افغانستان

اشرف غني کندهار ته ولاړ

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲ غوايي، ۱۴۰۰ل): د کابل حکومت مشر «اشرف غني»‌ د یوه لوړپوړي ډولتي‌ پلاوي‌ په مشرۍ کندهار ولایت ته تللی.

له ارګ څخه په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې «غني به په دغه سفر کې د مهمند روغتون پرانیستې ترڅنګ د یاد روغتون مسوولینو، د ارغنداب ولسوالۍ زيانمنو شويو، د کندهار ولايت مشرانو، متنفذینو، ملکي او نظامي مسوولینو او د خصوصي سکتور استازو سره جلا جلا ليدنې هم ولري.»

اشرف غني کندهار ته له رسېدو سره سم په یاد ولایت کې د یوه سوداګر له لوري جوړ شوی دوه سوه بستریز روغتون پرانستی او ښایي تر دې وروسته په ولایت مقام کې د خلکو یوې غونډې ته وینا هم واوروي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Adam Khan

This must be his last visit to Kandahar.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x