نړۍ

پاکستان: د کویټې په سرینا هوټل کې چاودنې ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱ غوايي، ۱۴۰۰ل): پاکستاني رسنۍ د بلوچستان ایالت مرکز کویټې ښار په سرینا هوټل کې د چاودنې له امله ۱۷ تنو ته د مرګ ژوبلې اووښتو خبر ورکړل شوی دی.

د کویټې ښار د پولیسو چارواکو جیو نیوز ته ویلي، چاودنه نن ماښام د کویټې ښار په زرغون سړک واقع د سرینا هوټل د موټرو تم ځای کې د یو موټر دننه د ځای پرځای کړل شوو چاودونکو له امله رامنځته شوې ده.

له ترهګرۍ سره د مبارزې ضد پولیسو ویاند وايي، دا چاودنه د ریموټ کنټرول په واسطه رامنځته شوې ده.

په ورته ځايي سرچینې وايي، ددې چاودنې هدف سرینا هوټل ته راتلونکی د چین هېواد سفیر ؤ؛ خو د چاودنې پرمهال هغه په هوټل کې موجود نه ؤ.

د کویټې د ملکي روغتون کې بیړنی حالت اعلان شوی او چارواکي وايي، د چاودنې له ځایه ورته ۵ مړي او ۱۲ ټپیان وروړل شوي، چې په ټپیانو کې ۲ حکومتي چارواکي هم شامل دي.

سرینا په کویټې ښار کې یوازینی څلور ستوریز هوټل دی چې د ملګرو ملتونو او نورو بهرنیو میلمنو تم ځای بلل کیږي.

ددې چاودنې مسئولیت کومې ډلې په غاړه منلی نه دی؛ خو تردې وړاندې بلوڅو بیلتون پالو د بلوچستان په مختلفو سیمو کې د پاکستاني حکومت پر اهدافو بریدونه کړي دي.

بلوڅان له تیرو څو کلونو راهیسي د پاکستاني حکومت پرضد له دې امله مبارزه کوي، ترڅو له طبیعي ذخایرو دغه مالامال ایالت خپلواک حکومت جوړ او له پاکستان څخه خپلواکي ترلاسه کړي.

په ورته مهال پاکستاني رسنۍ بیا وخت ناوخته تور پورې کوي چې د بلوڅو د خپلواکۍ غورځنګ ځینې مشران د کندهار په عینو مینه کې اوسیږي او له هغه ځایه د پاکستان پرضد عملیات تنظیموي؛ خو د کابل حکومت چارواکو بیا په دې هکله خاموشي اختیار کړې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

الله هو اکبر. ماشاءالله دا بیا جهاد دی او روا جهاد. وایی مکوه په چا، چی وبشی په تا. که د همسایه کور اور اخلی نو د بل ګاونډی کور که سوځی نه نو دود خو به حتمی ورځی.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x