افغانستانسولې اړوند خبرونه

پخلاینې عالي شورا: د سولې‌ په پروسه کې د حکومت موقف ضعیف دی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱ غوايي، ۱۴۰۰ل): د پخلاینې عالي‌شورا مرستیال او په سیاسي چارو کې د اشرف غني ځانکړی استازی «اکرم خپلواک» وایي، د سولې په پروسه کې د حکومت ضعیف موقف ددې لامل شوی چې د سولې اړوند غونډې او کنفرانسونه د طالبانو په لارښوونه لغوه او یا هم وځنډول شي.

خپلواک چې د ولسي جرګې استجوابیه غونډې ته یې د سولې پروسې په اړه توضیحات ورکول وویل، چې طالبان د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له لوري‌ د افغانستان په قضیه کې د یو ښکېل اړخ په حیث په رسمیت پېژندل شوي‌ او د حکومت ټيټ موقف بیا ددې لامل شوی چې غونډې او د سولې کنفرانسونه د طالبانو په خوله لغوه او یا هم وځنډېږي.

نوموړي‌ وړاندې زیاته کړې «موږ له داسې یو چا سره په مذاکراتو بوخت یو، چې اصلا جمهوریت نه پېژني‌، د مذاکراتو پړاوونه او د سولې قیمت ددې لامل شو، چې اعتراف وکړو زموږ د حکومت موقف په هغه اندازه کې نه دی، چې باید وای.»

دده په وینا، که چېرې حکومت په یوه قوي موقف کې وای، نو اوس به د سولې کنفرانسونه او غونډې د طالبانو په خوله نه لغوه کېدلې.

د پخلاینې عالي‌ شورا داسې مهال د سولې په پروسه کې د حکومت له ټيټ موقف سر ټکوي‌ چې په دې وروستیو کې د طالبانو د نه رضایت له امله د ترکیې ناسته لغوه شوه.

دغه ناسته چې د استانبول په ښار کې د امریکا په وړاندیز او د ملګرو ملتونو په سرپرستۍ کې جوړېده، حکومت ورته د خپل لېږل کېدونکي پلاوي نوملړ هم وروستی کړی و، مګر اوس د طالبانو د انکار له امله تر نامعلومې نېټې ځندېدلې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Adam Khan

BATEL DA HAQ PAH MOQABEL KI ISTEQAMAT NAH SHI KAWALAI

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x