او پولیس طالبانو ته تسلیم شوي دي.

د طالبانو په رسمي ویب پاڼه د خپاره شوي خبر له مخې پورته شمېر تسلیم شوي دولتي عسکر د کندهار ولایت معروف، پنجوايي، ارغستان او ژیړۍ ولسوالیو مربوط دي، چې له تسلمیدو وروسته د طالبانو لخوا ورته هرکلی ویل شوی دی.

په داسې حال کې چې له افغانستان څخه د امریکايي عسکرو بشپړ وتلو ته د ګوتې په شمېر میاشتې پاتې دی او په قطر کې د افغان جګړې د خاتمې لپاره پیل شوي بین الافغاني مذاکرات دویم پړاو هم په ټپه دریدلي حالت ته ورته دی، طالبانو ته د دولتي عسکرو د تسلیمۍ سلسله چټکه شوې، چې نږدې هره ورځ لسګونه دولتي عسکر او پولیس طالبانو ته تسلیمیږي.

د تیر (۲۰۲۰م) کال فبروري میاشتې په ۲۹ د طالبانو او امریکا متحدو ایالتونو ترمنځ د سولې توافقنامې له لاسلیک او دولتي منسوبینو ته د طالبانو د مشر شیخ هبة الله اخندازده لخوا د عامې بښنې له اعلان وروسته دغه لړۍ نوره چټکه شوې، تیره میاشت هم شاوخوا ۱۶۰۰ دولتي عسکر طالبانو ته تسلیم شوي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Adam Khan

Hey Tallib,

Stop talking, just continue with the guidelines given to by Islam. The nation is on your side . Is it not? Every single soldier loves you

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x