افغانستان

طالبانو بادغیس کې یو سنګوري اربکی د ماین خښولو پرمهال نیولی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱ غوايي، ۱۴۰۰ل): طالبانو د بادغیس ولایت په جوند ولسوالۍ کې یو سنګوري اربکی په داسې مهال له یو ماین سره لاس په لاس نیولی چې غوښتل یې د طالبانو په سیمه کې یې خښ کړي.

د طالبانو په رسمي ویب پاڼه خپاره شوي خبر کې ویل شوي چې نیول شوی کس عبدالسلام نومیږي، کوم چې د دولتي عسکرو لخوا ورکړل شوي ماین سره یوځای د طالبانو «شرعي» محکمې ته سپارل شوی دی.

باید وویل شي چې په دې وروستیو کې د پلازمینې کابل په ګډون د هېواد مختلفو سیمو کې مرموزې هدفي وژنې او په ملکي اهدافو شکمنې بمي چاودنې زیاتې شوي، د کومو پړه چې طالبان او عام خلک په حکومتي کړیو اچوي.

د چارو څارونکي په دې باور دي چې د سولې له چټکتیا سره همهاله په دولت کې یو شمېر د سولې ضد کړۍ په حرکت راځي او د سولې بهیر د سبوتاژ په موخه په هېواد کې هدفي وژنو او ملکي ځایونو کې بمي چاودنو ته زور ورکوي، د کومې له امله یې عامه اذهان مغشوش او د خلکو پام د سولې له خبرو بل لور ته د اړولو کوشش کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

7 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Adam Khan

Now in Joagdara, Haska Mennah Shinwar, people believe that the mine was placed by the Kabul Admin in the Mosque
The one that killed more than 100 people

طوطی

سړی اصلآ ترننګ کاوه. کور مو وران نشه سړی مو ترننګ پرینښد.

pattang

کور د وران شه طوطي مازغه نلري خوشې ژبه ښوروې ! په مین کېښودلو او خښولو کې تریننګ یانې څه ؟؟ یانې غوښتل یې چې انسانان مړه کړي او پړه یې په طالبانو واچوي ؟ ## پر داسې منطق !! اجازه ورکړه چې هغه تمرین ستا په حضور ستا دکور په مخ کې وکړي !!

Karwan

طوطي ته او #. ته نه اخلاق لري، نه عقيده لري نه شرم او خداي خبر دي، چه د##! کاروان

ګوم نام

هههههه دا کار د # ده نده بل چا؟ خلک نشی خطا کولای

طوطی

عجیب ښکلی ځوان دی. څو رنګه جامی لری. د وژلو خو ندی باید ورته اخطار ورکړل شی چی له دندی استعفاء وکړی او نور د جنګ میدان ته را نشی. یله یی کړی د روژی میاشت ده کوندی سړی، سړی شی.

Karwan

طوطي ته سړي شوي، چه هغه سنګوري به سړي شي! جزا دعمل حق! کاروان

Back to top button
7
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx