ورزش

پاکستان د ناکامې توپ وهنې سربېره زمبابوې ته ماتې ورکړه

نن ټکی اسيا (پنجشنبه، ۲ غوايي، ۱۴۰۰ل): د پاکستان کرکټ لوبډلې د زمبابوې پر وړاندې په لومړۍ شل اوريزو لوبه کې د ۱۱ منډو په توپير بريا خپله کړه.

په دغه لوبه کې له محمد رضوان پرته هيڅ پاکستانی توپ وهونکی ونه ځلېد، خو د توپ اچونې او د زمبابوې کمزورې توپ وهنې په زور يې بريا خپله کړه.

د درې لوبو سيريز په لومړۍ لوبه کې پاکستان لومړی توپ وهنه وکړه چې د ۷ لوبغاړو په سوځېدلو يې په ټاکلو شلو اورونو کې ۱۴۹ منډې جوړې کړې.

ددوی له لوري يوازې پښتون لوبغاړي محمد رضوان ۸۲ منډې وکړې، خو د بابر اعظم او محمد حفيظ سربېره يې هيڅ توپ وهونکي د پام وړ توپ وهنه ونکړه.

په ځواب کې زمبابوې د ښه پېل سربېره ويکټې له لاسه ورکړې، او په شلو اورونو کې يې د ۷ لوبغاړو په سوځېدلو ۱۳۸ منډې جوړې کړې.

د پاکستان له لوري په توپ اچونه کې عثمان قادر ۳، محمد حسنين ۲، محمد حفيظ او حارث رؤوف ۱-۱ ويکټه واخيستله.

ټاکل شوې ده پاکستان لوبډله د درې شل اوريزو سياليو وروسته زمبابوې سره دوه ټيسټ لوبې هم ترسره کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x