افغانستانسولې اړوند خبرونه

ترکیه له کابل او اسلام اباد سره د افغان سولې په تړاو درې اړخیزه ناسته کوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲ غوايي، ۱۴۰۰ل): د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت وایي، سبا د جمعې په ورځ د ترکیې په استانبول ښار کې د افغانستان، پاکستان او ترکیې د بهرنیو چارو وزیران د افغانستان د سولې پروسې په تړاو ګډه ناسته کوي.

د ترکیې له بهرنیو چارو وزارت څخه په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې ناسته کې به د افغان سولې پروسې د وروستیو پرمختګونو په اړه خبرې وشي‌ او تر‌ څنګ به یې درې واړه لوري د انرژۍ، سیمه ییز اتصال او امنیت په برخه کې د ګډو همکاریو په اړه وغږېږي.

د کابل حکومت د بهرنیو چارو وزیر “حنیف اتمر” په دې ناسته کې د ګډون په موخه استانبول ته روان شوی دی.
دغه ناسته وروسته له هغه رابلل کېږي، چې د افغان سولې په تړاو په ترکیه کې جوړېدونکې ناسته «ښو شرایطو ته د زمینې برابرولو» په موخه وځنډېده.

د ترکیې ناسته چې د امریکا په وړاندیز د ملګرو ملتونو په سرپرستۍ کې رابلل کېده، د طالبانو او حکومت تر څنګ د سیمې یو شمېر هیوادونه هم ورته بلل شوي‌ وو؛ خو طالبانو په کې له ګډون انکار وکړ، چې له امله یې د سولې کنفرانس تر نامعلومې مودې وځنډېد.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Adam Khan

Hey Talib Watch out, This meeting must have been engineered between Kabul and Ankara to replace the Istanbul conference. Because the Istanbul conference is not taking place at all. Kabul was hoping to win some ground in the Istanbul conference but smart Talib could smell some traps there and rejected it at all. Talib also put a condition there that no more talks until the complete pull out of western troops because west brook the agreement. Now Kabul and Ankara are pushing Pakistan to do something to encircle Talibs. Because Pakistan is a very close ally of Turkey. Anyway, be… نور لوستل »

سرفراز

ترکیه ته دطالبانو له خوا وریاده شی چی دافغانستان د خلکو پر سرنوشت د امریکا څخه آمتیازات به په آینده بدی پایلی ولری که چیری دوی رښتیا مسلمانان وی نو دافغان جګړی واقیعتونه د درک کړی او په افغانستان کی د سیکولرانو او جنګی جنګسالارو ملیشو له ملاتړ څخه لاس واخلی

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x