نړۍ

امريکا: د استانبول ناسته د دوحې بهیر بديل نه وه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱غویی، ۱۴۰۰ل): د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند نيډ پرايس ويلي، د افغانستان سولې په اړه د استانبول ناسته هېڅکله د دوحې بهير بديل نه وه، بلکې دغه ناسته د سولې بهير د ګړندي کولو لپاره د ډيپلوماټيکو فعاليتونو د پراخولو هڅه وه.

نيډ پرايس تېره شپه يوې خبرغونډې ته د وينا پر مهال وويل، د دوحې مذاکرات يوه ستره هڅه ده، چې امريکا به پر خپلو ټولو وسايلو او سياسي هڅو دوام ورکړي او دا بايد روښانه شي، چې د افغانستان جګړې د حل لپاره سياسي هلې ځلې په کار دي او هغه هم د افغانانو په مشرۍ او افغانانو په مالکيت.

هغه زياته کړې، چې  دوی د افغان ولس لپاره د سولې او ثبات په راوستلو کې مرستې او همکارۍ ته دوام ورکوي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د وياند له خبرغونډې وروسته ډيپلوماټيکو سرچينو وويل، چې د استانبول ناسته وځنډول شوه او نن چهارشنبه سهار د دې ناستې درې کوربنو «ملګرو ملتونو، ترکيې او قطر» د استانبول ناستې د ځنډېدو پخلی وکړ.

په اعلاميه کې راغلي، چې د وروستيو پرمختګونو او ښکېلو لوريو سره له سلا مشورو وروسته د استانبول ناستې د ځنډولو پرېکړه وشوه او د وضعيت د برابرېدو پورې به په مناسب وخت کې دا غونډه جوړه شي.

نيډ پرايس په عين حال کې دا هم ويلي، چې د ولسمشر بايډن اداره په دې باور ده، چې د افغانستان کړکېچ له پوځي لارې نه کيږې او د دې لپاره يې د سوله‌ييزو هڅو پر دوام ټينګار کړی دی.

نوموړي زياته کړې، چې د افغانستان سولې کې د همکارۍ لپاره دوی د ترکيې، قطر او ملګرو ملتونو د هڅو درناوی او ستاينه کوي.

د استانبول ناسته وروسته تر هغه وځنډول شوه، چې تېره اونۍ د طالبانو د سياسي دفتر وياند ډاکټر محمد نعيم وويل، چې دوی د استانبول په ناسته کې ګډون نه کوي او زياته کړې يې وه، چې طالبان تر دې وروسته د افغانستان په اړه  تر هغه وخته په هېڅ کنفرانس کې ګډون نه کوي، تر څو، چې ټول بهرني پوځيان له افغانستانه وتلي نه وي.

طالبانو دا اعلان وروسته تر هغه وکړ، چې د امريکا ولسمشر جو بايډن او د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ تېره اونۍ وويل، چې دوی د خپلو پوځيانو د ويستلو لړۍ د مې له لومړۍ نېټې پيلوي او تر سپټمبر پورې به يې بشپړه کړي.

د امريکا او طالبانو تر منځ د دوحې تړون کې امريکا منلې وه، چې د ۲۰۲۱ کال د مې تر لومړۍ نېټې به خپل ټول پوځيان له افغانستانه باسي.

طالبانو د امريکا او ناټو دا اعلان د تېر کال د دوحې تړون څخه سرغړونه بللې او خبرداری يې ورکړی و، چې د مې له لومړۍ نېټې وروسته د هر ډول جګړې او زيانونو پړه به د امريکا پر غاړه وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x