افغانستانسولې اړوند خبرونه

غني: بهرنیان به په ډېر عزت رخصت کړو، له موږ سره یې مرسته کړې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲ غوايي، ۱۴۰۰ل): داسې مهال چې امریکا او ناټو له افغانستانه د ټولو پوځيانو د ایستلو پریکړه کړې، د کابل حکومت مشر وایي، هغوی به په ډیر عزت رخصت کړي،‌ ځکه دده له قوله، بهرنیو پوځیانو له افغانستان سره ډیره مرسته کړې.

غني په کندهار ولایت کې یوې غونډې ته په خپله وینا کې ویلي، چې بهرني‌ ځواکونه به له دې امله چې د افغانستان مرسته یې کړې، په ډېر عزت رخصت کړي او تر هغه وروسته به له خپلې خاورې دفاع کوي، ځکه دده له قوله، تل یې خپله خاوره خپله ساتلې ده.

نوموړي وړاندې زیاته کړې، چې د بهرنیانو تر وتلو وروسته طالبان د جګړې د دوام لپاره دلیل نه لري او که چېرې بیا هم جګړې ته دوام ورکوي، نو حکومت هم جګړې ته تیار دی.

غني ددې تر څنګ خپل حکومت بشپړ اسلامي‌ وباله او پر طالبانو یې غږ وکړ،‌ چې د قطر په ځای په کندهار او لوګر کې د سولې خبرې وکړي.

نوموړې د پاکستان ښه راتلونکې د افغانستان په ثبات کې نغښتې وبلله او پر پاکستان یې غږ وکړ، چې د سولې‌ په پروسه کې همکاري وکړي.

غني د کندهار د خلکو په وړاندې ډاډ څرګند کړ، چې امریکا او نړیوالې ټولنې له دولتي‌ عسکرو سره د مرستو د دوام ژمنه ورکړې او د هغوی له وتلو وروسته په افغانستان کې هیڅ نه پېښېږي.

د بهرنیانو د وتلو په تړاو د غني‌ پورتنۍ څرګندونې داسې مهال دي، چې د امریکا او ناټو د پریکړې په اساس ټول بهرني‌ ځواکونه د سپتمبر میاشتې تر یوولسمې نېټې له افغانستانه وځي.

غني که څه هم ادعا لري، چې د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته یې بشپړ چمتووالی نیولی؛ خو د چارو شنونکي وایي، د بهرنیانو له ملاتړ پرته ښایي‌ حکومت د طالبانو د بریدونو په وړاندې تم نشي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Adam Khan

How about his facial expression and body language to interpret his brain. I heard that Ghani was taking sleeping tablets

رښتينيار

هر څوک چي وایي، بهرنیو پوځیانو له افغانستان سره ډیره مرسته کړې، هغه له عقله بې برخي، بې فکره، احمق، پردي پال، موذي ګی دی او افغان نه بلل کېږي. که نه د ګران هيواد يو ساده بزګر لا پوهېږي او تجربه کړې يې ده چي امريکايي ښکېلاکګرانو زموږ د هيواد او هيوادوالو سره څومري ډېري تاريخي جفاوي، نادودي، ظلمونه او جنايتونه وکړل او بالاخره د افغانانو چي په سر کي يې د مورچل اتل او سر پر ورغوي طالبان راځي د ننګ او غيرت په مټ په وچه ماته مات او له ګران هيواده بې له قيد او شرطه… نور لوستل »

احمد

غنی زه درته پیغور نه لیکم ځکه پیغور هغه چا ته پکار وي چې شرم او حیا لري .کوم چې تا ورسره په مخه ښه کړي.

Adam Khan

Yes, no doubt, #########

محمد نعیم

په پښتو کي متل دی چي د خره بازي یا ګوز دی یا لغته. څوک چي عزت ونلري، د هغه عزت ورکول نه وي زده. هغه څنګه چا ته عزت ورکولای سي؟

Back to top button
5
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x