شعـــــرونه

سپوږمۍ ته..!/ بشارت

دادمحمد بشارت

ولاړه د اسمان پۀ بام دا څار کوي د چا..؟
تر نيمو نيمو شپو به انتظار کوي د چا…؟

د  پورې غره څنګل نه سر راپورته کړي ماښام
يادو ته شوګېرونه تر سهار کوي د چا…؟

چې څاڅي يې له سپين مخ رڼې اوښکې د ستورو
دا دومره آه فرياد به په پرهار کوي د چا…؟

د وریځو په پلو کړي اوښکې پاکې له سپين مخ
دا  غلې شان ژړا به لۀ ازار کوي د چا..؟

ودريږي نه روانه وي کړي وړانګو کې يې پټ
کرۍ شپه بدرګه په کومه لار کوي د چا…

ښکاريږي بشارته چې د ستورو پۀ دانو
سپوږمۍ هم د وړو سلګيو شمار کوي د چا

دادمحمد بشارت

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx