افغانستان

جرمني تر امریکا وړاندې ټول عسکر له افغانستانه وباسي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱ غوايي، ۱۴۰۰ل): د جرمني دفاع وزارت چارواکي وايي، د روان میلادي کال د جولای میاشتې په لومړیو پنځو ورځو کې له افغانستانه د ټولو جرمني عسکرو د ایستلو پلان لري.

د جرمني د یوې رسنۍ «ډي‌‌ پي اې» د راپور په اساس، د یاد هیواد دفاع وزارت پارلمان ته ویلي، چې له ناټو متحدینو سره یې سلا مشورې روانې کړې دي او پلان لري، چې د جولای میاشتې تر څلورمې نېټې خپل ټول عسکر چې شمېر یې ۱۱۰۰ ته رسېږي له افغانستانه راوباسي.

د جرمني د دفاع وزارت یوه تن ویاند سرچینې ته ویلي، چې هیواد یې په افغانستان کې پاتې اجناس او وسایط‌ د هوا له لارې را انتقالوي او د جولای تر څلورمې نېټې په افغانستان کې خپل نظامي حضور پای ته رسوي.

د جرمني پورتنۍ پریکړه وروسته له هغه ده، چې د امریکا متحده ایالات او ناټو وایي، د روان میلادي کال د سپتمبر میاشتې تر یوولسمې نېټې په افغانستان کې خپل نظامي حضور ته د پای ټکی ږدي او په بشپړ ډول له افغانستانه راوځي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Adam Khan

Do not change your mind. You could stay with us until January 2022.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x