نړۍ

امريکا له افغانستان وروسته هڅه کوي په ځينو ګاونډيو هېوادونو کې خپل پوځيان ځای پر ځای کړي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱غویی، ۱۴۰۰ل): د امريکايي ځواکونو د مرکزي قومندانۍ قومندان جنرال کنت مکنیزي ويلي، چې هڅه کوي، چې له افغانستانه تر وتلو وروسته د سيمې په يو شمېر هېوادونو کې خپل پوځيان ځای پر ځای کړي، تر څو د اړتيا په صورت کې د پېښېدونکي ګواښ پر وړاندې په افغانستان کې عمليات وکړی شي.

د امريکا «ايرفورس ميګزین» پوځي مجلې ليکلي، چې جنرال کنت مکنزي تېره ورځ د امريکا د مشرانو جرګې پوځي جرګه‌ګۍ ته د وينا پر مهال وويل، چې له افغانستانه تر وتلو وروسته دوی هڅه کوي، چې د سيمې په يو شمېر هېوادونو کې خپل پوځيان ځای پر ځای کړي او د اړتيا پر مهال په افغانستان کې د عملياتو لپاره ترې کار اخلي.

د رپوټ له مخې جنرال مکنزي ويلي، له دغو پوځيانو سره به استخباراتي او کشفي ادارې ملتيا کوي.

نوموړي زياته کړې، چې له افغانستانه تر وتلو وروسته امريکا په افغانستان کې د ترهګرو ډولو د فعاليتونو څارلو ته اړتيا لري او امريکايي استخبارات او کشفي ادارې به د افغانستان له ګاونډه خپل اهداف څاري.

نوموړي زياته کړې، چې امريکايي استخبارات به خپل اهداف ټاکي او بيا به ګوري، چې له لرې يې په توغندي په نښه کړي او که پوځي الوتکې دا به هدف په نښه کوي.

د جنرال مکنزي په وينا دا عمليات به له ځان سره خطرناک ګواښونه هم ولري او لاسته راوړنې هم لرلی شي.

په عين حال کې نيو يارک ټايمز ورځپاڼې د ډيپلوماټيکو سرچينو په حواله ويلي، چې ښايي امريکايي ځواکونه له افغانستانه تر وتلو وروسته د تاجکستان، ازبکستان يا قازاقستان په پوځي اډو کې ځای پر ځای شي.

جنرال مکنزي ټينګار کړی، چې په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو له شتون پرته د ترهګرو ډلو پر خلاف عمليات کول ستونزمن دي، خو ناشوني به نه وي.

نوموړي دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې د امريکا ولسمشر جو بايډن او د ناټو سرمنشي ينس سټولټنبرګ تېره اونۍ ويلي و، چې د مې له لومړۍ نېټې به د ټولو بهرنيو پوځيانو د وتلو لړۍ پيليږي او تر سپټمبر مياشت پورې به بشپړه شي.

خو طالبانو د امريکايي ولسمشر او ناټو دا اعلان د دوحې له تړونه سرغړونه بللې او خبرداری يې ورکړی، چې د مې له لومړۍ نېټې وروسته به د هر ډول جګړې او زيان پړه د امريکا پر غاړه وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x