روغتیا

هند کې د کرونا وېروونکی حالت، ناروغان د اکسیجن په انتظار کې مړه کیږي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲ غوایي، ۱۴۰۰ل): په هندوستان کې د کرونا ویروس نوې څپې وحشتناک حالت رامنځته کړی چې په دغه هېواد کې روغتونونه د بسترونو او اکسیجن، او مقبرې د مړو ښخولو له جدي کمښت سره مخ شوي دي.

په تېرو څلورویشت ساعتونو کې دغه هېواد کې له ۳۱۴ زرو زیاتې مثبتې پېښې ثبت شوي چې د کرونا له پېله تر اوسه یو ریکارډ دی، دغه راز په کې له ۲ زرو زیات کسان هم مړه شوي دي.

د هند مرکزي ښار او پلازمینه دهلي کې روغتونونو کې ناروغان اکسیجن ته لاسرسی نه لري چې له کبله یې په بسترونو پراته د ساه تنګۍ سخت ناروغان په سخت حالت کې انتظار باسي او یا هم خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د راپورونو له مخې د زیاتو مړو له کبله په هند کې خلک د خپلو مړو ښخولو او یا هم سیځلو لپاره نوبت کې انتظار باسي، په داسې حال کې چې د هند په لروبر کې روغتونونه ناروغانو ته رسېدو کې له جدي ستونزو سره مخ دي.

لکه څرنګه چې دغه هېواد کې جدي او اکسیجن ته اړتیا لرونکي ناروغان ورځ تر بلې ډيریږي، په راتلونکې نږدې کې د زیاتې کچې مړینې تمه لېدل کیږي.

په دهلي ښار کې لا دمخه د اوونیز ګرځبندیز پریکړه شوې خو په مهارشترا مرکزي ایالت کې هم د لا زیاتو محدودیتونو لګولو اعلان شوی چې نن له پنجشنبې به عملي کیږي.

په دهلي کې روغتونونو د کوویډ-۱۹ ناروغانو لپاره د اکسیجن رسولو په اړه محکمې ته مخه کړې، خو محکمې مرکزي حکومت د اکسیجن په ناسم اداره کولو ملامت کړی، او امر یې کړی چې د ټول هېواد فابریکو څخه د اکسیجن اکمالاتو لیږد یقیني کړي.

India records highest single-day cases in the world. .  .

په هند کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر نږدې ۱۶ ملیونو ته رسیږي، چې اوسمهال ۲ ملیونه او ۳۰۰ زره فعال ناروغان لري، په داسې حال کې چې (۱۸۴۶۵۷) کسان مړه شوي او له ۱۳ ملیونو زیات بېرته روغ شوي دي.

ددې سربېره په هند کې د کرونا ویروس پر وړاندې د واکسیناسیون کچه هم په چټکۍ روانه ده، په تېرو څلورویشت ساعتونو کې له ۲۲ زرو زیاتو کسانو ته واکسین شوي، په داسې حال کې چې د ټولو واکسین شویو شمېره ۱۳۲ ملیونه کسانو ته رسیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x