نظــر

دوهم ځل لپاره د ترکيې غونډې ځنډېډو څه ثابت کړل!؟

نصير تکل

څه موده وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د کابل ادارې مشر اشرف غني ته په خورا جدي الفاظو او آمرانه لهجه سره د زلمي خليلزاد په لاس يو سرخلاصى لیک راوليږلو، د هغه لیک په يوه برخه کې راغلي وو چې د امریکا متحده ایالاتو له ملګرو ملتونو غوښتنه کړې تر څو د روسیې، چین، پاکستان، ایران، هندوستان او متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیران او خاص استازي را ټول کړي، تر څو د افغانستان د سولې پروسې سره د ملاتړ لپاره یوه مشترکه تګلاره جوړه کړي.

د امریکایي چارواکو د همدې ارادې څخه د ترکیې د کانفرانس موضوع راپیل شوه او ویل کیدل چې دغه مهم کانفرانس چې له نړیوالو او سیمه ییزو جهتونو څخه علاوه به بېلابیل افغان اړخونه هم پکې ګډن کوي، ټاکل شوې وه دغه کانفرانس به د اپریل میاشتې په نیمایي کې دائر شي.

په تېره مياشت کې په رسنیو کې دا خبره خورا ګرمه وه، چې ډير ژر به د ترکیې په پلازمينه استانبول کې د افغانستان په اړه یو مهم او برخليک ټاکونکى کانفرانس دائر شي چې د افغان قضیې له ښکیلو اړخونو علاوه به د سیمې او نړۍ مطرح جهتونه هم په کې ګډون کوي، طالبانو ته هم پدې کانفرانس کې د ګډون بلنه ورکړل شوه؛ مګر هغوى يې په اړه چنديان دلچسپي ښکاره نه کړه. نتیجه دا شوه چې د کانفرانس د تدویر لپاره د امریکا دغه کانفرانس چې څو اونۍ یې اوازې ډیرې ګرمې روانې وې او حتی د کابل ادارې لخوا ورته بیلابیلې طرحې او پلاوی هم وټاکل شول، مګر له ټولو اوازو او تیاریو سره سره دائر نه شو.

وروسته ملګرو ملتونو، امريکا او ترکيې  پرېکړه وکړه دا غونډه به د اپريل مياشتې په ۲۴ نېټه دائريږي.
د همدې سره جوخت د امريکا جمهور رئيس جوبايډن اعلان وکړ چې له افغانستان څخه به د ټولو امريکايي ځواکونو ويستل تر راتلونکی سپتمبر مياشتې تر ۱۱ نېټې پورې بشپړوي.
هماغه وو چې طالبانو يې پر وړاندې عکس العمل وښود، هغوى وويل: دا فیصله د دوحي له توافقنامې څخه ښکاره سر غړونه ده، امريکا بايد په کړیو ژمنو عمل وکړي او په ټاکلي نیټه خپل ټول ځواکونه له افغانستان څخه وباسي.

‏همدا رنګه طالبانو خبردارى ورکړ تر څو ټول بهرني ځواکونه زموږ له هېواد څخه نه وي وتلي، د ا.ا.امارت په هېڅ هغه کنفرانس کې ګډون نه کوي چې د افغانستان په اړه پريکړه په کې کېږي.
هماغه وو چې د طالبانو د نه ګډون له امله د ترکيې غونډه په ټاکلې نېټه دائره نه شوه، او د څه نور وخت لپاره وځنډېده، اوس راځم دېته چې د دوهم ځل لپاره د ترکيې غونډې ځنډېډو څه ثابت کړل؟!
۱- طالبان په خپلو پرېکړو او تصاميمو کې پوره خپلواک دي.
۲- طالبان په هېڅ صورت له خپلو مشروع غوښتنو او اهدافو تېريدونکي نه دي.
۳- اوس هغه وخت چې ندى چې د طالبانو په نه شتون کې څوک د افغانستان په اړه پرېکړه وکړي.
۴- طالبان ددوحې تړون ته په پوره معنى ژمن دي، هغوى نه غواړي د نوموړي تړون بديل وړاندې شي.
۵- امريکايانو په افغانستان کې په پوره معنى شکست خوړلى، هغوى مجبور دي د خپلو شکست پټولو په خاطر له طالبانو سره جوړ جاړى وکړي.
٦- د افغانستان د قضيې د حل لپاره لازم ده چې ددوحې تړون مادې عملي کړل شي.
۷- یو اړخیز اقدامات نشي کولاى، چې د افغانستان روان ناورين ته د پاى ټکى کيږدي.
۸- امریکایي اړخ نشي کولاى د پوځي فشار، جعل او تزوير په ذريعه په طالبانو خپلې طرحې تحمیل کړي.
۹- د سولې لپاره که په راتلونکې کې کانفرانسونه جوړیږي، نو د تدویر له زمان، مکان، موضوع او نورو مشخصاتو پورې ټول جزئیات یې باید په دوه اړخیز تفاهم او هماهنګۍ وټاکل شي تر څو د بریا مخه ومومي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Hassan

If the Taliban get back into power without any election and referendum, it will be the start of another civil war.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x