افغانستان

برتانیا خپلو اتباعو ته د افغانستان د پرېښودلو امر کړی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲ غوايي، ۱۴۰۰ل): په کابل کې د برتانیې سفارت د یوې اعلامیې له لارې افغانستان کې مېشتو برتانویانو ته خبر ورکړی، چې له افغانستانه ووځي.

د برتانیې له سفارته په همدې تړاو خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې د امنیتي ګواښونو له امله برتانوي اتباعو ته ښایي‌ چې افغانستان ته له راتګ ډډه وکړي او هغه چې په دې هیواد کې مېشت دي، هڅه دې وکړي له افغانستانه بهر شي.

په اعلامیه کې ویل شوي، چې دا وړاندیز د طالبانو د هغه ګواښ له امله مطرح دی، چې د مۍ تر لومړۍ نېټې وروسته یې په افغانستان کې پر بهرنیانو د بریدونو په تړاو کړی وو.

برتانیا داسې مهال خپلو اتباعو ته له افغانستانه د وتلو امر کوي، چې امریکا او ناټو له طالبانو سره په دوحه کې له کړې هوکړې سرغړونه وکړه او د مۍ میاشتې د لومړۍ نېټې په ځای یې د سپتمبر میاشتې یووولسمه نېټه له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو نېټه اعلان کړه.

طالبان وایي، د امریکا او ناټو پورتنۍ پریکړه له دوحې توافقنامې سرغړونه ده چې د ناوړه پایلو مسئولیت به یې د امریکایي لوري‌ په غاړه وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Adam Khan

Shame, shame, shame, this is your fourth defeat in Afghanistan

Shame, shame, shame

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x