ادبي لیکني

پوښتنه! «لنډه کيسه»

نصیب ځدراڼ

غاښ له درده ټوله شپه ویښ وم، ما ویل که د ټولې دنیا درد زما پر سر دی، د درد پای نه ؤ، ما به کوشش کوو چې فکر بدل کړم خو بیا به درد زور واخیست. شپه مې همداسې سبا کړه.

سهار لمانځه کې یوه کلیوال ویل میرویس ته ورشه ډېر ښه ډاکتر دی، د بازار له خلاصېدو نه مخکې زه بازار ته ور ووتلم، یو څو دوکانونه خلاص وو، یوه دوکاندار نه مې وپوښتل، میرویس کلینک کوم یو دی؟
اشاره یې راته وکړه پلانکي مارکېټ کې دی، ورغلم خو کلینک بند ؤ، د موبایل په شمېره مې زنګ ورته وواه. ماویل پلانکي کلي نه راغلی یم که لږ ژر راځه.
ویل یې: “وروره شلو دقیقو کې درغلم”.

راغی، میرویس اته وېشت کلن ځوان و، له موټر سایکله راښکته شو، ویل یې وروره لکه چې ډېر په تکلیف یې؟
ټول جریان مې ورته ووایۀ.
غاښ کې یې پیچکاري راته وکړه، نیم ساعت پرې لګیا ؤ، د غاښ درد مې کم شو، پیسې مې ورکړې دوا یې راته ولیکله.
ځان یې راته معرفي کړ. ویل یې د هاشم زوی یم، هاشم زموږ سره یو ځای مکتب ویلی ؤ. د غریبې کورنۍ ؤ، خو وروسته د عربو مسافر شو، بچیانو یې درسونه ولوستل.
ډېر خوشحاله شوم، ویل یې یو کال کېږي کلینک مې جوړ کړی دی. د اطرافو او د ښار خلک راځي، مناسبې روپۍ ترې اخلم او زما دومره روپۍ په کار هم نه دي، کوژدن مې شوې بس چې د ولور روپۍ پوره کړم، له خندا شین شو.
ما وعده ورسره وکړه مال کله کله به راچکر کېږم او ستا چې څه شي ته ضرورت ؤ ډاډه غږ کوه، زموږ خو ښار کې خپل کور دی شکر دی.

لاس په سینه ودرېدو، خدای پاماني مې واخیسته، زما د غاښ درد یو څه کم شو، د ده په خبرو مې سوچ بدل شو، کور ته روان شوم، د سوچ وهم وخت څومره ژر تېر شو، د هاشم غریبي ګوره، بیا یې نن زوی ګوره چې ډاکټر شو.

دوې ورځې وروسته چا زنګ راته وواهه،
بلې السلام علیکم.
وعلیکم السلام
ستاسې یو مریض ملکي روغتون کې پروت دی که ژر مو ځان راورساوه.
ما ویل څوک دی؟
ویل یې ژر راشه همدلته به یې و وینې.
نورې پوښتنې مې ترې کولې موبایل یې بند کړ.
سل زر اندېښنې راولوېدي، مازیګر وخت ورغلم، له موټره ور ښکته شوم.
روغتون ته ورغلم، ورته وایم ماته چا زنګ وهلی و چې ستا مریض دی، چېرته دی مریض؟

ډاکټر راسره شو. ویل یې هو تاسې ته موږ زنګ وهلی ؤ، کیسه داسې وه چې د ډاکتر میرویس موبایل ته ستاسې زنګ راغلی ؤ نو ما ویل ممکن پېژني به یې،
هو پېژنم یې ولې؟

راسره روان شو. یوې یخې کوټې ته ننوتو، اشاره یې وکړه. دا میرویس دی.

داسې احساس مې وکړ لکه ځمکه مې چې د پښو د لاندي وښویېږي.

ما ویل دا ولې؟

ویل یې”میرویس دوې ورځې وړاندې د کمپاین ځواکونو نیولی ؤ، نن د سره صلیب والا د ده جسد زموږ روغتون ته رواړ،
ما ویل ولې په څه جرم؟

ډاکټر ویل “محترمه مهربانې وکړئ له کورنۍ سره یې اړیکه ونیسئ او خبر یې کړئ نور معلومات موږ نشو درکولی او نه هم موږ خبر یو”.

جسد ته ځیر شوم، سترګې یې د میرویس غوندې وې؛ خو په وهلو ټکولو شنې راپړسیدلې وې، پوستکی یې مرمیو سوری سوری کړی ؤ او څو ځایه د شکنجه کولو له امله تور داغونه پرې جوړ وو، د کمیس یې نه ؤ خو د کمیس لاندې سپین بنین یې په وینو دومره لړلی ؤ چې نور یې رنګ تور اوښتی ؤ.
ډاکتر ماته په سوالیه نظرونو وکتل،
ویل یې “محترمه موږ اطمیناني شو؟ تاسې به یې کورنۍ خبره کړئ؟”

غاړې مې تازه کړې. له ستوني مې غږ لکه ازغی را و وتلو ما ویل
“هو”.
د باندې راووتم. روغتون کې د ډاکټر میرویس نور کلیوال هم راټول شوي وو، خو دوی نشو کولی چې د میرویس جسد له روغتونه واخلي، ماته یو رانږدې شو،
ویل یې “اته ورځې وړاندې د صبریو یو محصل هم له پوهنتون نه د کمپاین عسکرو نیولی ؤ بیا یې جسد پیدا شو، اوس یې میرویس شهید کړ، دوی د صبریو هېڅوک نه پرېږدي، ولې چې دوی چې کله هلته عملیاتو ته لاړ شي نو د سخت غبرګون سره مخ کېږي”
ما ویل نو ولي څوک یې پوښتنه نه کوي
ویل یې “پوښتنه له چا وکړو؟”

عجیب حال سره مخ وم. پردی غم زما د غاړې شوی ؤ، موبایل مې راوخیست، هاشم ته مې زنګ وکړ، هاشم هغسې په شوخۍ سره سلام راوچاوه.

“چېري یې لوپره! څنګه در یاد شوم نن؟”

خو له ما نه ځواب ورک ؤ، څه مې ورته ویلی وی؟

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x